۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت عزرا کِتاب

اوؤم باب

د عزرا يروشلم ته رسېدل

۱ ډېره موده پس، کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو، نو يو سړے وو چې نوم يې عزرا وو. هغۀ خپله شجره نسب مشر اِمام هارون ته ورسوله، چې داسې ده: عزرا د شراياه زوئ وو چې هغه زوئ د عزرياه، زوئ د خِلقياه، ۲ زوئ د سلوم، زوئ د صدوق، زوئ د اخيطوب، ۳ زوئ د امرياه، زوئ د عزرياه، زوئ د مرايوت، ۴ زوئ د زرخياه، زوئ د عُزى، زوئ د بُقى، ۵ زوئ د ابيسوع، زوئ د فينحاس، زوئ د اِلى‌عزر او زوئ د هارون څوک چې مشر اِمام وو. ۶‏-۷ عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو. ۸‏-۹ هغوئ د اولې مياشتې په اوله ورځ د بابل نه روان شول او د خُدائ پاک د مدد سره هغوئ د پينځمې مياشتې په اوله ورځ يروشلم ته ورسېدل. ۱۰ عزرا خپل ژوند دې ته وقف کړے وو چې د مالِک خُدائ په قانون باندې پوهه شى، په هغې عمل وکړى او د دې ټول قانون او اصُول بنى اِسرائيلو ته وښائى.

د ارتخششتا بادشاه عزرا له ورکړے شوے کاغذ

۱۱ ارتخششتا عزرا اِمام او عالِم له دا کاغذ ورکړو، چې هغۀ د هغه قانون او حُکمونه پوره پوهه لرله کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته ورکړى وُو، ۱۲ ”د ارتخششتا بادشاه د طرف نه، عزرا اِمام ته، چې هغه د آسمان د خُدائ پاک د قانون عالِم دے، ډېر سلامونه. او اوس، ۱۳ زۀ دا حُکم کوم چې زما په ټول سلطنت کښې چې کوم بنى اِسرائيليان، اِمامان او ليويان چې د هغوئ زړۀ غواړى چې تا سره يروشلم ته لاړ شى نو لاړ دې شى. ۱۴ زۀ، تا زما د خپلو اووۀ مشيرانو سره لېږم چې په يروشلم او يهوداه کښې حالات معلوم کړئ چې دا پته ولګى چې ستا د خُدائ پاک په قانون باندې څومره ښۀ عمل کيږى، هغه قانون چې تا سره موجود دے. ۱۵ تاسو به د ځان سره د سرو زرو او سپينو زرو هغه نذرانې يوسئ د کومو چې زۀ او زما مشيران د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک له د ورکولو خواهش لرو، هغه خُدائ پاک چې د هغۀ کور په يروشلم کښې دے. ۱۶ تاسو به هغه ټول سرۀ زر او سپين زر هم د ځان سره اوړئ کوم چې تاسو د بابل په ټوله صُوبه کښې راغونډ کړئ او هغه نذرانې به هم اوړئ کومې چې بنى اِسرائيليان او د هغوئ اِمامان په يروشلم کښې د خپل خُدائ پاک کور دپاره ورکوى. ۱۷ تاسو به دا پېسې په احتياط سره خرچ کوئ او غوَيى، ګډان او ګډُورى، غله او مے په بيعه واخلئ او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک د کور په قربان‌ګاه باندې پېش کړئ. ۱۸ کوم سرۀ زر او سپين زر چې پاتې شى نو چې ستا او ستا د خلقو هر څنګه خوښه وى نو هغه شان يې استعمالولے شئ، خو د خُدائ پاک د رضا په مطابق. ۱۹ تاسو به په يروشلم کښې خُدائ پاک ته هغه ټول لوښى پېش کوئ کوم چې د خُدائ پاک د کور د خِدمت د استعمال دپاره درکړے شوى دى. ۲۰ او تاسو ته چې د خُدائ پاک د کور دپاره د بل هر څيز ضرورت وى، نو تاسو هغه د شاهى خزانې نه اخستلے شئ. ۲۱ زۀ د فرات سيند د نمرپرېواتۀ صُوبې د خزانې ټولو آفسرانو له حُکم ورکوم چې هغوئ د عالِم عزرا اِمام دپاره د هغه هر څۀ ښۀ بندوبست وکړى چې هغه يې غواړى، عزرا د آسمان د خُدائ پاک په قانون کښې عالِم دے، ۲۲ د دې حد به د درې زره او څلور سوو کلو سپينو زرو، د لسو زرو کلو غنمو، دوه زره ليټره مے او دوه زره ليټره د زيتُونو تېلو پورې وى او چې داسې څومره د مالګې ضرورت وى. ۲۳ تاسو به خامخا د هغه هر څۀ په بندوبست کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ چې د آسمان خُدائ پاک يې د خپل کور دپاره غوښتنه کوى او پام کوئ چې هغه ما ته او هغه کسانو ته هيڅکله غصه نۀ شى کوم چې زما نه پس بادشاهى کوى. ۲۴ تاسو ته د دې اجازت نشته چې د اِمامانو، ليويانو، موسيقارانو، څوکيدارانو، کاريګرو، يا د بل هر هغه چا نه محصُول، جزيه او پېسې واخلئ چې د چا تعلق د خُدائ پاک د دې کور سره وى. ۲۵ عزرا، تۀ به د هغه حِکمت نه کار اخلې کوم چې ستا خُدائ پاک درکړے دے، تۀ به اِنتظام کوونکى او قاضيان مقرروې چې په هغه ټولو خلقو باندې حکومت کوى چې د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د خُدائ پاک د قانون لاندې ژوند تېروى. تۀ به هغه هر چا ته دا قانون ښائې چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى. ۲۶ کۀ هر څوک هم ستا د خُدائ پاک د قانون يا د بادشاه د قانون نافرمانى کوى، نو هغۀ له به هم په هغه وخت سزا ورکولے شى، چې وژلے به شى، يا به جلاوطن کړے شى، يا به د هغۀ نه جائيداد ضبط کولے شى، يا به قېد کولے شى.“

د عزرا د خُدائ پاک ثناء صِفت کول

۲۷ عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى. ۲۸ د خُدائ پاک په فضل سره په ما باندې بادشاه، د هغۀ مشيران او د هغۀ ټول طاقتور آفسران مهربان شوى دى، مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما له حوصله راکړې ده او زۀ د دې قابل شوے يم چې د بنى اِسرائيلو د ډلو ډېر مشران دې ته جوړ کړم چې زما سره راواپس شى.“