۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت عزرا کِتاب

اتم باب

د جلاوطنۍ نه راواپس شوى خلق

۱ دا د هغه ډلو د مشرانو تفصيل دے کوم چې په بابل کښې جلاوطن وُو او چې هغوئ د عزرا سره په هغه وخت کښې يروشلم ته راواپس شول چې په کوم وخت کښې ارتخششتا بادشاه وُو: ۲‏-۱۴ د فينحاس د قبيلې جيرسوم، د اِتمر د قبيلې دانيال، د داؤد د قبيلې د سکانياه زوئ حطوش، د پرعوس د قبيلې زکرياه، چې د خپلې قبيلې يو نيم سل سړى ورسره وُو. د هغوئ د پلار نيکۀ نسب‌نامه موجود وه. د پخت موآب د قبيلې د زرخياه زوئ اليهوعينى، چې دوه سوه سړى ورسره وُو، د زتُو د قبيلې، د يحزى‌ايل زوئ سکانياه چې درې سوه سړى ورسره وُو، د عدين د قبيلې د يونتن زوئ عبيد، چې پنځوس سړى ورسره وُو، د عيلام د قبيلې د عتلياه زوئ يشعياه، چې اويا سړى ورسره وُو، د سفطياه د قبيلې د ميکائيل زوئ زبدياه، چې اتيا سړى ورسره وُو، د يوآب د قبيلې د يحى‌ايل زوئ عبدياه، چې دوه سوه او اتلس سړى ورسره وُو، د بانى د قبيلې د يوسفياه زوئ سلوميت، چې يو سل او شپېتۀ سړى ورسره وُو، د ببى د قبيلې د ببى زوئ زکرياه، چې اتۀويشت سړى ورسره وُو، د عزجاد د قبيلې د حقاطان زوئ يوحانان، چې يو سل او لس سړى ورسره وُو، د ادونِقام د قبيلې اليفلط، يعى‌ايل او سمعياه، چې شپېتۀ سړى ورسره وُو، هغوئ په وروستو وخت کښې راواپس شول، د بِګوئ د قبيلې عوتى او زکور، چې اويا سړى ورسره وُو.

د عزرا د خُدائ پاک کور دپاره د ليويانو لېږل

۱۵ ما د هغه نِهر سره ټوله ډله راغونډه کړه کوم چې د اهاوا ښار ته بهيږى او مونږ هلته درې ورځې خېمې لګولې وې. ما وليدل چې هلته په ډله کښې اِمامان وُو، خو ليويان نۀ وُو. ۱۶ نو ما دا نهۀ مشران راوغوښتل: اِلى‌عزر، ارى‌ايل، سمعياه، الناتن، يريب، الناتن، ناتن، زکرياه او مسلام او دوه عالمان يويريب او الناتن مې هم راوغوښتل. ۱۷ ما هغوئ په کسيفيا کښې د قبيلې مشر عدو ته ولېږل، چې هغۀ او د هغۀ د قبيلې نه د خُدائ پاک د کور دپاره کاريګر وغواړى او مونږ له داسې خلق راولېږى چې د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت وکړى. ۱۸ د خُدائ پاک په فضل سره هغوئ مونږ له يو تکړه سړے سربياه راولېږلو، چې دے د محلى د قبيلې ليوے وو او اتلس زامن او وروڼه د هغۀ سره راغلل. ۱۹ هغوئ د مرارى قبيلې حسبياه او يشعياه هم د هغوئ د شلو خپلوانو سره راولېږل. ۲۰ د دې نه علاوه د خُدائ پاک د کور دوه سوه او شل داسې خِدمتګاران هم وُو چې داؤد بادشاه او د هغۀ آفسرانو د هغوئ پلار نيکۀ د دې دپاره مقرر کړى وُو چې د ليويانو مدد کوى. او د هغوئ ټولو نومونه ليکلے شوى وُو.

