چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
نهه نوییم زبور
خدای ډېر لوی پاچا
۱ پاچاهي کوي څښتن نو ودې لړزیږي د دنیا قومونه
هغه ناست دی په تخت د اسماني مخلوق دپاسه
نو ځمکه دې شي په لړزېدلو باندې
۲ څښتن لویي څرګندوي صهیون کې
او دی اوچت په ټولو ولسونو باندې
۳ هغوی دې ووایي ثنا د هغه د لوی او هیبتناکه نامه
ځکه چې دی هغه سپېڅلی
۴ ای ځواکمن پاچا، مینه لرې د عدالت سره ته
تا قایم کړلو انصاف
په اسراییلو کې دې کړی عدالت او نېکي
۵ ثنا او صفت وکړئ زمونږ د څښتن خدای
د تخت په مخکې یې د پښو په چوکۍ وکړئ سجده
ځکه چې دی هغه سپېڅلی
۶ موسی او هارون وو د هغه کاهنان
او هم سموییل ؤ د هغې ډلې څخه
چې نوم یې د څښتن یاداوه
څښتن ته یې وکړلو فریاد
او هغه قبول کړ د هغه سوال
۷ د ورېځ له منځه یې له دوی سره خبرې وکړې
هغوی ومنل احکام او قوانین د هغه
چې یې ورکړي وو هغوی ته
۸ ای څښتنه! ای زمونږه خدایه
تا کړ قبول د خپلو خلکو سوال
ته د هغوی بخښونکی خدای وې
سره له دې چې تا سزا ورکړه د ګناهونو دوی ته
۹ ثنا او صفت وکړئ زمونږ د څښتن خدای
عبادت وکړئ د هغه سپېڅلي غره باندې
ځکه سپېڅلی دی زمونږ څښتن خدای