کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
اووه دېرشم فصل
د ارمیا څخه د صدقیا غوښتنه
۱ د بابل پاچا نبوکدنصر د یوشیا زوی صدقیا د یهویاقیم د زوی یهویاکین په ځای د یهودا پاچا وټاکه. ۲ خو نه صدقیا، نه د هغه درباریانو او نه نورو خلکو هغه پیغام چې څښتن ما ته راکړی ؤ، قبول کړ.
۳ صدقیا پاچا د شلمیا زوی یهوکل او د معسیا زوی سفنیا کاهن ما ارمیا ته راولېږل، ترڅو د خپل قوم په خاطر خپل څښتن خدای ته دعا وکړم. ۴ په هغه وخت کې لا زه بندي شوی نه وم او په ازاده توګه مې کولای شول چې د خلکو په منځ کې وګرځم. ۵ د بابلیانو لښکرو اورشلیم کلابند کړی ؤ، خو کله چې هغوی خبر شول چې د مصر لښکرې د مصر د سرحد نه راتېرې شوې دي، نو هغوی بېرته په شا شول.
۶ نو بیا د اسراییلو څښتن خدای ما ته داسې وویل: ۷ «صدقیا ته یعنې چا چې ته ما ته رالېږلی یې چې زما نه پوښتنه وکړې، ووایه چې د مصریانو لښکرې راروانې دي چې ستا سره مرسته وکړي، خو هغوی به بېرته مصر ته ستانه شي. ۸ نو بابلیان به بېرته راشي او په ښار باندې به حمله وکړي، هغه به ونیسي او هغه ته به اور واچوي. ۹ زه څښتن تاسو ته خبرداری درکوم چې خپل ځانونه مه غولوئ او داسې فکر مه کوئ چې بابلیان بېرته نه راځي، ځکه چې هغوی بېرته راځي. ۱۰ که تاسو د بابلیانو ټول لښکر ته ماتې هم ورکړئ او د هغوی نه په خپلو خېمو کې یوازې زخمیان هم پاتې وي، خو د هغوی زخمیان به هم راپاڅیږي او دې ښار ته به اور واچوي.»
د ارمیا نیول او بندي کېدل
۱۱ د بابلیانو لښکر د اورشلیم نه بېرته په شا لاړ، ځکه چې د مصریانو لښکر رانژدې کېده. ۱۲ نو زه د اورشلیم نه روان شوم چې د بنیامین سیمې ته لاړ شم او د خپلې کورنۍ په جایداد کې خپله برخه واخلم. ۱۳ خو کله چې زه د بنیامین دروازې ته ورسېدم، نو د هغه ځای د ساتونکو مشر چې یرییا نومېده او هغه د حننیا لمسی او د شلمیا زوی ؤ، زه ودرولم او راته ویې ویل: «ته بابلیانو ته ورتښتې!»
۱۴ ما ورته په ځواب کې وویل: «دا دروغ دي! زه نه تښتم.» خو یرییا ما ته غوږ ونه نیوه، هغه زه ونیولم او درباریانو ته یې بوتلم. ۱۵ هغوی په ما باندې سخت په قهر شول او امر یې وکړ چې زه دې ووهل شم او د دربار د منشي یوناتان په کور کې دې چې زندان ورڅخه جوړ شوی ؤ، بندي کړای شم. ۱۶ زه یې د زندان په یوې لاندېنۍ کوټه کې واچولم او تر ډېر وخته پورې یې هلته وساتلم.
۱۷ څه موده وروسته صدقیا پاچا زه راوغوښتلم او هلته په ماڼۍ کې یې ما ته پټ وویل: «ایا تا سره د څښتن له خوا کوم پیغام شته؟»
ما په ځواب کې وویل: «هو شته، هغه دا چې ته به د بابل پاچا ته ورتسلیم شې.»
۱۸ بیا ما پوښتنه وکړه: «ما ستا یا ستا د درباریانو او یا د دې خلکو په وړاندې کوم جرم کړی دی چې زه مو په زندان کې اچولی یم؟ ۱۹ ستاسو هغه پیغمبران څه شول چې تاسو ته به یې ویل چې د بابل پاچا به نه په تاسو او نه په دې وطن باندې حمله کوي؟ ۲۰ نو اوس ای اعلیحضرته، زه تاسو ته سوال کوم چې ما ته غوږ ونیسئ. مهرباني وکړئ ما بېرته هغه زندان ته چې د یوناتان په کور کې دی، مه لېږئ. که ما ولېږئ، نو زه به بې له شکه هلته مړ شم.»
۲۱ نو صدقیا پاچا امر وکړ چې زه دې د ماڼۍ د ساتونکو په حوېلۍ کې بندي کړای شم. زه هلته پاتې شوم او هره ورځ به راته د نانوایي نه یوه ډوډۍ راکول کېدله تر هغې چې په ښار کې ټولې ډوډۍ خلاصې شوې.