د ارمیا نبي کتاب

دري دېرشم فصل

د وطن د ابادولو دپاره یوه بله وعده

۱ په هغه وخت کې چې زه لا د ماڼۍ د ساتونکو په حویلۍ کې بندي وم، یوځل بیا ما ته د څښتن پیغام راغی. ۲ هغه څښتن چې ځمکه یې جوړه کړه، هغې ته یې شکل ورکړ او په خپل ځای کې یې ودروله، هغه ذات چې نوم یې څښتن دی، ما ته وویل: ۳ «زما څخه پوښتنه وکړه، نو زه به ځواب درکړم او تا ته به د هغو لویو او پټو رازونو په هکله خبرې وکړم چې تاسو ورباندې نه پوهېږئ. ۴ زه څښتن، د اسراییلو خدای داسې وایم چې د اورشلیم خلکو د ښار کورونه او شاهي ماڼۍ راغورځولې ده، ترڅو د هغو د موادو څخه د ښار دېوالونه ټینګ کړي او وکولای شي د دښمن د کلابندۍ د خاورو د ډېریو او د حملې په وړاندې مقابله وکړي. ۵ د ښار دفاع کوونکي به دباندې ووځي او د بابلیانو سره به وجنګیږي او کورونه به د هغو خلکو د مړو نه ډک کړي چې زه یې د خپل قهر او غضب له مخې وژنم. زه د دې ښار څخه خپل مخ اړوم، ځکه چې د دې ښار خلکو ډېر بد کارونه کړي دي. ۶ خو زه به دا ښار بېرته جوړ کړم او د هغه خلکو ته به شفا ورکړم. زه به هغوی د زیاتې نېکمرغۍ او امن څخه برخمن کړم. ۷ زه به یهودا او اسراییل بیا نېکمرغه کړم او هغوی به بیا داسې ودان کړم، لکه څنګه چې مخکې وو. ۸ هغوی به د هغو ګناهونو څخه چې زما په وړاندې یې کړي دي، پاک کړم او د هغوی ګناهونه او سرکښي به وبخښم. ۹ اورشلیم به زما دپاره د خوشحالۍ، عزت او ویاړ سرچینه وي. کله چې د نړۍ هر قوم د هغو ښو کارونو نه خبر شي چې زه یې د اورشلیم د خلکو دپاره کوم او هغه ښار ته نېکمرغي راولم، نو هغوی به له وېرې نه ورپیږي.»

۱۰ څښتن داسې وویل: «خلک وایي چې دا ځای د دښتې په شان دی چې نه په کې انسانان اوسیږي او نه حیوانات. هغوی رښتیا وایي چې د یهودا ښارونه او د اورشلیم کوڅې خالي دي. نه په کې انسانان شته او نه حیوانات. خو په دې ځایونو کې به تاسو یوځل بیا ۱۱ د خوشحالۍ او خوښۍ اوازونه او د ودونو په مېلو کې د ناوې او زوم اوازونه واورئ. تاسو به د خلکو سندرې چې زما په کور کې یې د شکرانې د نذرانو د راوړلو په وخت کې وایي، واورئ:

شکر ادا کړئ د مطلق قادر څښتن

ځکه چې نېک دی هغه

ده ابدي د هغه مینه

زه به دا وطن داسې نېکمرغه کړم، لکه څنګه چې مخکې ؤ.» ما څښتن داسې ویلي دي.

۱۲ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «دا وطن چې اوس د یوې دښتې په شان دی او هېڅ انسان او حیوان په کې نه اوسیږي، یوځل بیا به د څړځایونو خاوند شي چې شپانه به په کې خپلې رمې څروي. ۱۳ د غرنیو سیمو په ښارګوټو، د غرونو د لمنو په ښارګوټو، د یهودا د جنوبي برخو په ښارګوټو کې، د بنیامین په سیمه کې، د اورشلیم په شاوخوا کلیو او د یهودا په ښارګوټو کې به شپانه یوځل بیا خپل پسونه وشمېري.» ما څښتن داسې ویلي دي.

د داود سره د څښتن تلپاتې لوظ

۱۴ څښتن داسې وویل: «هغه وخت راتلونکی دی چې زه به خپله وعده چې د اسراییلو او یهودا د خلکو سره مې کړې ده، پوره کړم. ۱۵ په هغه وخت کې به زه د داود د اولادې څخه یو عادل پاچا وټاکم او هغه به د یوې ونې د څانګې په شان راشین شي. دا پاچا به په ټول وطن کې د عدل او انصاف له مخې کارونه وکړي. ۱۶ د یهودا او اورشلیم خلک به وژغورل شي او هغوی به په سوله او ارامۍ کې ژوند کوي. دا ښار به د ‹څښتن زمونږ عدالت دی› په نوم یادیږي. ۱۷ زه څښتن دا وعده کوم چې د داود د اولادې نه به تل یو کس د اسراییلو پاچا وي ۱۸ او کاهنان به تل د لاویانو د قبیلې څخه وي چې زما خدمت وکړي او ما ته سوځېدونکې قربانۍ، د غلو دانو نذرانې او نورې قربانۍ وړاندې کړي.»

۱۹ څښتن ما ته وویل: ۲۰ «ما لوظ کړی دی چې شپه او ورځ به په خپل ټاکلي وخت کې راځي او دا لوظ به هېڅکله نه ماتیږي. ۲۱ په همدې ډول ما د خپل خدمتګار داود سره لوظ کړی دی چې د هغه د اولادې نه به تل یو کس پاچا وي او د لاویانو د قبیلې د کاهنانو سره مې لوظ کړی دی چې هغوی به تل زما خدمت کوي او دغه لوظونه به هېڅکله نه ماتیږي. ۲۲ زه به د داود د اولادې او د لاوي د قبیلې د کاهنانو شمېر دومره زیات کړم چې د اسمان د ستورو او د بحیرې د شګو په شان به د هغو شمېرل ناشوني وي.»

۲۳ څښتن ما ته بیا وویل: ۲۴ «ایا دې ته دې پام کړی دی چې خلک وایي چې ما د اسراییلو او یهودا دوه کورنۍ چې ما غوره کړي دي، پریښي دي؟ نو په دې خاطر هغوی زما قوم ته په سپکه سترګه ګوري او هغوی نور د یو قوم په توګه نه ګڼي. ۲۵ خو زه څښتن داسې وایم چې د شپې او ورځې سره مې لوظ کړی دی او د ځمکې او اسمان د څارنې دپاره مې یو قانون جوړ کړی دی. ۲۶ همدا شان زه به په خپل لوظ باندې چې د یعقوب د اولادې او خپل خدمتګار داود سره مې کړی دی، ټینګ ولاړ یم. زه به د داود د اولادې څخه یو تن غوره کړم چې د ابراهیم، اسحاق او یعقوب په اولادې باندې حکومت وکړي. زه به په خپل قوم باندې رحم وکړم او هغوی به یوځل بیا نېکمرغه کړم.»