د زبورونو کتاب

شلم زبور

د فتحې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ په سختۍ کې دې څښتن کاندي قبوله ستا دعا

د یعقوب خدای دې ساتنه وکړي ستا

۲ له خپل سپېڅلي ځای نه دې کومک واستوي تا ته

د صهیون له غره دې مرسته وکړي ستا

۳ کړي رایادې دې ستا ټولې نذرانې

کړي قبولې دې ستا ټولې سوځېدونکې قربانۍ

۴ کړي پوره دې هغه ستا د زړه ارمان

او د ستا ټول پلانونه دې کامیاب کړي

۵ بیا به چیغې د خوشحالۍ ستا په بریا کړو

د خپل خدای په نوم به جګ کړو بیرغونه

کړي څښتن دې ټول قبول ستا سوالونه

۶ اوس پوهېږم چې څښتن ژغوري

خپل غوره کړی پاچا

کړي دعا به یې قبوله له خپل پاک ځایه اسمانه

ور به کړي په خپل قدرت هغه ته لویې کامیابۍ

۷ ځینې توکل کوي خپلو جنګي ګاډیو باندې

ځینې توکل کړي خپلو اسونو باندې

زمونږ توکل دی په نامه د خپل څښتن خدای

۸ داسې خلک به ښوییږي او رالویږي

خو مونږ به پاڅېږو او ټینګ به ودرېږو

۹ ای څښتنه، ته پاچا ته بری ورکړه

د کومک دپاره زمونږه فریاد واوره