کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن موسی ته وویل: «د کاهنانو یعنې د هارون د زامنو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: هېڅ یو کاهن باید د خپلوانو د مړي د جنازې په مراسمو کې په ګډون کولو سره خپل ځان ناپاک نه کړي، ۲ پرته له یو نژدې خپلوان څخه لکه د هغه مور یا پلار، د هغه زوی یا لور، د هغه سکه ورور، ۳ یا یوه پېغله خور چې واده شوې نه وي او مېړه نه لري چې هغه وساتي. ۴ هغه به خپل ځان د هغه چا په مرګ باندې نه ناپاکه کوي چې د واده په وسیله د هغه خپلوان شوی وي.
۵ هېڅ کاهن به په دې خاطر چې هغه داسې ښکاره شي چې د چا په مرګ باندې غمجن دی، نه به د خپل سر کومه برخه خرایي، نه به خپله ږیره لنډوي او نه به خپل بدن غوڅوي. ۶ هغه باید پاک او سپېڅلی وي او زما نوم سپک نه کړي، ځکه چې هغه ماته په اور باندې د خوړو نذرانې تیاروي او باید سپېڅلی وي. ۷ یو کاهن باید د یوې داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه بدلمنه وي یا پېغله نه وي او یا د خپل مېړه له خوا ورته طلاق ورکړای شوی وي، ځکه چې هغه خپل خدای ته سپېڅلی دی. ۸ خلک باید کاهن سپېڅلی وګڼي، ځکه چې هغه ماته د خوړو نذرانې وړاندې کوي. زه څښتن یم، زه سپېڅلی یم او خپل خلک سپېڅلي کوم. ۹ که چېرې د یو کاهن لور بدلمنه شي، نو هغه خپل پلار رسوا کوي او باید وسوځول شي چې مړه شي.
۱۰ لوی کاهن چې په سر باندې یې د مسح کولو تېل اچول شوي دي او د دې دپاره وقف شوی دی چې د کاهنتوب کالي واغوندي، نو باید خپل ویښتان ګډوډ پرېنږدي او خپل کالي ونه شلوي چې داسې ښکاره شي چې هغه د چا په مرګ باندې غمجن دی. ۱۱-۱۲ هغه ماته وقف شوی دی. خپل ځان باید ناپاک نه کړي او نه دې زما د سپېڅلې خېمې څخه په وتلو او هغه کور ته په ننوتلو سره چې مړی په کې وي دا خېمه ناپاکه کړي، که څه هم هغه د ده د خپل پلار مړی وي یا د مور. ۱۳ هغه باید د داسې انجلۍ سره واده وکړي چې پېغله وي. ۱۴ هغه باید د یوې کونډې یا طلاق شوې یا د داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه بدلمنه وي، خو یوازې د خپلې قبیلې څخه د یوې پېغلې سره دې واده وکړي. ۱۵ که نه، نو د هغه اولادونه چې باید سپېڅلي وي، هغوی به ناپاک وي. زه څښتن یم او ما هغه د لوی کاهن په توګه غوره کړی دی.»
۱۶ څښتن موسی ته وویل: ۱۷ «هارون ته ووایه چې ستا د اولادې څخه هېڅ یو سړی چې جسماني عیبونه ولري، نه شي کولای چې ماته د خوړو نذرانه وړاندې کړي. دا خبره به تل ترتله عملي کیږي. ۱۸ هېڅ یو سړی چې جسماني عیبونه په کې وي، نه شي کولای چې هغه نذرانه وړاندې کړي لکه څوک چې ړوند وي، ګوډ وي، بدشکله یا بې ډوله وي، ۱۹ د چا لاس یا پښه چې معیوبه وي، ۲۰ څوک په ملا باندې کړوپ وي یا ټیټ قدی وي، څوک چې د سترګې یا د پوستکي په ناروغۍ اخته وي او څوک چې خصي وي. ۲۱ د هارون کاهن د اولادې څخه هېڅ یو سړی چې کوم جسماني عیبونه په کې وي، نه شي کولای چې ماته د خوړو یوه داسې نذرانه وړاندې کړي چې په اور باندې تیاریږي. ۲۲ داسې سړی کولای شي چې هغه خواړه وخوري چې ماته وړاندې شوي وي، یعنې د خوړو سپېڅلې نذرانه او د خوړو ډېره سپېڅلې نذرانه. ۲۳ خو په دې خاطر چې په هغه کې جسماني عیب دی، هغه دې سپېڅلې پردې او د قربانۍ ځای ته نژدې رانه شي او زما سپېڅلی ځای او هرڅه چې په کې دي هغه دې نه ناپاکه کوي، ځکه چې زه څښتن یم او کاهنان سپېڅلي کوم.»
۲۴ نو موسی دا هرڅه هارون او د هغه زامنو او ټولو اسراییلیانو ته وویل.