۰:۰۰ / ۰:۰۰

د لاویانو کتاب

شلم فصل

د سرغړونې دپاره سزا

۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «اسراییلیانو ته ووایه: که ستاسو څخه یو څوک یا کوم پردی کس چې په اسراییلو کې اوسیږي د خپلو ماشومانو څخه کوم ماشوم د مولک بت ته د قربانۍ په توګه وړاندې کړي، هغه باید ووژل شي. د قوم خلک دې هغه سنګسار کړي. ۳ زه به د هغه کس په خلاف شم او د خپل قوم څخه به یې وشړم، ځکه چې مولک ته د خپلو ماشومانو په قرباني کولو سره یې زما سپېڅلی ځای ناپاک کړی او زما د سپېڅلي نوم سپکاوی یې کړی دی. ۴ کله چې هغه کس داسې کار وکړي او قوم ورباندې خپلې سترګې پټې کړي او هغه کس ونه وژني، ۵ نو زه به په خپله د هغه کس، د هغه د ټولې کورنۍ او هغو ټولو په خلاف شم چې د هغه سره یوځای زما سره بې وفایي کوي او د مولک عبادت کوي. زه به هغوی د خپل قوم څخه وشړم.

۶ که چېرې تاسو هغو خلکو ته ورشئ چې کوډې کوي یا کولای شي چې د مړو سره خبرې وکړي، نو زه به ستاسو په خلاف شم او تاسې به د خپل قوم څخه وشړم. ۷ خپل ځانونه پاک کړئ او سپېڅلي اوسئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم. ۸ زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ. زه څښتن یم چې تاسو پاک او سپېڅلي کوم.

۹ که چېرې یو څوک خپل پلار یا خپلې مور ته ښکنځلې وکړي، نو هغه باید ووژل شي. نو خون به یې په خپله غاړه وي.

۱۰ که چېرې یو سړی د بل سړي د ښځې سره زنا وکړي، هغه سړی او هغه ښځه دواړه باید ووژل شي. ۱۱ که چېرې یو سړی د خپل پلار د ښځو څخه د یوې ښځې سره زنا وکړي، هغه خپل پلار سپکوي، نو هغه سړی او ښځه دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي. ۱۲ که چېرې یو سړی د خپلې انږور سره زنا وکړي، هغوی دواړه باید ووژل شي. کوم کار چې هغوی کړی دی، هغه ډېر بد کار دی او خون به یې په خپله غاړه وي. ۱۳ که چېرې یو سړی د یو بل سړي سره بد کار وکړي، نو هغوی د کرکې وړ کار کړی دی او دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي. ۱۴ که چېرې یو سړی د یوې انجلۍ او د هغې د مور دواړو سره واده وکړي، نو درې واړه باید د خپل ډېر بد کار له امله وسوځول شي چې مړه شي، ترڅو ستاسو په منځ کې بدکاري نه وي. ۱۵ که چېرې یو سړی د یو حیوان سره جنسي اړیکې ولري، هغه باید د حیوان سره یوځای ووژل شي. ۱۶ که چېرې یوه ښځه د یو حیوان سره د جنسي اړیکو د لرلو هڅه وکړي، هغه باید د حیوان سره یوځای ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.

۱۷ که چېرې یو سړی د خپلې سکه یا ناسکه خور سره واده وکړي، دا یوه رسوایي ده. هغوی باید په عام محضر کې د قوم څخه وشړل شي. هغه د خپلې خور سپکاوی کړی دی او مسوولیت به یې په خپله غاړه وي. ۱۸ که چېرې یو سړی د یوې ښځې سره د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې یوځای شي، هغوی دواړه دې د قوم څخه وشړل شي، ځکه چې هغوی د پاکوالي په اړه مقررات مات کړي دي.

۱۹ د خپلې مور د خور یا د خپل پلار د خور سره زنا مه کوئ، ځکه چې دا کار به د یو نژدې خپلوان سپکاوی وي، د دغه بد کار مسوولیت به ستاسو دواړو په غاړه وي. ۲۰ که چېرې یو سړی د خپل تره د ښځې سره زنا کوي هغه خپل تره سپکوي. مسوولیت به د هغوی په غاړه وي، هغوی به بې اولاده پاتې شي. ۲۱ که چېرې یو سړی د خپلې ورېندار سره واده وکړي، هغوی به بې اولاده وي. هغه یو ناپاکه کار کړی او د خپل ورور سپکاوی یې کړی دی.»

۲۲ څښتن وویل: «زما د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي وکړئ، ترڅو تاسو د کنعان د ځمکې څخه چې هلته مو راولم، ونه شړم. ۲۳ د هغو خلکو د رواجونو څخه پیروي مه کوئ چې هلته اوسیږي او زه یې د دې په خاطر شړم، ترڅو تاسو وکولای شئ هغې خاورې ته ورننوځئ. زه د هغوی څخه د هغوی د ټولو بدو عملونو له امله کرکه کوم. ۲۴ خو تاسو سره مې د دې غني او حاصلخېزې ځمکې وعده کړې ده، ترڅو هغه ستاسو ملکیت شي او هغه به تاسو ته درکوم. زه ستاسو څښتن خدای یم او تاسو مې د نورو قومونو څخه بېل کړي یئ. ۲۵ له دې امله تاسو باید د پاکو او ناپاکو حیواناتو او مرغانو ترمنځ ښکاره فرق وکړئ. هغه حیوانات یا مرغان چې هغه مې ناپاک اعلان کړي دي، مه خورئ. د هغو په خوړلو به ناپاک شئ. ۲۶ تاسو به پاک او سپېڅلي شئ، ځکه چې زه څښتن سپېڅلی یم. ما تاسو د نورو قومونو څخه بېل کړي یئ، ترڅو یوازې زما شئ.

۲۷ هر سړی یا هره ښځه چې دا دعوه کوي چې د مړو سره مشورې کوي، باید ووژل شي. تاسو باید هغه سنګسار کړئ، خون به یې په خپله غاړه وي.»