۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ اِفِسيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دويم باب

دَ مرګ نه ژوندُون

۱تاسو هم دَ خپلو قصُورونو اَؤ ګُناهُونو په سبب مړۀ وئ، ۲کله چه تاسو دَ دے دُنيا په کږو لارو روان وئ، اَؤ دَ هوا دَ عمل دارئ دَ حاکِم، يعنے دَ هغه رُوح پسے تللئ کُوم چه اوس په نافرمانو بچو کښے اثر کوى. ۳په دوئ کښے مُونږ ټولو هم دَ خپل وجُود په خواهشُونو کښے ژوند تيرولو اَؤ دَ وجُود اَؤ نفس مرضى مو پُوره کوله، اَؤ دَ نورو په شان په اِنسانى طور دَ خُدائے دَ غضب دَ لاندے وُو.

۴خو خُدائے چه په رحم غنى دے دَ هغۀ دَ خپلے لوئے مينے په سبب چه هغۀ زمُونږ سره وکړه ۵چه مُونږ چه دَ ګُناهُونو په وجه مړۀ وُو نو مُونږ ئے دَ مسيح سره بيا ژوندى کړُو. تاسو په فضل خلاصُون مُوندلے دے. ۶اَؤ خُدائے مُونږ دَ مسيح عيسىٰ سره راژوندى کړُو اَؤ په آسمان کښے ئے دَ هغۀ سره کښينولُو، ۷چه هغۀ دَ مسيح عيسىٰ په وسيله مُونږ ته دَ مهربانئ په طور دا کړے وو، هغۀ دا ځکه وکړو چه په راتلُونکو زمانو کښے هغه خپل بے اندازے فضل په مُونږ ښکاره کړى. ۸ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلے دے، دا ستاسو له طرفه نه نه، بلکه دَ خُدائے بخښنه ده. ۹اَؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده، دَ پاره دَ دے چه څوک فخر ونۀ کړى. ۱۰ځکه چه مُونږ هم خُدائے جوړ کړى يُو اَؤ مُونږ دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دَ هغه ښۀ کارُونو دَ پاره پيدا شوى يُو کُوم چه خُدائے دَ اول نه مُونږ دَ پاره تيار کړى وُو.

دَ مسيح سره يووالى

۱۱نو ياد لرئ چه تاسو په پيدائشى طور دَ غيرو يهُوديانو نه وئ، اَؤ يهُوديان چه په لاسو سُنت شوى دى چه دَ سُنتيدو په سبب سُنت شوى بللے شى، تاسو ته نا سُنت وائى. ۱۲تاسو په تيره زمانه کښے دَ مسيح نه جُدا، دَ اِسرائيل دَ بادشاهئ نه خارج، اَؤ دَ وعدے دَ لوظُونو نه نابلده، نااُميده اَؤ په دُنيا کښے دَ خُدائے نه جُدا وئ. ۱۳خو تاسو چه اول لرے وئ اَؤ دَ مسيح په يووالى کښے دَ مسيح دَ وينے په وسيله نزدے شوئ. ۱۴ځکه چه هم هغه زمُونږ صُلح ده، يعنے دَ يهُوديانو اَؤ دَ غير يهُوديانو. اَؤ دَ جُدائى کُوم ديوال چه په مينځ کښے وو، هغه ئے ونړوو، ۱۵يعنے دَ شريعت هغه حُکم چه دَ شريعت په طور وو، ئے منسُوخ کړو چه خپل ځان کښے دَ دواړو نه يو نوے اِنسان پيدا کړى اَؤ صُلح راولى، ۱۶اؤ دَ خپلے سُولئ په وسيله دُښمنى ختمه کړى چه دَ هغے په وسيله دواړه په يو بدن کښے شريک کړى اَؤ خُدائے سره ئے يو کړى. ۱۷مسيح راغے اَؤ تاسو چه لرے وئ اَؤ هغه چه نزدے وُو، دواړو تۀ ئے دَ صُلح زيرے درکړو. ۱۸ځکه چه دَ هغۀ په وسيله مُونږ دواړه دَ يو رُوح په وسيله دَ پلار په حُضور کښے حاضريږُو.

۱۹نو اوس بيا تاسو پردى اَؤ مُسافران پاتے نۀ شوئ بلکه دَ پاکانو دَ وطن اَؤ دَ خُدائے دَ کورنئ شوئ. ۲۰اَؤ دَ رسُولانو اَؤ نبيانو په بُنياد تاسو ودان کړے شوى يئ چه دَ ګُوټ سره کاڼے په خپله مسيح عيسىٰ دے. ۲۱مسيح په خپله دَ هغے ماڼئ هره يوه حصه يو ځائے ساتى چه په رب کښے يو پاک کور جوړ شى. ۲۲نو تاسو هم دَ هغۀ په يووالى کښے دَ نورو سره دَ خُدائے يو داسے کور جوړيږئ چه په کُوم کښے خُدائے دَ خپل رُوح په وسيله اوسيږى.