کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
شپاړسم فصل
د ارمیا د ژوند دپاره د څښتن اراده
۱ څښتن ما ته وویل: ۲ «ته باید په دې ځای کې واده ونه کړې او نه باید په کې د اولادونو خاوند شې. ۳ ځکه زه څښتن د هغو ماشومانو په اړه چې په دې ځای کې نړۍ ته راځي او د هغو د میندو او پلرونو په هکله داسې وایم: ۴ ‹هغوی به د خطرناکو ناروغیو له امله مړه شي او هېڅوک به په هغوی باندې ویر ونه کړي او نه به یې څوک ښخ کړي. د هغوی مړي به د خوشایو په شان په ځمکه باندې پراته وي. هغوی به یا په جنګ کې ووژل شي او یا به د لوږې له لاسه مړه شي او د هغوی مړي به د مرغانو او وحشي حیواناتو خوراک شي.›»
۵ څښتن داسې وایي: «په کوم کور کې چې ویر وي، هلته مه ورننوځه. په هېچا باندې خفګان مه کوه او د چا سره خواخوږي مه کوه. زه نور خپلو خلکو ته برکت نه ورکوم چې ارام اوسي او نه ورسره مینه کوم او نه ورباندې رحم کوم. ۶ شتمن او غریبان به دواړه په دې وطن کې مړه شي، خو څوک به یې ښخ نه کړي او نه به ورباندې څوک ویر وکړي. نه به څوک له خفګانه خپل ځان زخمي کړي او نه به خپل سر وخرایي. ۷ هېڅوک به د تسلۍ ورکولو دپاره ویر کوونکي ته خوراک او څښاک ورنه کړي، حتی که د هغوی پلار او مور هم مړه شوي وي. ۸ په کوم کور کې چې مېلمستیا جوړه شوې وي، هلته مه ورننوځه او هلته د هغوی سره د خوړلو او څښلو دپاره مه کښېنه، ۹ ځکه زه مطلق قادر څښتن، د اسراییلو خدای درته داسې وایم: ‹د دې ځای خلک به په خپل ژوندون کې دا وویني چې زه به د خوشحالۍ اوازونه او د ودونو په مېلو کې د ناوې او زوم د خوشحالۍ اوازونه بند کړم.
۱۰ کله چې ته خلکو ته دا ټول شیان ووایې، نو هغوی به درڅخه پوښتنه وکړي چې څښتن ولې دا پرېکړه کړې ده چې په مونږ باندې دومره لوی مصیبت نازل کړي؟ مونږ کوم جرم کړی دی او د خپل څښتن خدای په وړاندې مونږ کومه ګناه کړې ده؟› ۱۱ نو بیا ته هغوی ته په ځواب کې ووایه چې څښتن ویلي دي: ‹ستاسو نیکونو زه پریښی یم او د نورو خدایانو عبادت او خدمت یې کړی دی. هغوی زه پریښی یم او زما په قوانینو باندې یې عمل نه دی کړی. ۱۲ خو تاسو د خپلو نیکونو نه هم ډېر بد کارونه کړي دي. تاسو ټول سرتمبه او بد خلک یئ او زما اطاعت نه کوئ. ۱۳ نو زه به تاسو د دې وطن نه یو داسې وطن ته وشړم چې نه تاسو او نه ستاسو نیکونو کله پېژانده. په هغه ځای کې به تاسو شپه او ورځ د نورو خدایانو خدمت کوئ او په تاسو باندې به هېڅ رحم ونه کړم.›»
د جلاوطنۍ نه راستنېدل
۱۴ څښتن داسې وایي: «هغه وخت راروان دی چې خلک به نور زما یعنې د هغه ژوندي څښتن په نوم چې د اسراییلو قوم یې له مصر نه راوویست، قسم ونه خوري. ۱۵ د دې په ځای به هغوی د هغه ژوندي خدای په نوم قسم وخوري چې د اسراییلو قوم یې په شمال کې د یو وطن نه او هغو نورو هېوادنو نه راوویستل چې هغوی یې هلته شړلي وو. هغوی به بېرته خپل وطن ته چې د هغوی نیکونو ته مې ورکړی ؤ، راولم.»
راتلونکې سزا
۱۶ څښتن داسې وایي: «زه ډېر ماهيګیران لېږم چې دا خلک لکه د ماهیانو په شان ونیسي. بیا به زه ډېر ښکاریان راوغواړم چې هغوی په هر غر او هرې غونډۍ باندې او په غارونو کې د ګټانو په درزونو کې ښکار کړي. ۱۷ ځکه هغوی چې هر څه کوي، زه یې وینم. زما څخه یو شی هم پټ نه دی او د هغوی ګناهونه زما له نظره پټېدلی نه شي. ۱۸ خو زه به هغوی ته د خپلو ګناهونو په سبب دوه چنده سزا ورکړم، ځکه چې هغوی زما وطن په کرغېړنو بتانو باندې چې ساه په کې نشته، ناپاکه کړی دی او هغه یې د کرکې وړ شیانو نه ډک کړی دی.»
د ارمیا دعا
۱۹ ای څښتنه، ته هغه ذات یې چې زما قوت او قوي کلا یې او د سختۍ په وخت کې زما د پناه ځای یې. د نړۍ د لېرې سیمو نه به قومونه ستا حضور ته راځي او وایي به: «زمونږ د نیکونو سره د غلطو خدایانو نه پرته بل هېڅ نه وو، د هغوی سره پرته له بېارزښته بتانو څخه بل هېڅ هم نه وو. ۲۰ ایا انسانان کولای شي چې د خپلو ځانونو دپاره خدایان جوړ کړي؟ هو، خو هغه رښتیني خدایان نه دي.»
۲۱ څښتن وایي: «نو زه به اوس قومونو ته خپل قدرت او خپل زور وښایم، بیا به هغوی په دې پوه شي چې زما نوم څښتن دی.»