د ارمیا نبي کتاب

پنځلسم فصل

د یهودا د خلکو بد قسمت

۱ بیا څښتن ما ته وویل: «که موسی او سموییل هم دلته ولاړ وای او د دې خلکو دپاره یې ما ته سوال کړی وای، نو ما به په دې خلکو باندې رحم نه وای کړی. هغوی مجبور کړه چې لاړ شي او زما د مخې نه یې لېرې کړه. ۲ کله چې هغوی درڅخه پوښتنه وکړي چې مونږ چېرته لاړ شو، نو ورته ووایه چې څښتن داسې ویلي دي:

د چا قسمت کې چې وي مرګ په ناروغیو باندې

نو دوی به مړه شي ناروغیو باندې

د چا قسمت کې چې وي مرګ په جنګ کې

نو دوی به مړه شي جنګ کې

د چا قسمت کې چې وي مرګ د لوږې

نو شي به مړه له لوږې

چې وي قسمت کې اسارت د چا

هغوی به بوتلل شي د اسیرانو په شان

۳ ما څښتن دا پرېکړه کړې ده چې په هغوی باندې به څلور ډوله تباهۍ راشي. هغوی به په جنګ کې مړه شي، د هغوی مړي به سپي راکاږي، مرغان به یې خوري او څه چې پاتې کیږي، نو هغه به ځنګلي حیوانات وخوري. ۴ د یهودا پاچا د حزقیا زوی منسي چې په اورشلیم کې کوم کارونه کړي وو، نو زه به د هغه په خاطر د اورشلیم خلکو ته د سزا په ورکولو سره د نړۍ ټول خلک ډېر ووېروم.»

۵ څښتن داسې وایي:

ای د اورشلیم خلکو، څوک به رحم وکړي

تاسو باندې

او خفه به شي څوک تاسو باندې؟

څوک به ځان کړي په تکلیف

چې پوښتنه وکړي ستاسو د حال؟

۶ تاسو خلکو زه پریښی یمه

تاسو شا ده اړولې ما ته

نو ما اوږد کړ خپل لاس د دې دپاره

چې کړم نابود تاسو

نه شم کولای نور په تاسو رحم

۷ د وطن په هر یو ښار کې

غورځولي یئ ما باد ته

لکه د بوسو په شان

ما تباه کړي یئ ای قومه زما

ما دي وژلي اولادونه ستاسو

ځکه ونه ګرځېدئ له خپلو بدو لارو

۸ ستاسو وطن کې زیاتې کړې کونډې ما

له هغو شګو څخه چې وي د سیند په غاړه

ما ووژل ستاسو ځوانان د ځلمیتوب په وخت کې

او وکړولې ما د هغوی میندې

یوناڅاپي مې په هغوی باندې

راوست درد او وېره

۹ کومې مور چې دي ورکړي اووه بچي له لاسه

بې‌هوشه شوې هغه په سختۍ ساه وباسي

رڼا ورځ ده تیاره شوې په هغې باندې

ده مخ شوې هغه د رسوایۍ او د شرم سره

ستاسو نه څوک چې پاتې شوي ژوندي

هغه به ووژنم زه د دښمن په لاسو

داسې ویلي دي ما څښتن

ارمیا څښتن ته شکایت کوي

۱۰ زه څومره بدبخته انسان یم! زه مې ولې مور دې دنیا ته راوړی یم؟ په دې وطن کې هرڅوک زما سره مخالف دی او شخړه راسره کوي. نه مې چا ته پیسې په پور ورکړې او نه مې د چا نه پور اخیستی دی، خو بیاهم هرڅوک په ما باندې لعنت وایي.

۱۱ څښتن ما ته وویل: «زه به تا د یو ښه مقصد دپاره وژغورم، ترڅو ستا دښمنان هم د سختۍ په وخت کې ستا مرستې ته محتاج شي. ۱۲ ستاسو دښمنان چې د شمال له خوا راځي لکه د اوسپنې او برنجو په شان دي چې هېڅوک نه شي کولای هغه مات کړي.

۱۳ د دې په خاطر چې زه خپل قوم ته د هغوی د ګناهونو له امله چې په ټول وطن کې یې کړي دي سزا ورکړم، نو زه به دښمنان ورولېږم چې د هغوی مال او دولت او خزانې د غنیمت په توګه یوسي. ۱۴ زه به هغوی دې ته مجبور کړم چې په داسې وطن کې چې د هغه په هکله ورته هېڅ معلومات نشته د خپلو دښمنانو خدمت وکړي، ځکه زما د قهر اور بل شوی دی او د هغه لمبې به تل هغوی وسوځوي.»

۱۵ بیا ما وویل: «ای څښتنه، ته خپله پوهېږې. ما در په یاد کړه او مرسته راسره وکړه او د هغو خلکو نه چې ما ځوروي، بدل واخله. هغوی ته دومره صبر مه کوه چې زما په وژلو باندې بریالي شي. دا په یاد ساته چې همدا ستا په خاطر زما سپکاوی شوی دی. ۱۶ تا زما سره خبرې کولې او ما ستا هرې خبرې ته غوږ نیولی ؤ. زه ستا یم ای مطلق قادر څښتنه او ستا خبرو زما زړه د خوښۍ او خوشحالۍ نه ډک کړ. ۱۷ ما خپل وخت د نورو خلکو سره چې خنداګانې او ساعت تېري کوي، نه دی تېر کړی. څرنګه چې ما ستا په حکمونو باندې عمل کاوه، نو زه به یوازې پاتې وم او په هغو خلکو به په قهر وم. ۱۸ زه ولې تل کړېږم؟ زما د زخمونو علاج ولې نشته؟ هغه ولې نه رغیږي؟ ته غواړې چې ما داسې نا‌هیلی کړې، لکه څوک چې د یوې داسې ویالې د اوبو په هیله وي چې په اوړي کې وچیږي؟»

۱۹ څښتن په ځواب کې وویل: «که چېرې بېرته ما ته راوګرځې، نو زه به دې قبول کړم او ته به بیا زما خدمتګار اوسې. که چېرې د بې‌معنی خبرو په ځای زما قیمتي پیغام خپور کړې، نو ته به بیا زما پیغمبر اوسې. خلک به خپله تا ته راځي او دې ته به اړتیا نه وي چې ته هغوی ته ورشې. ۲۰ زه به د دې خلکو په وړاندې ستا نه لکه د برنجو په شان یو قوي دېوال جوړ کړم. هغوی به ستا سره جنګ کوي، خو تا ته به ماتې نه شي درکولای. زه به درسره مل یم چې ساتنه دې وکړم او تا وژغورم. ۲۱ زه به تا د بدکارو او ظالمو خلکو د زور نه خلاصوم. ما څښتن داسې ویلي دي.»