کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای ټولې نړۍ، څښتن ته ووهئ د خوشحالۍ چیغې
۲ وکړئ عبادت د څښتن خدای په خوشحالۍ سره
په سندرو د خوښۍ د هغه حضور ته راشئ
۳ ومنئ دا چې څښتن خدای دی
مونږ یو خلق کړي هغه او د هغه یو مونږه
مونږ یو خلک د هغه او رمه یې د څړځای یو
۴ شکر کولو سره ننوځئ د هغه دروازو ته
د هغه عبادتځای ته د ثنا سره ورننوځئ
شکر یې ادا کړئ او صفت یې د نامه وکړئ
۵ ځکه څښتن دی نېک او ده ابدي د هغه مینه
وفاداري یې ده جاري د یو نسل نه تر بله پورې