کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د اشعیا نبي کتاب
پنځوسم فصل
۱ څښتن داسې وایي:
ایا فکر کوئ چې ما داسې یئ شړلي
لکه څوک چې کړي طلاقه خپله ښځه؟
نو بیا طلاقنامه ده چېرته؟
ایا فکر کوئ چې ما خرڅ کړي یئ د غلامانو په شان
لکه څوک چې خرڅوي خپل اولادونه غلامانو په شان؟
نه، په سبب د ګناهونو خپلو یئ خرڅ شوي تاسو
په سبب د سرغړونو خپلو یئ شړل شوي تاسو
۲ چې کله راغلم ستاسو ژغورنې ته زه
ولې تاسو کوم غبرګون ونه ښود؟
کله چې تاسو ما راوغوښتلئ
ولې رانه کړلو ځواب تاسو؟
ایا دومره کمزوری یم زه
چې تاسو بېرته اخیستلی نه شم؟
ګورئ، زه وچومه بحیره په یو امر باندې
او بدلوم سیندونه زه په دښته باندې
ترڅو ماهیان مړه شي له تندې څخه
او بد بوی د هغوی خپور شي هرې خواته
۳ زه پوښلی شم اسمان د ویر په ټوکر
او تیاره کولای شم هغه
د څښتن د خدمتګار اطاعت
۴ څښتن تعالی دي رازده کړي ما ته
چې د دې وړ شم چې ورزده یې کړمه نورو ته
ترڅو قوي کړمه ستومانه خلک
هر سهار راویښوي هغه ما
چې غوږ ونیسم د هغه تعلیم ته
د زده کوونکي په شان
۵ څښتن تعالی زما غوږونه خلاص کړل
ما نه ده کړې سرکښي له هغه
زه ګرځېدلی نه یم د هغه له لارې څخه
۶ چا چې وهلم زه
ما کړله لوڅه خپله ملا هغه ته
زما ږیره چې هغوی کله شکوله
ما وړاندې کړ خپل مخ هغوی ته
هغوی چې کله سپکولم زه
او زما مخ ته یې توکولې لاړې
ما ترې وانه اړوه خپل مخ
۷ څښتن تعالی دی مرستندوی زما
نو ما ته نه شي رسولی ضرر سپکاوی د هغوی
او ټینګ ولاړ یمه په خپله اراده باندې
په دې پوهېږم چې شرمنده به نه شم
۸ ځکه چې خدای نژدې دی
او بېګناهي به کړي ثابته زما
څوک کولای شي جرات چې په ما تور ولګوي؟
راځئ چې لاړ شو محکمې ته
څوک مدعي دی زما؟
مخامخ دې شي هغه راسره
۹ زما دفاع کوي څښتن تعالی په خپله
نو بیا کولای شي څوک
چې ما مجرم ثابت کړي؟
ورک به شي ټول زما مدعیان
د زړو کالیو په شان
لکه چینجو چې وي خوړلي
۱۰ ای تاسو ټول چې وېرېږئ له څښتنه
او په خبرو د هغه د خدمتګار کوئ عمل
په کومه لاره چې روان یې تاسو
هېڅ رڼا نه لیدل کیږي
خو په څښتن باندې وکړئ توکل
او په خپل خدای باندې باور ولرئ
۱۱ خو تاسو ټول چې اور بلوئ
او سمبالوئ ځانونه په مشعلونو باندې
د دې اور د شغلو رڼا کې تېر کړئ خپل ژوند
خو په سخت عذاب کې به شئ مړه زما له لاسه