د خلقو روژه نيول

۲۱ هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى. ۲۲ زۀ په دې باندې شرمېدلم چې د بادشاه نه مې يو لښکر او په آسونو سوارۀ فوجيان غوښتى وے چې زمونږ د سفر په دوران کښې د دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړى، ځکه چې ما هغۀ ته وئيلى وُو چې زمونږ خُدائ پاک هغه هر چا له برکت ورکوى چې څوک ورباندې ايمان لرى، خو هر څوک چې د هغۀ نه واوړى نو د هغوئ نه خفه کيږى او سزا ورکوى. ۲۳ نو مونږ روژه ونيوله او خُدائ پاک ته مو سوال وکړو چې زمونږ حِفاظت وکړى او هغۀ زمونږ سوال قبول کړو.

د خُدائ پاک کور دپاره نذرانې

۲۴ د مشرانو اِمامانو نه ما سربياه، حسبياه او لس نور کسان خوښ کړل. ۲۵ بيا ما هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى وتلل کوم چې بادشاه، د هغۀ مشيرانو او د هغۀ آفسرانو او بنى اِسرائيلو د دې دپاره راکړى وُو چې د خُدائ پاک په کور کښې استعمال شى او ما دا اِمامانو له ورکړل. ۲۶‏-۲۷ ما دا څيزونه هغوئ له ورکړل: دوويشت ټنه سپين زر، سل د سپينو زرو لوښى چې د دې ټول وزن اويا کلو وو، درې زره او څلور سوه کلو سرۀ زر، شل د سرو زرو جامونه چې تقريباً اتۀ نيم کلو وُو، دوه د زېړو ښائسته جامونه، چې په قيمت کښې د سرو زرو د جامونو برابر وُو. ۲۸ ما اِمامانو ته ووئيل، ”تاسو مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته وقف او مقدس شوى يئ او داسې هغه ټول سپين زر، سرۀ زر او لوښى هم ستاسو په شان مقدس دى کوم چې هغۀ ته د رضاکارانه نذرانو په توګه راوړلے شوى دى. ۲۹ د مالِک خُدائ کور ته تر رسېدو پورې د دې ښۀ حِفاظت وکړئ. هلته د اِمامانو په کوټه کښې دا وتلئ او د مشرانو اِمامانو او د ليويانو او په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو مشرانو ته يې حواله کړئ.“ ۳۰ نو اِمامانو او ليويانو د هغه سپينو زرو، سرو زرو او د لوښو ذمه وارى واخستله چې په يروشلم کښې يې د مالِک خُدائ کور ته يوسى.

يروشلم ته واپس کېدل

۳۱ دا د اولې مياشتې دولسمه ورځ وه چې مونږ يروشلم ته د تلو دپاره د اهاوا نِهر نه روان شُو. زمونږ خُدائ پاک مل وو او چې مونږ سفر کولو نو مونږ يې د دشمن د حملو نه او د ډاکوانو نه بچ کولو. ۳۲ کله چې مونږ يروشلم ته ورسېدو، نو مونږ درې ورځې آرام وکړو. ۳۳ او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغۀ سره اِلى‌عزر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يشوَع زوئ يوزبد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو. ۳۴ هر يو څيز وشمېرلے شو او تللے شو او په هغه وخت پوره حِساب کِتاب وشو. ۳۵ بيا هغه ټولو خلقو نذرانې راوړې کوم چې د جلاوطنۍ نه راغلى وُو چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شى. هغوئ د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره دولس غوَيى، څلور کم سل ګډان، اووۀ اويا ګډُورى پېش کړل، هغوئ دولس چېلى هم پېش کړل چې خپل ځانونه د ګناه نه پاک کړى. دا ټول ځناور مالِک خُدائ ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شول. ۳۶ هغوئ هغه ليکلے شوے فرمان هم راوخستلو کوم چې بادشاه ورکړے وو او هغه يې حکمرانانو او د نمرپرېواتۀ طرف فرات ته د صُوبې آفسرانو له ورکړو، چې هغوئ بيا د هغه خلقو سره او د خُدائ پاک د کور سره مدد وکړو.