کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
شپږدېرشم فصل
باروک د څښتن په کور کې طومار لولي
۱ د یهودا د پاچا د یوشیا زوی یهویاقیم د پاچاهۍ په څلورم کال څښتن ما ته وویل: ۲ «یو طومار راواخله او هغه شیان چې ما د اسراییلو او یهودا او ټولو قومونو په ضد درته ویلي وو، په هغه باندې ولیکه. د یوشیا د پاچاهۍ په وخت کې کومې خبرې چې مې د لومړي ځل نه تر اوسه پورې کړې دي، هغه ټولې ولیکه. ۳ کېدای شي چې کله د یهودا خلک د هغه مصیبت نه خبر شي چې زه غواړم په هغو باندې یې راولم، د خپلو بدو لارو نه راوګرځي، نو بیا به زه د هغوی بدۍ او ګناهونه وبخښم.»
۴ نو ما د نیریا زوی باروک راوغوښت او هر څه چې څښتن ما ته ویلي وو، هغه ته مې وویل چې ویې لیکي او باروک هغه په طومار باندې ولیکل. ۵ بیا ما باروک ته وویل: «ما ته نوره اجازه نشته چې د څښتن کور ته ورننوځم. ۶ خو په هغه ورځ چې خلک روژه نیسي، ته باید هلته لاړ شې او هغه طومار په لوړ اواز سره ولولې، ترڅو هغه څه چې څښتن ما ته ویلي وو او تا لیکلي دي، هغوی یې واوري. دا په داسې ځای کې ولوله چې ټول خلک چې په هغو کې د یهودا خلک چې د خپلو ښارګوټو نه راغلي دي، هم شامل وي او هغه واوري. ۷ کېدای شي چې هغوی څښتن ته دعا او زاري وکړي او د خپلو بدو لارو نه راوګرځي، ځکه چې څښتن خبرداری ورکړی دی چې د خپل قهر او غضب سره به دې خلکو ته ډېره سخته سزا ورکړي.» ۸ نو لکه څنګه چې ما ورته ویلي وو، باروک هماغه شان د څښتن په کور کې د څښتن کلام ولوست.
۹ د یهودا د پاچا یهویاقیم د پاچاهۍ د پنځم کال په نهمه میاشت د اورشلیم خلکو او هغو خلکو چې د یهودا د ښارګوټو نه راغلي وو، د څښتن په حضور کې روژه ونیوله. ۱۰ نو په داسې حال کې چې ټولو خلکو ورته غوږ نیولی ؤ، باروک هغه ټول شیان چې ما ورته ویلي وو، هغه یې د دربار د منشي شافان د زوی جمریا په کوټه کې چې په پاسنۍ حوېلۍ کې وه او د څښتن د کور نوې دروازې ته نژدې وه، د طومار له مخې خلکو ته ولوستل.
درباریانو ته طومار لوستل کیږي
۱۱ کله چې د شافان لمسي او د جمریا زوی میکایا د څښتن ټولې خبرې چې باروک د طومار له مخې وکړې واورېدلې، ۱۲ نو هغه شاهي ماڼۍ ته د دربار د منشي کوټې ته چې درباریانو په کې غونډه لرله، لاړ. د دربار منشي الیشمع، د شمعیاه زوی دلایا، د عکبور زوی الناتان، د شافان زوی جمریا، د حننیا زوی صدقیا او نور ټول درباریان هم هلته ناست وو. ۱۳ میکایا هغه ټولې خبرې چې باروک د طومار نه خلکو ته لوستلې وې، هغوی ته بیان کړې. ۱۴ نو درباریانو د یهودي په نوم یو کس چې د کوشي کړوسی، د شلمیا لمسی او د نتنیا زوی ؤ، ولېږه چې د نیریا زوی باروک ته ووایي چې هغه طومار چې خلکو ته یې لوستلی ؤ، راوړي. نو باروک د طومار سره ورغی. ۱۵ هغوی ورته وویل چې کښېنه او هغه طومار مونږ ته ولوله. نو باروک هغه ولوست. ۱۶ کله چې هغوی هر څه واورېدل، نو له وېرې نه یې یو بل ته وکتل او باروک ته یې وویل: «مونږ باید د دې ټولو شیانو په هکله پاچا ته راپور ورکړو.» ۱۷ بیا هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه: «اوس مونږ ته ووایه چې تا دا ټولې خبرې څنګه د هغه د خولې نه ولیکلې؟ ایا ارمیا تا ته ویلي وو چې دا ولیکه؟» ۱۸ باروک په ځواب کې وویل: «ارمیا هغه ټکي په ټکي ما ته وویل او ما په رنګ په طومار باندې ولیکل.»
