دَ عبرانيانو په نُوم خط

دويم باب

لوئے خلاصُون

۱دَ دے دَ پاره کُومے خبرے چه مُونږ آؤريدلى دى په هغوئ نور هم په زړۀ فکر کول په کار دى، دَ دے دَ پاره چه دَ هغے نه په ښوئيدو لرے لاړ نۀ شُو. ۲ځکه چه کُوم کلام چه دَ فرښتو په معرفت وئيلے شوے وو کله چه هغه قائم پاتے شو اَؤ دَ هرے خطا اَؤ نافرمانئ ټيک ټيک سزا ورکړے شوه، ۳نو بيا دَ دومره لوئے خلاصُون نه په غافل پاتے کيدو مُونږ څنګه بچ کيدے شُو؟ کُوم خلاصُون چه وړُومبے دَ مالِک په وينا وشو اَؤ آؤريدُونکو مُونږ ته ثابت کړو. ۴اَؤ ورسره خُدائے هم په نخښو اَؤ په عجيبه کارُونو اَؤ قِسما قِسم مُعجزو ګواهى ورکوله اَؤ دَ خپلے مرضئ په مُطابق ئے دَ رُوحُ القُدس دَ نعمتُونو په تقسيم کولو ورسره شاهدى وکړه.

دَ خلاصُون بانى

۵خُدائے هغه راتلُونکے جهان دَ کُوم چه مُونږ ذکر کوُو، دَ فرښتو تابع نۀ کړو. ۶بلکه يو ځائے ئے داسے وئيلے دى چه : 

”اِنسان څۀ څيز دے چه تۀ دَ هغۀ خيال کوے؟

دَ هغۀ اَؤلاد څۀ څيز دے چه تۀ په هغۀ نظر ساتے؟

۷تا هم هغه دَ لږ وخت دَ پاره دَ فرښتو نه څۀ لږ کم کړو،

تا په هغۀ دَ جلال اَؤ عزت تاج کيښودو

۸اَؤ تا ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع اَؤ دَ پښو لاندے کړى دى.“

نو بيا چه په کُوم شان هغه ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسے پرے نۀ ښودو چه هغه ئے دَ هغۀ تابع کړے نۀ وى، خو مُونږ تر اوسه ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع نۀ وينُو. ۹البته عيسىٰ ګورُو کُوم چه له فرښتو څۀ لږ کم کړے شو، چه دَ مرګ دَ تکليف دَ زغملو په سبب ورته دَ جلال اَؤ عزت تاج په سر کړے شو چه دَ خُدائے په فضل سره مسيح دَ هر يو سړى دَ پاره مړ شى. ۱۰ځکه چه ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ پاره دى اَؤ چه دَ خُدائے په وسيله ټول څيزُونه دى نو هغۀ له هم دا مُناسب وُو چه هر کله چه ډير زامن په جلال کښے داخل کړى نو دَ هغوئ دَ خلاصُون بانى، يعنے عيسىٰ، دَ تکليفُونو په وسيله کامل کړى.

۱۱ځکه چه پاکوُونکے اَؤ پاکيدُونکے ټول دَ يو اصل نه دى، ځکه خو عيسىٰ هغوئ ته په ورور وئيلو نۀ شرميږى. ۱۲دَ دے دَ پاره هغه فرمائى چه : 

”زَۀ به ستا نُوم خپلو ورُوڼو ته بيان کړم،

په جماعت کښے به ستا حمد ثنا ووايم.“

۱۳اَؤ بيا دا چه : 

”زَۀ به په هغۀ باور ساتم.“

اَؤ بيا دا چه : 

”ګوره! زَۀ دَ هغه بچو سره چه خُدائے ما ته راکړل

موجُود يم.“

۱۴بيا لکه چه دَ هغۀ بچى اِنسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم اِنسان شو دَ دے دَ پاره چه دَ مرګ په وسيله هغه څوک چه په مرګ ئے قُدرت حاصل وو، يعنے اِبليس، تباه کړى، ۱۵اَؤ څوک چه ټول عُمر دَ مرګ دَ ويرے په غُلامئ کښے ګرفتار وُو، هغوئ خلاص کړى. ۱۶ځکه چه په حقيقت کښے هغه دَ فرښتو نه، بلکه دَ اِبراهيم دَ نسل مدد کوى. ۱۷هم دغه وجه ده چه عيسىٰ ته په هر لحاظ دَ خپلو ورُوڼو په شان جوړيدل په کار وُو چه هغه دَ خُدائے په خدمت کولو کښے داسے لوئے کاهن شى چه زړۀ سواندے اَؤ وفادار وى، اَؤ دَ خلقو دَ ګُناهُونو کِفاره ورکړى. ۱۸ځکه چه هغه په خپله وآزمائيلے شو نو هغه دَ هغوئ مدد کولے شى څوک چه آزمائيلے کيږى.