کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د شمېر کتاب
اتلسم فصل
د کاهنانو او لاویانو دندې
۱ څښتن هارون ته داسې وویل: «هر څه چې په سپېڅلې خېمه کې پېښیږي ته، ستا زامن او نور لاویان د هغو په وړاندې مسوول یئ، خو څه چې کاهنان کوي د هغه په وړاندې یوازې ته او ستا زامن مسوولیت لرئ. ۲ خپل خپلوان یعنې لاویان راوله چې ستا سره کار وکړي او ستا او ستا د زامنو سره د خېمې په کار کې مرسته وکړي. ۳ هغوی به تا ته مسوول وي او د سپېڅلې خېمې ټولې وظیفې به ترسره کوي، خو هغوی باید د قربانۍ ځای یا هغو پاکو شیانو ته چې په سپېڅلي ځای کې دي نژدې ورنه شي. که چېرې دا کار وکړي، نو هغوی او تاسو به ووژل شئ. ۴ هغوی باید تاسو سره کار وکړي او د خېمې د ټولو کارونو په اړه دې خپل مسوولیت ترسره کړي، خو بل هېڅوک نه شي کولای چې تاسو سره کار وکړي. ۵ یوازې ته او ستا زامن باید د سپېڅلي ځای او د قربانۍ د ځای دپاره وظیفې اجرا کړئ، ترڅو زما قهر بیا د اسراییلو په قوم باندې نازل نه شي. ۶ دا زه یم چې ستاسو خپلوان لاویان مې تاسو ته د مرستیالانو په توګه د اسراییلیانو څخه غوره کړي دي. هغوی ما ته وقف شوي دي، ترڅو وکولای شي چې په سپېڅلې خېمه کې خپلې وظیفې سرته ورسوي. ۷ خو یوازې ته او ستا زامن کولای شئ چې د قربانۍ په ځای او ډېر سپېڅلي ځای کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړئ. د کاهنانو په توګه ستاسو کار زما له خوا تاسو ته یو سوغات دی او که بل څوک هڅه وکړي چې دا کار وکړي، هغه باید ووژل شي.»
د کاهنانو برخه
(تثنیه ۱۸:۱-۸)
۸ څښتن هارون ته وویل: «دا په یاد وساته چې زه تا ته هغه نذرانې درکوم، یعنې هغه ټولې ځانګړې نذرانې چې اسراییلیان یې ما ته راکوي او د قربانیو په توګه نه سوځول کیږي. زه هغه تا او ستا اولادې ته د هغې برخې په توګه درکوم چې تل ترتله به درکول کیږي. ۹ د ډېرو سپېڅلو نذرانو څخه چې د قربانۍ په ځای باندې نه سوځول کیږي، دا لاندېنۍ نذرانې ستاسو دي: د غلې دانې نذرانې، د ګناه نذرانې او د تاوان نذرانې. هر څه چې ما ته د یوې سپېڅلې نذرانې په توګه وړاندې کیږي، هغه ستا او ستا د زامنو دي. ۱۰ څرنګه چې دا شیان سپېڅلي دي، نو باید په سپېڅلي ځای کې وخوړل شي، خو یوازې نارینه اجازه لري چې هغه وخوري.
۱۱ برسېره پردې، نورې ځانګړې نذرانې چې اسراییلیان یې ما ته وړاندې کوي هغه به ستا وي. هغه به د تل دپاره تا، ستا زامنو او ستا لورګانو ته درکوم. ستا د کورنۍ هر غړی چې په مذهبي لحاظ پاک وي، هغه خوړلی شي.
۱۲ د هغو ټولو لومړنیو ښو محصولاتو څخه چې اسراییلیان یې هر کال ما ته راکوي زه یې تاسو ته درکوم، یعنې د زیتونو تېل، شراب او غلې دانې. ۱۳ د هغوی د پټیو او د انګورو د باغونو د فصلونو لومړنۍ برخه هم ستاسو ده. قوم به هغه ما ته وړاندې کړي، بیا هرڅوک چې ستاسو په کورنۍ کې پاک وي د هغې څخه لږه اخیستلی شي.
