د شمېر کتاب

اوولسم فصل

د هارون امسا

۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «د اسراییلو خلکو ته ووایه چې دولس امساګانې درکړي یعنې د هرې قبیلې د مشر څخه یوه یوه دانه. د هر سړي نوم د هغه په امسا باندې ولیکه ۳ او بیا د هارون نوم د لاویانو په امسا باندې ولیکه. د هر قبیلوي مشر دپاره دې یوه یوه امسا وي. ۴ دا امساګانې په سپېڅلې خېمه کې د لوظ د صندوق په مخکې چېرته چې زه تاسو سره ملاقات کوم، کېږده. ۵ بیا به د هغه کس امسا غوټۍ ونیسي چې زه یې غوره کوم. په دې ډول به ستاسو په خلاف د دغو اسراییلیانو دوامداره شکایتونو ته د پای ټکی کېږدم.»

۶ موسی د اسراییلیانو سره خبرې وکړې او د هغوی هر یو مشر موسی ته امسا ورکړه، یعنې د هرې قبیلې څخه یوه یوه دانه چې ټولې دولس وې او د هارون امسا هم په کې شامله وه. ۷ بیا موسی ټولې امساګانې په خېمه کې د څښتن د لوظ د صندوق مخې ته کېښودلې.

۸ په سبا ورځ کله چې موسی خېمې ته ورننوت، هغه ولیدل چې د هارون امسا چې د لاوي د قبیلې استازیتوب یې کوله تېغ وهلی. هغې غوټۍ کړې وې، ګلان یې نیولي وو او بادام یې کړي وو! ۹ موسی هغه دولس امساګانې له خېمې څخه راوویستلې او خلکو ته یې ورښکاره کړې. هر مشر خپله امسا راپیدا کړه او هغه یې واخیستله. ۱۰ خو څښتن موسی ته وویل: «د هارون امسا بېرته د لوظ صندوق ته مخامخ کېږده! پرېږده چې هغه هلته پاتې وي او د هغه چا دپاره چې د سرکښۍ کولو په اړه فکر کوي د خبرداري په توګه وي. که چېرې دا خلک زما په هکله شکایت بس نه کړي، نو زه به یې له منځه یوسم.» ۱۱ لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، موسی هماغسې وکړل.

۱۲ اسراییلیانو موسی ته فریاد وکړ او ویې ویل: «مونږ مړه کېږو! زمونږ دپاره کومه هیله نشته، مونږ ټول له منځه ځو! ۱۳ حتی هرڅوک چې سپېڅلې خېمې ته ورنژدې شي، هغه به مړ شي. نو مونږ ټول به مړه شو!»