د زبورونو کتاب

یوویشتم زبور

د کامیابۍ دپاره د څښتن ثنا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ پاچا ستا په طاقت کوي څښتنه خوشحالي

کړي څومره لویه خوشحالي ځکه چې تا ورته بری ورکړی

۲ تا دی پوره کړی د هغه د زړه ارمان

رد کړی نه دی تا د هغه د خولې سوال

۳ تا پاچا کړ استقبال په ډېرو ښو برکتونو

کېښود دې په سر د هغه تاج د سوچه سرو زرو

۴ هغه ژوند وغوښت له تا نه

اوږد عمر دوامدار دې ورته ورکړ

۵ ستا په مرسته د هغه جلال ډېر لوی شو

تا ورکړی دی هغه ته ښه شهرت

هم ډېر زیات شان او شوکت

۶ هغه ته دې ورکړی برکت نه‌ختمېدونکی دی

ورکړی خپل دیدار دې ورته زړه خوشحالوونکی دی

۷ کړي پاچا توکل څښتن تعالی باندې

په سبب د ده د تلپاتې مینې

هغه تل به وي په امن

۸ ته به خپل ټول دښمنان ونیسې

وبه نیسې هغو چې کوي کرکه له تا نه

۹ چې ښکاره کله ته ځان کړې

د تنور د اور په شان به دوی برباد کړې

په خپل قهر به څښتن هغوی هلاک کړي

دوی به وسوځوي اور

۱۰ ته به مړه کړې هغوی ټول

څوک ژوندی به پاتې نه شي د هغوی د اولادې نه

۱۱ جوړوي د ستا په ضد دوی دسیسې

او ستا په ضد د شرارت پلانونه

خو کامیاب به دوی پرې نه شي

۱۲ په هغوی باندې به خپل غشي ګوزار کړې

دوی په شا به شي او وبه کاندي تېښته

۱۳ مونږه ستا کوو ستاینه ای څښتنه

ستا د لوی قوت دپاره

مونږ به ووایو سندرې او ثنا ستا د قدرت