کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د اشعیا نبي کتاب
نهه څلوېښتم فصل
د څښتن خدمتګار او د قومونو رڼا
۱ ای د لېرې هېوادونو خلکو، ونیسئ غوږ ما ته!
ای هغو خلکو چې اوسېږئ لېرې
وکړئ پام زما خبرو ته
زه څښتن خدای وم غوره کړی
زېږېدو نه مخکې
او زه یې وټاکلم د خپل خادم په توګه
د مور له ګېډۍ څخه
۲ هغه تېره کړه زما ژبه لکه د تورې په شان
او زه یې پټ کړم د خپل لاس د سیوري لاندې
زه یې تېره کړم لکه د غشي په شان
او پټ یې وساتلم د خپلو غشو په کڅوړه کې
۳ ما ته وویل هغه، ته اسراییل یې خدمتګار زما
او ته به سبب شې د دې چې زه وښایمه خپله لویي
۴ خو ما وویل له ځانه سره:
ما وویست زیار خو ؤ بېګټې هغه
ولګاوه ما خپل ټول قوت بېځایه
خو بیاهم لرم باور په څښتن چې دفاع وکړي زما
زه یم ډاډه چې هغه به راته اجر راکړي
۵ څښتن زه جوړ کړمه د مور خېټه کې
چې خدمتګار شم د هغه
ترڅو راولم زه د هغه خواته بېرته قوم د یعقوب
او سره راټول کړم د اسراییلو خواره واره خلک
لرم عزت زه د څښتن نظر کې
او ما ته یې قوت راکړی ۶ هغه ما ته وویل:
دا کافي نه ده ای خدمتګاره زما
چې ته یوازې خدمتګار اوسې زما
چې قبیلې کړې ځای په ځای د یعقوب
او بېرته راولې د اسراییلو ژوندي پاتې خلک
بلکې تا نه به جوړه کړم رڼا د قومو دپاره
ترڅو ورسي خلاصون زما ټولې نړۍ ته
۷ چې کتل کیږي چا ته په سپکه سترګه
د هغه چا نه چې قومونه کوي کرکه
هغه څوک چې غلام شوی د حاکمانو له خوا
ژغورونکی او سپېڅلی خدای د اسراییلو
هغه ته داسې وایي
پاچاهان چې کله وګوري تا
تا ته به پاڅیږي د درناوي په خاطر
شاهزادګان چې کله وګوري تا
تا ته ټیټیږي به د درناوي په خاطر
ځکه څښتن دی وفادار او غوره کړی یې ته
سپېڅلي خدای د اسراییلو
د اورشلیم بیاجوړونه
۸ څښتن داسې وایي:
په سم وخت کې چې د ژغورنې ورځ ده
زه به واورمه ستا چیغې د کومک دپاره
زه به وکړمه ساتنه او ملاتړ ستا
او لوظ به وکړم زه د خلکو سره
په وسیله د ستا
ته یوځل بیا به کړې اباده هغه ځمکه
او هغه به ووېشې چې اوس پرته ده
ورانه او ویجاړه
۹ ته به ووایې بندیانو ته چې راوځئ او ازاد شئ
او چې په تیارو کې دي څوک هغوی ته وبه وایې
تاسو راووځئ رڼا ته
هغوی به وڅري لکه پسونو په شان د لارو څنګ کې
او کړي پیدا به خواړه په ټولو وچو او شاړو
غونډیو باندې
۱۰ هغوی به نه شي هېڅ وخت وږي تږي
نه به لمر او نه سوځوونکی باد
هغوی ته ورسوي زیان
ځکه هغوی ته کیږي لارښوونه به
د هغه چا له خوا
چې خواخوږی لري هغوی سره
او هغه به بیایي هغوی د اوبو چینو ته
۱۱ د غرونو منځ کې به زه جوړه کړمه لاره
او خپلو خلکو ته تیارې به کړم لویې لارې
۱۲ ګورئ، خلک به راشي زما د لېرې ځایه څخه
ځینې به راشي له شماله او ځینې له لوېدیځه څخه
او ځینې جنوب کې له اسوان څخه
