۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ عبرانيانو په نُوم خط

دريم باب

عيسىٰ له مُوسىٰ نه لوئے دے

۱نو اَئے پاکو ورُوڼو! تاسو چه په آسمانى بلنه کښے شريک يئ، په هغه رسُول اَؤ مشر کاهن عيسىٰ غور وکړئ دَ چا چه مُونږ اِقرار کوُو. ۲خُدائے هغه مُقرر کړو اَؤ هغه دَ خُدائے وفادار پاتے شو لکه څنګه چه مُوسىٰ دَ خُدائے په ټول کور کښے وفادار وو. ۳ځکه چه هغه دَ مُوسىٰ نه دومره زيات دَ عزت خاوند وګڼلے شو څومره چه دَ کور جوړوُونکے له کور نه زيات عزتمن وى. ۴ځکه چه دَ هر يو کور څوک نه څوک جوړوونکے وى، خو چا چه ټول څيزُونه جوړ کړل هغه خُدائے دے. ۵مُوسىٰ خو دَ خُدائے په ټول کور کښے دَ خادم په شان ديانتدار وو دَ پاره دَ دے چه دَ راتلُونکو خبرو په باب کښے ګواهى ورکړى. ۶خو مسيح دَ زوى په حيثيت دَ خُدائے دَ کور مُختار دے، اَؤ دَ خُدائے کور مُونږ يو خو په دے شرط چه دَ خپلے زړه ورتيا اَؤ اُميد فخر تر آخره ټينګ قائم وساتُو.

دَ خُدائے دَ خلقو دَ پاره آرام

۷نو بيا لکه چه څنګه رُوحُ القُدس فرمائى : 

”که تاسو نن دَ هغۀ آواز واؤرئ،

۸نو خپل زړُونه مه سختوئ

څنکه چه دَ غُصے راوستو په وخت مو

دَ آزميښت په ورځ په بيابان کښے کړى وُو،

۹چرته چه ستاسو پلارُونو نيکُونو

زما جاج اَؤ آزميښت وکړو

اَؤ څلويښت کاله پورے ئے زما کارُونه وليدل.

۱۰ځکه زَۀ دَ هغے پيړئ نه خفه شوم

اَؤ ما ووئيل چه دَ دوئ زړُونه هميشه ګُمراه کيږى

اَؤ هغوئ زما لارے ونۀ پيژندلے.

۱۱ځکه ما په خپل غضب کښے قسم وخوړلو

چه دوئ به زما په آرام کښے داخليدے نۀ شى.“

۱۲نو ورُوڼو! خبردار شئ، په تاسو کښے دِ دَ چا داسے بد اَؤ بے ايمانه زړۀ نۀ وى چه دَ ژوندى خُدائے نه وګرزى. ۱۳بلکه تر کُومه پورے چه دَ نن ورځ وئيلے کيږى، هره ورځ په خپلو کښے نصيحت کوئ چه په تاسو کښے څوک دَ ګُناه په تيندک خوړلو کښے سخت زړے نۀ شى. ۱۴ځکه چه مُونږ په مسيح کښے شريک شوى يُو خو هله چه په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ قائم پاتے شُو. ۱۵لکه چه صحيفے وائى چه : 

”که تاسو نن دَ هغۀ آواز واؤرئ،

نو خپل زړُونه هغسے مه سختوئ

لکه چه مو دَ غُصے راوستو په وخت کړى وُو.“

۱۶نو کُومو خلقو دَ غږ په آؤريدو غُصه ور وسته؟ آيا هغه ټول نۀ وُو څوک چه دَ مُوسىٰ په وسيله دَ مصر نه وتلى وُو څۀ؟ ۱۷اَؤ هغه دَ کُومو خلقو نه تر څلويښتو کالو پورے خفه وو؟ آيا دَ هغوئ نه نه، چا چه ګُناه وکړه اَؤ دَ هغوئ مړى په بيابان کښے پراتۀ وُو؟ ۱۸اَؤ دَ چا په باب کښے هغۀ قسم وخوړلو چه ”هغوئ به زما په آرام کښے داخليدے نۀ شى؟“ هغه چا چه نافرمانى وکړه. ۱۹غرض دا چه مُونږ وينُو چه هغوئ ځکه داخليدے نۀ شول چه ايمان ئے راوړے نۀ وو.