د اشعیا نبي کتاب

څوارلسم فصل

د جلاوطنۍ څخه راستنېدل

۱ څښتن به یوځل بیا د یعقوب په اولادې باندې رحم وکړي او هغه به بیا اسراییل د خپل قوم په توګه غوره کړي. هغوی به پرېږدي چې بیا خپل وطن اباد کړي او هلته واوسیږي او پردي خلک به راشي او له هغوی سره به په یووالي کې ژوند وکړي. ۲ نور قومونه به له اسراییلیانو سره مرسته وکړي چې هغوی بېرته د څښتن ځمکې ته راستانه شي او هلته به نوموړي قومونه لکه د غلامانو او وینځو په شان د اسراییلو خدمت کوي. کومو خلکو چې یو وخت یې اسراییلیان په اسارت نیولي وو اوس به اسراییلیان په هغو باندې حکومت کوي، چا چې یو وخت په هغوی باندې ظلم کاوه.

د بابل پاچا د مړو په دنیا کې

۳ کله چې څښتن د اسراییلو خلک د هغوی له دردونو، کړاوونو او له هغو سختو کارونو په کولو چې هغوی مجبور وو، وژغوري، ۴ هغه وخت به هغوی د بابل پاچا ته په ملنډو ووایي:

«ګورئ، هغه ظالم پاچا له منځه تللی او ظلم یې پای ته رسېدلی دی! ۵ څښتن د بدکارانو لښته او د حکمرانانو امسا ماته کړې ده، ۶ چا چې به په قهر او غضب سره تل په خلکو باندې ظلم کاوه او د هغو قومونو له ځورولو به یې لاس نه اخیست چې تسلیم شوي وو. ۷ اوس ټوله نړۍ له ارامۍ او سولې خوند اخلي او هر یو د خوشحالۍ سندرې وایي. ۸ حتی د لبنان د سروې او سبر ونې د پاچا په سقوط باندې خوشحالي کوي او وایي: ‹اوس چې ته رانسکور شوی یې، داسې څوک نشته چې مونږ ووهي.›

۹ د مړو دنیا په ډېر احساساتي توګه ستا د راتللو انتظار کوي. د ځمکې د ټولو مشرانو ارواحګانې راپارول کیږي چې ستا هرکلي ته ودریږي. حتی د ټولو پاچاهانو ارواحګانې له خپلو تختونو راپورته کیږي. ۱۰ هغه ټول به تاته ووایي: ‹ته اوس زمونږ په شان کمزوری شوی یې! ته اوس زمونږ په شان یې!› ۱۱ د چنګ په وهلو به ستا درناوی کېده، خو اوس ستا شان او شوکت ستا سره په ګور کې ښخ شوی دی. ته د خوځنده چینجیو په بستره کې پروت او د چینجیو په کمپله کې پټ یې.»

۱۲ ای د بابل پاچا، ای د سهار روښانه ستوریه، ته له اسمان نه څنګه راولوېدلې! تا خو قومونه فتح کول، خو اوس ته په ځمکه راغورځول شوی یې. ۱۳ تا په خپل زړه کې ویل: «اسمان ته به وخېژم او خپل تخت به د خدای د ستورو دپاسه کېږدم. په شمال کې به په هغه غره باندې چې خدایان راټولیږي، کښېنم. ۱۴ د ورېځو دپاسه به وخېژم او د خدای تعالی په شان به شم.» ۱۵ خو د هغې په ځای، ته د مړو د دنیا ډېرې ژورې کندې ته راوړل شوی یې. ۱۶ کله چې مړي تا وویني، هغوی به تاته په ځیر ځیر وګوري، په فکر کې به ډوب شي او پوښتنه به وکړي: «ایا دا هغه سړی نه دی چې ځمکه یې خوځوله او د نړۍ پاچاهان د ده له وېرې لړزېدل؟ ۱۷ ایا دا هم هغه سړی نه دی چې ښارونه یې وران کړل او نړۍ یې په دښته باندې بدله کړه؟ ایا دا هماغه سړی نه دی چې هېڅکله یې خپل اسیران نه ازادول او نه یې پرېښودل چې خپلو کورونو ته لاړ شي؟»

