کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د اشعیا نبي کتاب
اته څلوېښتم فصل
سرزوری اسراییل
۱ واورئ ای د یعقوب اولادې
چې یادېږئ په نامه د اسراییلو
ای د یهودا اولادې
تاسو قسم خورئ د څښتن په نامه
او کوئ ذکر او عبادت د اسراییلو د خدای
خو په رښتیا او صداقت سره نه
۲ خو بیاهم ویاړئ په دې
چې اوسېدونکي د سپېڅلي ښار یئ
او تاسو تکیه کوئ د اسراییلو په خدای
چې نوم یې دی مطلق قادر څښتن
۳ څښتن وایي د اسراییلو قوم ته:
ما پېشګویي کړې وه ډېره پخوا
او ما اعلان کړی ؤ چې پېښیږي به څه
بیا مې ناڅاپه عملي کړلې دا
او زما ټولې پېشګویانې شوې رښتیا
۴ ځکه چې زه پوهېدم
چې تاسو څومره یئ سرکښه خلک
او یئ کلک لکه د اوسپنې په شان
او نه نرمېدونکي یئ د برنجو په شان
۵ او ما پېشګویي کړې وه
ستاسو د راتلونکې په هکله له ډېر پخوا نه
اعلان مې کړی ؤ د هغو پېښو چې دي شوي
د دې دپاره چې دعوه ونه کړئ
چې دا هر څه کړي ستاسو بتانو
او شوي ستاسو د فلزي مجسمو په امر
۶ تاسو واورېدلې پېشګویانې زما
اوس یې وګورئ چې پوره شوې ټولې
باید په دې باندې اقرار وکړئ
چې وې سمې پېشګویانې زما
اعلانوم تاسو ته نوي شیان
له دې نه وروسته
څه چې وو پټ له تاسو
او خبر نه وئ له هغو نه تاسو
۷ یوازې اوس منځ ته راوړمه هغه ټول شیان
چې تاسو نه وو اورېدلي تېرو وختونو کې
که اورېدلي وای تاسو چېرې
نو تاسو کړې به دعوه وای
چې مونږ خبر وو له دې
۸ نه، تاسو هېڅ نه دي اورېدلي په دې اړه
او خبر نه یئ هېڅ په دې هکله
ځکه چې زه پوهېدم چې خاینان یئ تاسو
او مشهور وئ د یاغیانو په نوم د مور له ګېډې
۹ خو د خپل نوم په خاطر ډډه کومه
زه له خپلې غوسې
د خپل ثنا او صفت په خاطر زه مخنیوی کوم
د خپلې غوسې او له منځه نه وړم تاسو
۱۰ ګورئ، ما کړئ پاک تاسې
خو نه په شان د سپینو زرو
تاسو مې وازمایلئ د کړاوونو داش کې
۱۱ څه چې کوم هغه کوم زه د خپل ځان په خاطر
یوازې کړم یې د خپل ځان په خاطر
ځکه زه نه پرېږدم چې بېعزتي مې وشي
او زه به ورنه کړم خپل جلال بل چا ته
کوروش د څښتن ټاکل شوی مشر
۱۲ څښتن وایي ای یعقوبه ای اسراییله
ای زما قومه چې راغوښتي یئ ما واورئ
یوازېنی خدای یمه زه
اول او اخر یمه زه
۱۳ هو، ما بنیاد ایښی د ځمکې
خپلو لاسونو باندې
او ما خپاره کړي اسمانونه دي
کله چې زه هغوی راغواړمه
نو راځي او حاضروي ځانونه
۱۴ سره راټول شئ تاسو ټول او واورئ
په خدایانو کې چا وکړه پېشګویي د دغو پېښو؟
د کوم سړي سره چې مینه لرم
هغه ترسره به کړي زما اراده په بابل
او د هغه قدرت به کاندي ړنګه د بابل پاچاهي
۱۵ زه هغه ذات یم چې کوروش ته مې اواز وکړ
او ما راوغوښت هغه
هغه دنده چې ما وسپارله هغه ته
نو بری به یې شي په برخه
۱۶ اوس نژدې راشئ او څه چې وایم
ورته غوږ ونیسئ
ما له پیله په ښکاره خبرې کړې
او له شروع نه مې لاس درلود
په ټولو پېښو کې
اوس زه څښتن تعالی د خپل روح سره رالېږلی یم.
د خپل قوم دپاره د څښتن پلان
۱۷ سپېڅلی خدای د اسراییلو
هغه څښتن چې دی ژغورونکی ستاسو
داسې وایي:
زه څښتن خدای یم ستاسو
زه هغه ذات یمه چې غواړم
درکړم تاسو ته تعلیم چې وي په ګټه ستاسو
او درته ښایم هغه لاره چې پرې لاړ شئ تاسو
۱۸ کاشکې مو پام کړی وای زما حکمونو ته
نو بیا به د سیند په شان جاري وای ستاسو سوله
او بری به راروان وای ستاسو خواته
د بحیرې د څپو په شان
۱۹ لکه د شګو په شان به وای
بېشمېره اولاده ستاسو
او پرېښودلئ مې نه چې تاسو خپله
او یا نوم ستاسو له منځه لاړ شي
۲۰ وځئ بابل نه او وتښتئ
ټوله نړۍ کې کړئ اعلان دا زېری
د خوشحالۍ په چیغو
او ووایئ څښتن وژغوره
خپل خدمتګار یعقوب
۲۱ په وچه دښته کې چې
روان کړی ؤ څښتن خپل قوم
پرېنښودل چې تږي شي هغوی
څښتن د ګټ څخه جارې کړلې اوبه هغوی ته
هغه سوری کړلو ګټ او وبهېدلې اوبه ورڅخه
۲۲ څښتن وایي ارامي نشته بدعملو ته