۱۳ ای اسمانونو ووایئ د خوشحالۍ سندرې
ای ځمکې خوشحاله اوسه
او ای غرونو ووایئ د خوشحالۍ سندرې
ځکه ورکړې تسلي ده خپل قوم ته څښتن
او رحم به وکړي هغه په خپلو کړېدلو خلکو
۱۴ خو صهیون وویل
زه یم پریښی څښتن
زه یم هېر کړی څښتن
۱۵ نو په ځواب کې وویل څښتن
ایا یوه مور شي هېرولی خپل تی رودونکی ماشوم؟
ایا کولای شي چې ونه کړي مینه هغه ماشوم سره
چې زېږولی یې وي؟
که بیاهم یوه مور هېر کړي خپل ماشوم
خو زه به هېڅکله هېر نه کړمه تا
۱۶ ای اورشلیمه، تا هېڅکله هېرولی نه شم
ما ستا تصویر ایستلی خپلو لاسونو په ورغویو باندې
تل په فکر کې یم ستا د دېوالونو
۱۷ څوک چې تا بیا جوړوي
هغوی به زر راشي
خو هغو خلکو چې وران کړی یې ته
ستا نه به ووځي دوی
۱۸ وګوره شاوخوا ته
او نظر وکړه چې څه کیږي
ستا ټول خلک راټولیږي
او دي راروان ستا خواته
قسم خورم زه په خپل ذات باندې
ته به ویاړ وکړې په خپلو خلکو باندې
داسې ویاړ چې کوي یې ناوې خپلو ګاڼو باندې
۱۹ په رښتیا ستا وطن ؤ وران او ویجاړ شوی
خو هغه به ډک شي اوس د خلکو څخه
او ډېر وړوکی او وي به تنګ
د هغو خلکو اوسېدو دپاره
هغه خلک چې بدل کړی یې ته په کنډوالو باندې
ستا نه به لېرې شي
۲۰ جلاوطنۍ کې چې زېږېدلي ستا کوم خلک
یو وخت به ووایي هغوی تا ته
دا ځای وړوکی او ډېر تنګ دی زمونږ دپاره
د اوسېدو دپاره راکړه مونږ ته نوره پراخه ځمکه
۲۱ بیا به پوښتنه وکړې ته د خپله ځانه څخه
چا راوړي دومره اولادونه دې نړۍ ته ما ته؟
ما خو له لاسه دي ورکړي اولادونه خپل
او نه مې کیږي اولادونه نور
جلاوطنه شول او وشړل شول زما پاتې
ژوندي خلک
بیا چا وروزل دا ماشومان؟
زه خو یوازې پاتې شوی ومه
له کومه ځایه راغلل دا ماشومان؟
۲۲ څښتن تعالی داسې وایي:
ګوره، زه به وکړم اشاره پردي قومونو ته
او زه به هغوی ته خپل بیرغ پورته کړم
هغوی به راوړي ستا زامن په غېږ کې
او ستا لوڼې خپلو اوږو باندې
۲۳ داسې به وي پاچاهان ستا دپاره
لکه پلرونو په شان
او ملکې لکه د میندو په شان
هغوی به ټیټ شي ستا په وړاندې
او څټي به خاورې ستا د پښو
نو بیا به پوه شې ته چې زه څښتن یم
څوک چې په تمه وي زما کومک ته
ناهیلی کیږي به نه
۲۴ ایا کولای شي څوک
چې غنیمت د جګړې واخلي له جنګیالي نه؟
او یا څوک شي خلاصولی اسیران
د کوم ظالم حکمران له لاسه؟
۲۵ خو څښتن داسې وایي:
حتی خلاص به اسیران شي د جنګیالي له لاسه
او د ظالم حکمران څخه به ونیول شي
د غنیمت مالونه
هرڅوک چې کړي جګړه له تا سره
د هغوی سره به وجنګېږم زه
او اولادونه به ستا وژغورمه زه
۲۶ په دښمنانو به دې وخورم
د یو او بل د بدن غوښې
د یو او بل د وینو په څښلو به
داسې نشه شي هغوی
د شرابو د نشې په شان
بیا به پوه شي ټول انسانان
چې زه څښتن یمه ژغورونکی ستا
او د یعقوب زورور خدای یمه چې ازادومه تا