د اشعیا نبي کتاب

دیارلسم فصل

د بابل سقوط

۱ دا هغه پیغام دی چې د بابل په اړه د خدای له خوا د آموص زوی اشعیا ته ورسېده.

۲ د وچې غونډۍ په سر د جګړې بیرغ ورپوئ! عسکرو ته چیغې ووهئ او خپل لاسونه ورته د اشارې په توګه پورته کړئ چې د ښار د شریفو خلکو په دروازو حمله وکړي. ۳ څښتن خپله خپلو تکړه او ډاډمنو جنګیالیو ته حکم کړی چې وجنګیږي او هغو خلکو ته چې هغه ورباندې په قهر دی، سزا ورکړي.

۴ هغه شورماشور ته غوږ ونیسئ چې په غرونو راپورته شوی دی، د خلکو د لویې ګڼې ګوڼې اوازونو ته، د پاچاهیو او قومونو د خلکو د راغونډېدلو اوازونو ته غوږ ونیسئ. مطلق قادر څښتن خپلې لښکرې د جګړې دپاره تیاروي. ۵ هغوی د لېرې لېرې وطنونو او د نړۍ د بل سر څخه راځي. دا د څښتن وسله ده چې خپل قهر څرګندوي او هغه به ټوله نړۍ ورانه کړي.

۶ ژړا او انګولا کوئ! ځکه چې د څښتن ورځ رانژدې ده، هغه ورځ چې مطلق قادر خدای به ټول له منځه یوسي. ۷ په دې خاطر د هر چا لاسونه به سست شي او د ټولو خلکو زړونه به اوبه شي. ۸ هغوی ټول به سخت ووېریږي او په دردونو به اخته شي، په داسې درد لکه څنګه چې یوې ښځې ته د لنګون په وخت کې پیدا کیږي. هغوی به یو بل ته وګوري او د بدل شویو څېرو په لیدلو سره به حیران او په وېره کې شي. ۹ ګورئ، د څښتن ورځ راروانه ده. هغه بې رحمه او د سختې غوسې او د غضب نه ډکه ورځ ده. ځمکه به ورانه او ټول ګناهکاران به له منځه لاړ شي. ۱۰ په اسمان کې به ستوري رڼا نه ورکوي. کله چې لمر راوخېژي نو هغه به تیاره وي او سپوږمۍ به رڼا نه ورکوي.

۱۱ څښتن وایي: «زه به په نړۍ افت نازل کړم او ټولو بدعمله خلکو ته به د هغوی د ګناهونو په خاطر سزا ورکړم. زه به د خلکو غرور او کبر پای ته ورسوم او هر مغرور او ظالم به ذلیل کړم. ۱۲ ژوندي پاتې شوي خلک به د سوچه سرو زرو او انسانان به د اوفیر د سرو زرو نه لږ وي. ۱۳ په هغه ورځ چې زه مطلق قادر څښتن خپل سخت قهر څرګنده کړم نو اسمانونه به ولړزوم او ځمکه به له خپله ځایه وخوځیږي.

۱۴ کوم پردي خلک چې په بابل کې اوسیږي هغوی به په تېښته خپلو قومونو او وطنونو ته داسې راستانه شي لکه هوسۍ چې له ښکاریانو تښتي یا لکه پسونه چې پرته د شپون نه هرې خواته خواره واره وي. ۱۵ هرڅوک چې ونیول شي هغه به په توره باندې ووژل شي. ۱۶ د هغوی د سترګو په وړاندې به د هغوی ماشومان په وهلو وهلو ووژل شي، د هغوی کورونه به لوټ شي او د هغوی ښځې به بې عزته شي.»

۱۷ څښتن وایي: «ګورئ، زه به زه به د ماد خلک راوپاروم چې په بابل حمله وکړي. هغوی نه د سپینو زرو پروا لري او نه له سرو زرو سره خوشحاله دي. ۱۸ هغوی به په خپلو لیندو او غشو ځوانان ووژني. هغوی به په ماشومانو او حتی په تي رودونکو ماشومانو هم رحم ونه کړي. ۱۹ د ټولو نه ډېره د شان او شوکت نه ډکه د بابل پاچاهي ده چې د هغه ځای اوسېدونکي کلدانیان ورباندې ویاړي. خو زه څښتن به بابل داسې له منځه یوسم لکه څنګه چې سدوم او عموره مې له منځه وړي وو. ۲۰ هلته به نور هېڅکله هېڅوک هم نه اوسیږي. تر راتلونکو نسلونو به دا ځای هېڅکله اباد نه شي. هېڅ کوم عرب به هلته خپله خېمه ونه دروي او نه به کوم شپون هلته خپلې رمې وڅروي. ۲۱ دا به داسې ځای وي چې وحشي حیوانات به په کې اوسیږي او کونګیان به په کې ځالې جوړوي. هلته به شترمرغان اوسیږي او وحشي وزې به د هغو په کنډوالو کې ټوپونه وهي. ۲۲ له برجونو او له ښکلو ماڼیو څخه به یې د لېوانو او سورلنډیانو اوازونه راځي. د بابل د ویجاړۍ وخت رارسېدلی دی او د هغه عمر لنډ دی.»