۱۴ هر څه چې په اسراییلو کې بې له کوم قید او شرط څخه ما ته وقف شوي وي ستاسو به شي. ۱۵ په هرې اسراییلي کورنۍ کې مشر زوی او د هغوی د رمو او پادو لومړني زېږېدلي نران حیوانات زما دي. خو مشر زوی او هر لومړنی زېږېدلی ناپاک نر حیوان باید بېرته په بیه واخیستل شي. ۱۶ د مشر زوی بیه به چې لږ تر لږه د یوې میاشتې وي، پنځه د سپینو زرو ټوټې وي چې وزن یې د سپېڅلي ځای د اندازې له مخې وي. ۱۷ خو د غواګانو، مېږو او وزو لومړني زېږېدلي بچي بېرته په بیه نه اخیستل کیږي. هغه بیخي زما دي او باید قرباني شي. وینه یې د قربانۍ په ځای باندې وشیندئ او وازګه یې د داسې نذرانې په توګه وسوځوئ چې په اور باندې تیاریږي، دا بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۱۸ تاسو کولای شئ چې د دې حیواناتو غوښه وخورئ لکه څنګه چې د ځانګړې نذرانې سینه او شاتنۍ ښي پښه خوړلی شئ.
۱۹ هغه ټولې ځانګړې نذرانې چې اسراییلیان یې ما ته وړاندې کوي هغه به تل تا، ستا زامنو او لورګانو ته درکوم. دا یو نهماتېدونکی لوظ دی چې زه یې تا او ستا د اولادې سره کوم.
۲۰ تاسو ته به په اسراییلو کې ځمکه درنه کړل شي چې ستاسو میراث شي او نه به د جایداد کومه برخه درکړل شي. زه څښتن یم او زه ستاسو دپاره هم برخه یم او هم ستاسو میراث.»
د لاویانو برخه
۲۱ څښتن هارون ته وویل: «د اسراییلیانو لس فیصده فصلونه او د هرو لسو نویو زېږېدلو حیواناتو څخه یو حیوان زما دی. خو دا ټول لاویانو ته د هغوی د کار او خدمت په بدل کې چې په سپېڅلې خېمه کې یې کوي، ورکوم. ۲۲ نور اسراییلیان باید خېمې ته ورنژدې نه شي او په دې ډول دې خپل ځانونه د مرګ سزا ته نه جوړوي. ۲۳ له همدې وخت څخه به یوازې لاویان په خېمې باندې پام کوي او د هغې پوره مسوولیت به په غاړه اخلي. دا تلپاتې اصول دي چې ستاسو په اولادې باندې به هم عملي کیږي. لاویان باید په اسراییلو کې خپله ځمکه ونه لري. ۲۴ د هغې په ځای به هغوی ته هغه حاصلات او هغه نوي زېږېدلي حیوانات ورکول کیږي چې اسراییلیان یې د ځانګړې اعانې په توګه ما ته وړاندې کوي.»
هغه عشر چې لاویان یې باید ورکړي
۲۵ څښتن موسی ته وویل: ۲۶ «لاویانو ته داسې ووایه: ‹کله چې تاسو د اسراییلیانو څخه د حاصلاتو او نوي زېږېدلو حیواناتو عشر واخلئ، باید د هغو عشر ما څښتن ته وړاندې کړئ. ۲۷-۲۸ لکه څنګه چې اسراییلیان ما ته د غلو دانو او شرابو برخه راکوي، نو تاسو هم باید د هغه ټول عشر څخه چې د اسراییلیانو څخه یې اخلئ یوه برخه ما ته د نذرانې په توګه بېله کړئ. هغه باید هارون ته ورکړل شي. ۲۹ نو څه چې تاسو اخلئ، ډېره ښه برخه به یې زما وي.›
۳۰ لاویانو ته داسې هم ووایه: ‹کله چې تاسو ډېره ښه برخه وړاندې کړه، نو کولای شئ چې پاتې برخه یې خپل ځان ته وساتئ، لکه څنګه چې بزګر د نذرانې ورکولو څخه وروسته څه چې پاتې شوي وي هغه ساتي. ۳۱ تاسو او ستاسو کورنۍ کولای شئ چې پاتې شوې برخه په هرځای کې وخورئ، ځکه چې دا په سپېڅلې خېمه کې د کار کولو دپاره ستاسو اجوره ده. ۳۲ د هغې په خوړلو به تاسو ته سزا نه درکول کیږي په دې شرط چې تاسو مخکې ما ته ډېرې ښې برخې وړاندې کړې وي. هغه سوغاتونه او قربانۍ چې قوم یې راوړي باید سپېڅلې پاتې شي او مخکې له دې چې ما ته وړاندې شي، که تاسو د هغو څخه کومه برخه وخورئ، نو وبه وژل شئ.›»