د زبورونو کتاب

نهه نوییم زبور

خدای ډېر لوی پاچا

۱ پاچاهي کوي څښتن نو ودې لړزیږي د دنیا قومونه

هغه ناست دی په تخت د اسماني مخلوق دپاسه

نو ځمکه دې شي په لړزېدلو باندې

۲ څښتن لویي څرګندوي صهیون کې

او دی اوچت په ټولو ولسونو باندې

۳ هغوی دې ووایي ثنا د هغه د لوی او هیبتناکه نامه

ځکه چې دی هغه سپېڅلی

۴ ای ځواکمن پاچا، مینه لرې د عدالت سره ته

تا قایم کړلو انصاف

په اسراییلو کې دې کړی عدالت او نېکي

۵ ثنا او صفت وکړئ زمونږ د څښتن خدای

د تخت په مخکې یې د پښو په چوکۍ وکړئ سجده

ځکه چې دی هغه سپېڅلی

۶ موسی او هارون وو د هغه کاهنان

او هم سموییل ؤ د هغې ډلې څخه

چې نوم یې د څښتن یاداوه

څښتن ته یې وکړلو فریاد

او هغه قبول کړ د هغه سوال

۷ د ورېځ له منځه یې له دوی سره خبرې وکړې

هغوی ومنل احکام او قوانین د هغه

چې یې ورکړي وو هغوی ته

۸ ای څښتنه! ای زمونږه خدایه

تا کړ قبول د خپلو خلکو سوال

ته د هغوی بخښونکی خدای وې

سره له دې چې تا سزا ورکړه د ګناهونو دوی ته

۹ ثنا او صفت وکړئ زمونږ د څښتن خدای

عبادت وکړئ د هغه سپېڅلي غره باندې

ځکه سپېڅلی دی زمونږ څښتن خدای