کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
څلوردېرشم فصل
د صدقیا دپاره پیغام
۱ په هغه وخت کې چې د بابل د پاچا نبوکدنصر لښکرو او د هغه تر ولکې لاندې د نورو ټولو پاچاهیو او قومونو لښکرو په اورشلیم او د هغه په شاوخوا ښارګوټو باندې حمله کوله، څښتن زما سره خبرې وکړې. ۲ د اسراییلو څښتن خدای ما ته داسې وویل: «لاړ شه او د یهودا پاچا صدقیا ته ووایه چې زه څښتن به دا ښار د بابل پاچا ته تسلیم کړم او هغه به ورته اور واچوي. ۳ ستا دپاره به د تېښتې لاره نه وي، ته به هرومرو ونیول شې او هغه ته به وروسپارل شې. ته به د بابل پاچا په خپلو سترګو ووینې او په خپله به ورسره خبرې وکړې او بیا به ته بابل ته بوتلل شې. ۴ خو ای صدقیا، د څښتن خبرو ته غوږ ونیسه چې ستا په هکله وایي: ‹ته به په جنګ کې ونه وژل شې، ۵ بلکې ته به په ارامه مړ شې او لکه څنګه به چې خلکو ستا د نیکونو چې پاچاهان وو، د ښخولو په وخت کې خوشبویي سوځولې، نو همداسې به ستا دپاره هم خوشبویي وسوځوي. هغوی به په تا باندې ویر وکړي او وبه وایي چې زمونږ پاچا مړ شو!› ما څښتن داسې ویلي دي.» ۶-۷ بیا ما ارمیا نبي دا پیغام په اورشلیم کې صدقیا پاچا ته په هغه وخت کې ورکړ چې د بابل پاچا په دې ښار باندې حمله کوله. دې لښکرو په لاخیش او عزیقه باندې هم حمله کوله، دا یوازېني قوي ښارونه وو چې نیول شوي نه وو.
د غلامانو او وینځو د ازادولو د لوظ ماتول
۸-۹ صدقیا پاچا او د اورشلیم خلکو لوظ کړی ؤ چې خپل عبراني غلامان او وینځې به ازادوي او نور به هېڅوک د خپل اسراییلي ورور او خور څخه غلام او وینځه نه جوړوي. ۱۰ ټولو خلکو او د هغوی مشرانو د هغه امر ومانه چې خپل غلامان او وینځې ازادې کړي او بیا به هېڅکله هغوی د غلامانو او وینځو په توګه له ځان سره نه ساتي، نو هغوی یې ازاد کړل. ۱۱ خو وروسته هغوی خپله پرېکړه بدله کړه او هغوی یې بېرته ونیول او دې ته یې مجبور کړل چې بېرته د هغوی غلامان او وینځې شي. ۱۲-۱۳ بیا د اسراییلو څښتن خدای ما ته وویل چې خلکو ته داسې ووایم: «کله چې ما ستاسو نیکونه د مصر نه خلاص کړل او هغوی مې د غلامۍ نه ازاد کړل، نو د هغوی سره مې لوظ وکړ. هغوی ته مې وویل چې ۱۴ هر عبراني غلام چې شپږ کاله یې ستاسو خدمت کړی دی، نو په اووم کال به هغه ازادوئ. خو ستاسو نیکونو زما خبرو ته هېڅ پام ونه کړ او نه یې ورته غوږ ونیوه. ۱۵ همدا څو ورځې مخکې تاسو خپله پرېکړه بدله کړه او هغه کار مو وکړ چې زما په نظر کې سم ؤ. تاسو ټولو دا ومنله چې خپل اسراییلي غلامان به خوشې کوئ او په هغه عبادتځای کې چې زما په نوم وقف شوی دی، هلته تاسو زما په حضور کې لوظ وکړ. ۱۶ خو تاسو بیا خپله پرېکړه بدله کړه او زما بېعزتي مو وکړه. تاسو ټولو هغه غلامان یا وینځې چې ازادي یې غوښتله، بېرته ونیول او هغوی مو بېرته په غلامۍ باندې مجبوره کړل. ۱۷ نو اوس زه څښتن داسې وایم چې تاسو زما د حکم نه سرغړونه وکړه، تاسو خپلو اسراییلي ورونو او خویندو ته ازادي ورنه کړه. نو ډېره ښه ده، زه به تاسو ته ازادي درکړم، یعنې د مرګ ازادي چې تاسو به په جنګ کې یا د وبا او یا د لوږې له لاسه مړه شئ. زه چې په تاسو باندې کومه بلا نازله کړم، په هغه باندې به د نړۍ ټول قومونه ووېروم. ۱۸-۱۹ د یهودا او اورشلیم مامورینو، د ماڼۍ درباریانو، کاهنانو او ټولو خلکو سره د خوسي د دوه ټوټو ترمنځ په تېرېدلو سره چې هغوی حلال کړی او دوه ټوټې کړی یې ؤ، زما په حضور کې یو لوظ وکړ. خو هغوی دا لوظ مات کړ او په خپلو شرطونو باندې یې عمل ونه کړ. نو زه به د دې خلکو سره داسې چلند وکړم، لکه څنګه چې هغوی د هغه خوسي سره کړی ؤ. ۲۰ زه به هغوی خپلو دښمنانو ته چې غواړي هغوی ووژني، په لاس ورکړم او د هغوی مړي به د مرغانو او ځنګلي حیواناتو د خوراک شي. ۲۱ زه به همدارنګه د یهودا پاچا صدقیا او د هغه درباریان د هغوی دښمنانو ته چې غواړي هغوی ووژني، ورتسلیم کړم. هغوی به د بابل لښکرو ته چې په تاسو باندې یې د حملې کولو نه لاس اخیستی دی، ورتسلیم کړم. ۲۲ زه به د بابل عسکرو ته حکم ورکړم او هغوی به بېرته دې ښار ته راولم. هغوی به په دې ښار باندې حمله وکړي، هغه به ونیسي او اور به ورته واچوي. زه به د یهودا ښارګوټي په یوې داسې دښتې باندې بدل کړم چې هېڅوک به په کې نه اوسیږي.» ما څښتن داسې ویلي دي.