د اشعیا نبي کتاب

پنځلسم فصل

خدای به موآب وران کړي

۱ د موآب په هکله پیغام:

د موآب د عار او قیر ښارونه په یوه شپه کې ورانیږي. ۲ د دیبون خلک غره ته ختلي دي چې په خپلو بتخانو کې وژاړي. د موآب خلک د نبو او میدیبا د ښارونو په خاطر له غمه ژړا او انګولا کوي. هغوی له غمه خپل سرونه او خپلې ږیرې خریلې دي. ۳ خلکو د ویر کالي اغوستي دي او د خپلو کورونو په بامونو او د ښار په چوکونو انګولا کوي او په چیغو چیغو ژاړي. ۴ د حشبون او العاله خلک چیغې وهي او د هغوی ژړاګانې تر یاهص اورېدل کیږي. په دې خاطر د موآب په وسلو سمبال عسکر چیغې وهي او له وېرې نه رپیږي. ۵ زما زړه د موآب دپاره فریاد کوي! خلک د صوغر او عجلت شلیشه ښارونو ته تښتېدلي دي. ځینې خلک په ژړا کې لوحیت ته خېژي او ځینې د حورونایم په لار د خپل هېواد د ورانۍ په خاطر په چیغو چیغو ژاړي. ۶ د نمریم ویاله وچه شوې ده او د هغې په غاړه چې کوم واښه وو، هغه مړاوي شوي دي او هېڅ شین بوټی په کې نه دی پاتې شوی. ۷ په دې خاطر خلک هڅه کوي ترڅو د ولې د ونو د درې نه د خپلې ټولې شتمنۍ سره په تېښته تېر شي. ۸ د موآب په سرحدونو کې په هرځای کې ژړاګانې اورېدل کیږي. حتی دا ژړاګانې او انګولاوې د اجلایم نه تر بیرایلیم پورې هم رسېدلې دي. ۹ په رښتیا د دیبون له ښار سره چې کوم سیند دی هغه په وینو باندې سور شوی دی او زه څښتن به د هغه ځای په خلکو باندې د دې نه ډېر بد مصیبت هم راولم. هو، په موآب کې چې څوک پاتې دي او یا د تښتېدو هڅه کوي، هغوی به په زمریو باندې ووژل شي.