۱۹ بیا هغوی باروک ته وویل: «ته او ارمیا لاړ شئ، خپل ځانونه په یو ځای کې پټ کړئ او هېڅوک درباندې پوه نه شي چې تاسو چېرته یئ.»
پاچا طومار سوځوي
۲۰ درباریانو هغه طومار د دربار د منشي الیشمع په کوټه کې کېښود او د پاچا دربار ته لاړل چې د دې ټولو شیانو څخه پاچا خبر کړي. ۲۱ نو پاچا د یهودي په نوم یو کس ولېږه چې هغه طومار راوړي. هغه طومار د الیشمع د کوټې نه راوړ او هغه یې پاچا او هغو ټولو درباریانو ته چې د هغه شاوخوا ته ولاړ وو، ولوست. ۲۲ دا ژمی ؤ او پاچا د خپلې ماڼۍ په هغې کوټې کې اور ته ناست ؤ چې د ژمي په موسم کې هلته اوسېده. ۲۳ کله چي یهودي د طومار درې یا څلور برخې لوستلې، نو پاچا به هغه په خپل کوچني چاقو باندې شکولې او اور ته به یې ورغورځولې، ترڅو هغه ټول طومار وسوځېده. ۲۴ خو نه پاچا او نه د هغه کوم درباري د دې خبرو په اورېدلو ووېرېدل او نه یې له خفګانه خپل کالي وشکول. ۲۵ که څه هم الناتان، دلایا او جمریا پاچا ته زارۍ وکړې چې هغه طومار ونه سوځوي، خو هغه یې پروا ونه کړه. ۲۶ بیا پاچا شهزاده یرحمییل، د عزرییل زوی سرایا او د عبدییل زوی شلمیا ته امر وکړ چې باروک منشي او ارمیا پیغمبر ونیسي، خو څښتن هغوی پټ ساتلي وو.
ارمیا یو بل طومار لیکي
۲۷ له هغې وروسته چې یهویاقیم پاچا هغه طومار چې ما باروک ته ویلي وو چې هغه ولیکي وسوځاوه، څښتن ما ته وویل: ۲۸ «یو بل طومار راواخله او کوم شیان چې دې په لومړني طومار کې لیکلي وو، هغه په دې طومار باندې بیا ولیکه.» ۲۹ څښتن ما ته وویل چې پاچا ته ووایم: «تا طومار وسوځاوه او د ارمیا نه دې پوښتنه وکړه چې داسې دې ولې لیکلي دي چې د بابل پاچا به راشي، دا وطن به وران کړي او خلک او حیوانات به یې ووژني. ۳۰ نو اوس ای یهویاقیم پاچا، زه څښتن تا ته وایم چې نور به ستا د نسل نه هېڅوک هم د داود د پاچاهۍ په تخت باندې حکومت ونه کړي. ستا مړی به دباندې وغورځول شي، ترڅو د ورځې له خوا لمر ته او د شپې له خوا یخنۍ ته پروت وي. ۳۱ زه به تا ته، ستا اولادې او ستا درباریانو ته ستاسو د ګناهونو په سبب سزا درکړم. نه تاسو او نه د اورشلیم او یهودا خلکو زما د خبرداریو پروا وساتله، نو زه به په تاسو باندې هغه ټول مصیبتونه چې ما ویلي وو، راولم.»
۳۲ بیا ما یو بل طومار راواخیست او هغه مې خپل منشي باروک ته ورکړ او هر هغه څه چې په لومړني طومار باندې یې لیکلي وو هغه يې بیا ولیکل او نور شیان يې هم په کې اضافه کړل.