۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ اِفِسيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دريم باب

دَ پولوس دَ غير قومُونو دَ پاره خدمت

۱هم په دے وجه زَۀ پولوس تاسو غيرو يهُوديانو له خاطره دَ مسيح عيسىٰ قيدى يم. ۲شايد چه تاسو به دَ خُدائے دَ هغه فضل په باب کښے کُوم چه ستاسو دَ پاره په ما وشو، آؤريدلى وى، ۳يعنے دا چه هغه راز ما ته دَ کشف په وسيله معلُوم شو لکه چه ما اول دَ هغے لږ شان حال ليکلے دے. ۴دَ هغے په لوستلو تاسو معلُومولے شئ چه زَۀ دَ مسيح په هغه راز څومره پوهيږم، ۵چه هغه راز په تيرو شوو زمانو کښے بنى آدمو ته دغه شان معلُوم شوے نۀ وو څنګه چه هغه ئے پاکو رسُولانو اَؤ نبيانو ته دَ رُوحُ القُدس په وسيله اوس ښکاره کړے دے. ۶اَؤ هغه راز دا دے چه دَ زيرى په وسيله غير يهُوديان دَ يهوديانو سره دَ خُدائے په ميراث کښے برخه ولرى، اَؤ په يو بدن کښے شامل، اَؤ دَ خُدائے په هغه لوظ کښے شريک شى چه هغۀ دَ مسيح عيسىٰ په وسيله وکړو.

۷اَؤ دَ خُدائے دَ هغه فضل په بخښنه چه دَ هغۀ دَ قُدرت په تاثير په ما وشو، زَۀ دَ دے زيرى خادم شوم. ۸په ما چه زَۀ په ټولو پاکانو کښے له ورکوټى نه ورکوټے يم، دا فضل وشو چه زَۀ غير يهُوديانو ته دَ مسيح دَ بے اندازے دولت زيرے ورکړم، ۹اَؤ په ټولو دا خبره ښکاره کړم چه هغه راز چه له ازل نه دَ ټولو څيزُونو په پيدا کوُونکى خُدائے کښے پټ وو، هغه به څرګند کړى، ۱۰چه اوس دَ جماعت په وسيله دَ خُدائے قِسم قِسم حِکمت هغه حاکمانو اَؤ دَ واک خاوندانو ته معلُوم شى څوک چه په آسمان کښے دى، ۱۱دَ هغے ازلى اِرادے په مُطابق کُومه چه هغۀ زمُونږ دَ مالِک مسيح عيسىٰ په وسيله سر ته ورسوله. ۱۲په عيسىٰ مسيح کښے اَؤ په هغۀ دَ ايمان لرلو په وسيله مُونږ ته زړه ورتيا ده چه مُونږ په پُوره تسلئ سره دَ خُدائے په مخکښے حاضريدے شُو. ۱۳نو بيا زَۀ خواست کوم چه تاسو زما دَ هغه مُصيبتُونو په وجه هِمت مه بائيلئ کُوم چه ستاسو دَ خاطره زغمم، ځکه چه هغه ستاسو دَ پاره لوئى ده.

دَ مسيح مينه پيژندل

۱۴په دے سبب زَۀ دَ هغه پلار په وړاندے په زنګنو کيږم، ۱۵چا نه چه دَ آسمان اَؤ مزکے هره يوه خيلخانه خپل حقيقى نُوم مُومى، ۱۶چه هغه دَ خپل جلال دَ دولت په مُطابق تاسو ته دا څۀ درکړى چه تاسو په خپل باطنى اِنسانيت کښے دَ هغۀ دَ رُوح په وسيله ډير زوره ور شئ، ۱۷اَؤ دَ ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړُونو کښے ځائے ومُومى. زَۀ دُعا کوم چه تاسو په مينه کښے پوخ بيخ ولرئ. ۱۸چه دَ ټولو پاکانو سره په ښۀ شان سره معلُوم کړے شئ چه دَ مسيح دَ مينے پلنوالے، اُوږدوالے، اُوچتوالے اَؤ ژوروالے څومره دے، ۱۹اَؤ دَ مسيح په هغه مينه پوهه شئ کُومه چه دَ پوهے نه بهر ده، چه تاسو دَ خُدائے په ټوله معمُورئ کښے معمُور شئ.

۲۰اوس چه څوک داسے قادر دے چه دَ هغه قُدرت په مُطابق چه په مُونږ کښے اثر کوى، زمُونږ دَ خواست اَؤ خيال نه ډير زيات کار کولے شى، ۲۱هغۀ ته دِ په جماعت کښے اَؤ په عيسىٰ مسيح کښے تل تر تله، پيړئ په پيړئ جلال وى! آمين.