۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

پينځۀ دېرشم باب

د سبت ورځ دپاره اصُول

۱ بيا موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو به د مالِک خُدائ په دې حُکمونو باندې عمل کوئ. ۲ د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى. ۳ د سبت په ورځ په خپلو کورونو کښې اور هم مۀ بلوئ.“

د مقدسې خېمې دپاره سامان راجمع کېدل

۴ موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د دې حُکم کړے دے چې، ۵ مالِک خُدائ ته يوه نذرانه پېش کړئ. د چا زړۀ چې غواړى نو داسې څيزونه په نذرانه کښې راوړلے شئ لکه سرۀ زر، سپين زر، يا زېړ، ۶ کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه شوې کپړه، ۷ سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګى، ۸ د ډيوو دپاره تېل، او د غوړولو تېلو دپاره د خوشبويۍ مصالحې، ۹ اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په پېش بند او د هغۀ د سينې په جېب ولګولے شى.

د مالِک خُدائ د حضور خېمې دپاره سامان

۱۰ ستاسو ټول کسبګر دې راشى او هغه هر څۀ دې جوړ کړى د کوم چې مالِک خُدائ حُکم درکړے دے، ۱۱ يعنې خېمه، د دې پړده او د دې پاسنۍ پړده، د دې کُنډې، چوکاټونه، د دې درشلې، ستنې او د دې پښې، ۱۲ د لوظ صندوق، د دې بازوګان، د دې د کفارې تخت او هغه پړده چې ورباندې پټيږى، ۱۳ مېز او د هغې ټول سامان، خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ، ۱۴ د رڼا دپاره ډيوټ او د دې ټول سامان، ډيوې سره د تېلو، ۱۵ د خوشبويۍ سوزولو دپاره قربان‌ګاه او د دې بازوګان، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحه، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده، ۱۶ قربان‌ګاه چې په کومه باندې نذرانې سوزولے شى، ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ، ۱۷ د دربار دپاره پړدې، د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده، ۱۸ د خېمې او د دربار د پړدو دپاره موږى او رسۍ، ۱۹ او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شى يعنې د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس چې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى.“

د خلقو نذرانې راوړل

۲۰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم د موسىٰ د حضور نه لاړو، ۲۱ او چې د چا زړۀ هم غوښتل نو هغوئ مالِک خُدائ ته يوه نذرانه راوړه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه شى. هغوئ هغه هر څيز راوړو د کوم چې په عبادت کښې او د اِمامانو دپاره مقدس لِباس جوړولو کښې ضرورت وو. ۲۲ چې د چا زړۀ هم غوښتل، ټولو نرانو او ښځو ښائسته ستنې، والۍ، ګوتې، امېلونه او د هر قِسم د سرو زرو کالى راوړل او مالِک خُدائ ته يې وقف کړل. ۲۳ هر يو کس چې د هغۀ سره کتان وو، د آسمانى رنګ، کاسنى، يا د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه، سره رنګ شوې د ګډو څرمن، يا ښۀ څرمن وه نو رايې وړل. ۲۴ د هر چا هم چې د سپينو زرو يا د زېړو د پېش کولو وس وو نو هغوئ د مالِک خُدائ دپاره خپلې نذرانې راوړې او چې د چا سره د کيکر لرګى وُو چې هغه د څۀ کار دپاره هم استعمالېدلے شو نو رايې وړل. ۲۵ ټولو کسبګرو ښځو د کتان تار او آسمانى رنګه، کاسنى او د وړۍ سور تار راوړلو چې هغوئ په خپله جوړ کړے وو. ۲۶ ټولو کسبګرو ښځو چې د هغوئ زړۀ غوښتل د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه يې هم راوړه. ۲۷ مشرانو اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى راوړل چې په پېش بند او د سينې په جېب يې ولګوى. ۲۸ او مصالحې او د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو تېل او د خوشبويۍ مصالحې يې هم راوړې. ۲۹ ټولو بنى اِسرائيلو، نرانو او ښځو چې د چا زړۀ هم غوښتل مالِک خُدائ ته يې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړې چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.

د حضرت موسىٰ ماهِر کسان مقررول

۳۰ موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د يهوداه د قبيلې بضلى‌اېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے. ۳۱ هغه خُدائ پاک د خپل روح نه ډک کړے دے او هغۀ له يې پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے، ۳۲ د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو ښائسته کار کولو دپاره، ۳۳ د قيمتى کاڼى پرې کولو او تيارولو، د لرګى کار کولو، او د هر قِسم د هُنر کار دپاره. ۳۴ مالِک خُدائ هغۀ له او د دان قبيلې، د اخيسمک زوئ اهلياب له هم دا قابليت ورکړے دے چې خپل د هُنر کارونه نورو ته وښائى. ۳۵ هغۀ هغوئ له په هر قِسم کار کښې مهارت ورکړے دے چې هغوئ د زرګرانو، د ماهِرانو او د کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، او د نورې کپړې د جوړونکى په توګه کار وکړى. هغوئ د هر قِسم کار مهارت لرونکى کاريګران او د نوؤ څيزونو جوړولو اُستاذان دى.