کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
نولسم زبور
د دنیا په پیدایښت کې د خدای لویي
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
۱ اسمانونه څومره ښه بیانوي د خدای جلال
کارنامې د لاس یې وایي فضا
۲ هره ورځ یې اعلانوي راتلونکې ورځ ته
هره شپه یې تکراروي سبا شپې ته
۳ نه کوي هغوی خبرې
نه اواز یې شي اورېدلی
۴ خو بیاهم د دوی پیغام ټولې دنیا ته وررسیږي
د دوی خبرې د دنیا تر بل سره اورېدل کیږي
خدای خېمه ده لګولې په اسمان کې لمر دپاره
۵ لمر راوځي لکه زوم د خپل مکانه
لکه څنګه چې خوشحال وي یو اتل مسابقې ته
۶ لمر راخېژي د اسمان له یوه سره
او رسیږي تر بل سره
هېڅ شی پټ نه دی له ګرمۍ نه د هغه
د څښتن شریعت
۷ د څښتن شریعت کامل دی
او تازه کوي روح
باوري دي ټول حکمونه د څښتن
ورکوي حکمت هغو ته چې ساده دي
۸ سم دي اصول د څښتن
د خلکو زړونو ته خوښي ورکوي
پاک دي حکمونه د څښتن
ورکوي ذهن ته پوهه
۹ وېره ښه ده له څښتنه
برقرار به وي مدام
د څښتن قضاوتونه دي برحقه
او عادلانه دي همېش
۱۰ ده په زړه پورې د سوچه طلا نه ډېره هغه
ډېره خوږه ده د سوچه شاتو نه
۱۱ ورکوي هغه اخطار د ستا خادم ته
که یې ومنم نو مومم به لوی اجر
۱۲ نه شي کولای څوک چې پوه شي په خپله خطا
معاف کړه ای څښتنه خطاګانې پټې زما
۱۳ نو ما خوندي وساته قصدي ګناه نه
پرې یې نژدې چې په ما شي مسلطه
او بیا زه به شم کامل
شم به خلاص له ګناهونو لویو لویو
۱۴ ای څښتنه، ای زما د ګټ په شان پناه ځایه
ای زما ژغورونکیه
شي منظورې دې خبرې
او فکرونه زما تا ته