۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

څلور دېرشم باب

د کاڼو نوې تختې

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې. ۲ سبا سحر تيار شه او د سينا غرۀ ته راوخېژه او د غرۀ په سر ما ته حاضر شه. ۳ هيڅ څوک به تا سره نۀ راخېژى، په ټول غرۀ باندې چې يو کس هم ونۀ ليدلے شى، او نۀ چې د غرۀ په لمن کښې ګډې يا څاروى وڅريږى.“ ۴ نو موسىٰ د اولنو په شان دوه د کاڼو نورې تختې جوړې کړې او سحر وختى هغۀ دا د سينا غرۀ ته د ځان سره وخېژولې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۵ او مالِک خُدائ په وريځ کښې راکوز شو او د هغۀ سره هلته ودرېدلو او خپل مقدس نوم ”مالِک خُدائ“ يې واخستلو. ۶ مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو او دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم. ۷ زۀ د خپلو خلقو د زرګونو نسلونو سره نۀ بدلېدونکې مينه کوم او زۀ بدى، بغاوت او ګناه هم معاف کوم. خو زۀ مجرم نۀ معاف کوم خو کۀ څوک جرم وکړى نو زۀ به د هغوئ بچو، نمسو درېم او څلورم نسل له هم سزا ورکوم.“ ۸ موسىٰ سمدستى خپل سر زمکې ته ټيټ کړو او سجده يې وکړه. ۹ هغۀ وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، کۀ تۀ په رښتيا زما نه رضا يې زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ مونږ سره لاړ شه. زمونږ دا خلق ضديان دى،خو زمونږ بدى او ګناه معاف کړه او مونږ د خپلو خلقو په توګه قبول کړه.“

د لوظ نوى کېدل

۱۰ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس زۀ د بنى اِسرائيلو د خلقو سره يو لوظ کوم. زۀ به د دوئ په مخکښې داسې عجيبه عجيبه کارونه وکړم چې په ټوله دُنيا کښې به په يو ځائ کښې او په يو قوم کښې کله هم نۀ وى شوى. ټول خلق به وګورى چې زۀ، مالِک خُدائ څۀ عجيبه کارونه کولے شم،ځکه چې زۀ ستاسو دپاره لوئ لوئ کارونه کوونکے يم. ۱۱ نن چې زۀ تاسو له کوم قانون درکوم هغه ومنئ. چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به اموريان، کنعانيان، حِويان، فرزيان، حِتيان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړم. ۱۲ پام کوئ چې د هغه زمکې د خلقو سره لوظ ونۀ کړئ چې تاسو ور روان يئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى. ۱۳ د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې تباه کړئ او هغوئ له د اشيرې د بُت نښې راوغورزوئ. ۱۴ د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے. ۱۵ د هغه زمکې د خلقو سره چې لوظ ونۀ کړئ، ځکه چې کله هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى او هغوئ ته قربانۍ پېش کوى، نو تاسو له به هم دعوت درکړى چې د هغوئ سره شريک شئ، او تاسو به په آزمېښت کښې پرېوځئ او خوراک به اوخورئ کوم چې هغوئ خپلو معبودانو ته پېش کوى. ۱۶ کېدے شى چې د هغوئ لوڼه تاسو خپلو زامنو ته وادۀ کړئ، نو د هغوئ په وجه به ستاسو زامن نافرمانه شى او د هغوئ به د معبودانو عبادت شروع کړى. ۱۷ د ويلې کړے شوو څيزونو نه معبودان مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ. ۱۸ تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے، د ابيب په مياشت کښې اووۀ ورځې پتيره روټۍ خورئ، ځکه چې دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. ۱۹ هر يو مشر زوئ او هر وړومبے پېدا شوے نر څاروے زما دے، ۲۰ خو تاسو به د هر يو وړومبنى پېدا شوى خر په بدل کښې يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو دا واپس نۀ اخلئ، نو څټ يې مات کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے زوئ به په بيعه اخلئ. هيڅ څوک به زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى. ۲۱ ستاسو سره شپږ ورځې شته چې په هغې کښې خپل کار کولے شئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د يوې او د لَو په وخت هم تاسو په اوومه ورځ آرام کوئ. ۲۲ چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ او په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ. ۲۳ په کال کښې درې ځل ستاسو ټول نران دې زما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک عبادت له راځى. ۲۴ د هغې نه پس چې کله زۀ قومونه ستاسو د مخې نه لرې کړم او ستاسو علاقه زياته کړم، نو د دې درېو اخترونو په دوران کښې به د هيچا دا طمع پېدا نۀ شى چې ستاسو زمکه ونيسى. ۲۵ کله چې تاسو ما ته يو ځناور قربانى کوئ نو خمبيره شوې روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. کوم ځناور چې د فسحې په اختر کښې حلال شوى وى نو د هغې يوه برخه هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ. ۲۶ هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.“ ۲۷ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خبرې وليکه، ځکه چې د دې حُکمونو په بنياد باندې زۀ ستا او د بنى اِسرائيلو سره يو لوظ کوم.“ ۲۸ موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.

د حضرت موسىٰ د سينا غرۀ نه راکوزېدل

۲۹ چې کله موسىٰ د لسو حُکمونو د دوو تختو سره د سينا غرۀ نه راکوز شو، نو د هغۀ مخ ځلېدلو ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ سره خبرې کړې وې، خو هغه ترې نه خبر نۀ وو. ۳۰ هارون او ټولو خلقو موسىٰ ته وکتل او وې ليدل چې د هغۀ مخ ځلېدلو او هغوئ موسىٰ له نزدې ورتلو نه يرېدل. ۳۱ خو موسىٰ هغوئ راوغوښتل، نو هارون او د قوم مشران هغۀ له راغلل او موسىٰ د هغوئ سره خبرې وکړې. ۳۲ د هغې نه پس، ټول بنى اِسرائيل د هغۀ نه راټول شول او موسىٰ هغوئ له هغه ټول حُکمونه ورکړل کوم چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې ورکړى وُو. ۳۳ چې کله موسىٰ د هغوئ سره خبرې ختمې کړې، نو هغۀ په پړده باندې خپل مخ پټ کړو. ۳۴ چې کله هم موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته ننوتلو، نو هغۀ به پړده لرې کوله. او چې هغه به راووتلو، نو بنى اِسرائيلو ته به يې هغه هر څۀ وفرمائيل چې هغۀ له به يې د وئيلو حُکم ورکړے شوے وو، ۳۵ او هغوئ به دا ليدل چې د موسىٰ مخ ځليږى. نو هغۀ به په خپل مخ واپس هغه پړده اچوله تر هغه وخته پورې چې بل ځل به هغه د مالِک خُدائ سره خبرو کولو له تلو.