۱۸ د نړۍ ټول پاچاهان د شان او شوکت سره په قبرونو کې پراته دي، ۱۹ خو ته قبر هم نه لرې او ستا مړی لکه د خوسا شوې څانګې په شان لېرې غورځول شوی دی. ستا مړی د هغو عسکرو د مړو لاندې پټ دی چې په جګړې کې وژل شوي او د هغوی سره یوځای د تیږو یوې کندې ته غورځول شوی او تر پښو لاندې کیږي. ۲۰ په دې خاطر چې تا خپل وطن وران کړی او خپل خلک دې وژلي دي، نو ځکه ته به د نورو پاچاهانو په شان ښخ نه شې. ستا بدکار نه به نسل پاتې نه شي او خلک به تا هېڅ وخت یاد نه کړي. ۲۱ پرېږدئ چې وژنه پیل شي! ستا زامن به د خپلو نیکونو د ګناهونو له امله ووژل شي او نور به ونه شي کولای چې په دې نړۍ کې پاچاهي وکړي او یا ښارونه په کې جوړ کړي.

څښتن به بابل وران کړي

۲۲ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «زه به په بابل حمله وکړم او هغه به وران کړم. زه به د بابل نوم، د هغه پاتې شوي خلک او د هغه نسل له منځه یوسم. هېڅوک به ژوندی پاتې نه شي.» ۲۳ مطلق قادر څښتن بیا وایي: «زه به بابل په یوه جبه زاره او زیمناکه ځمکه باندې بدل کړم او کونګیان به په کې اوسیږي. زه به بابل د تباهۍ په جارو باندې جارو کړم.»

د اشور په هکله پیغام

۲۴ مطلق قادر څښتن دا قسم کړی: «ما چې کومه نقشه جوړه کړې هغه به سرته ورسیږي. کومه اراده چې ما کړې ده، هغه به عملي کیږي. ۲۵ زه به په خپل وطن اسراییلو کې اشوریان تباه کړم او هغوی به په خپلو غرونو تر پښو لاندې کړم. زه به خپل خلک د اشوریانو د ظلم له جغه او هغو بارونو چې هغوی یې وړي، وژغورم. ۲۶ د نړۍ دپاره دا زما نقشه ده او ما خپل لاس اوچت کړی دی چې قومونو ته سزا ورکړم.» ۲۷ مطلق قادر څښتن اراده کړې ده، نو څوک یې منع کولې شي؟ هغه د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړی دی، نو څوک یې مخه نیولې شي؟

د فلسطین په هکله پیغام

۲۸ په هغه کال کې چې احاز پاچا مړ شو، دا پیغام د څښتن له خوا نازل شو:

۲۹ ای د فلسطین خلکو، هغه لرګی چې تاسو یې وهلئ، مات شوی دی. خو تاسو په دې باندې مه خوشحالېږئ. لکه څنګه چې هر بوټی ریښه لري، د عادي مار څخه به زهرجن مار پیدا شي. چې لوی شي، هغه به په ښامار بدل شي. ۳۰ مسکینان به ډوډۍ وخوري او محتاج خلک به په امن ځای کې ژوند تېر کړي. خو زه څښتن به په تاسو فلسطینیانو باندې سخته قحطي راولم او زه به ستاسو پاتې شوي ژوندي خلک ووژنم.

۳۱ ای د فلسطین ټولو خلکو! په ښار کې وژاړئ! د ښار په دروازه کې انګولا وکړئ! ای فلسطینیانو، ووېرېږئ! ځکه له شمال څخه د دوړو او خاورو ورېځ راروانه ده - دا داسې لښکر دی چې د هغه په قطارونو کې ډارن عسکر نشته.

۳۲ کوم استازي چې د فلسطین نه مونږ ته راځي هغه ته به څنګه ځواب ورکړو؟ مونږ به هغوی ته ووایو چې څښتن د صهیون بنیاد د دې دپاره ایښی دی چې د هغه کړېدلی قوم به په کې پناه ومومي.