د زبورونو کتاب

دوه ویشتم زبور

د تکلیف، فریاد او د ستاینې سندره

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سباوون د هوسۍ» په تال د داود زبور)

۱ زما خدایه، زما خدایه، تا زه ولې یم پرې ایښی؟

شولې دومره لېرې ته ولې له ما نه؟

نه مې اورې ته زګېروي، ولې نه راځې خلاصون له؟

۲ هره ورځ درته فریاد کړم زما خدایه

خو ځواب نه راکوې ته

هره شپه درته فریاد کړم

خو ما ونه موند ارام

۳ خو ته سپېڅلی یې او ناست یې پاچاهي کړې

قبلوې د اسراییلو ثناګانې

۴ په تا وکړلو توکل زمونږ نیکونو

چې توکل یې په تا وکړ تا خلاصون هغوی ته ورکړ

۵ هغوی تاته فریاد وکړ او تا خلاص کړل له خطره

چې توکل یې په تا وکړ هغوی نه شولو مایوسه

۶ خو د خلکو په نظر کې زه چینجی یم انسان نه یم

خلک خاندي په ما پورې او په سپکه راته ګوري

۷ وهي ما باندې ملنډې چې هرڅوک وویني ما

راوباسي راته ژبې خوځوي راته سرونه

۸ دوی وایي: «په څښتن دې تکیه وکړي

چې خلاصون ورکړي

ځکه څښتن ورسره مینه کوي

نو هغه دې وژغوري»

۹ همدا ته وې چې دې راوویستم

خوندي د مور د خېټې نه

زه ماشوم ومه د غېږې تا ساتنه کړه زما

۱۰ زه چې شومه راپیدا له هغې ورځې

تا په ما کولو پام

له کوم وخت نه چې پیدا شوم

همدا ته وې زما خدای

۱۱ لېرې کېږه مه له ما نه

دی کړاو رانژدې شوی

هېڅوک نشته دی د مرستې

۱۲ ډېر دښمنان رانه چاپېر دي د غویانو په څېر

دي په مثال د غویانو زورورو د باشان د سیمې

۱۳ زما دښمنان لکه زمریان دي

خولې یې خلاصې غړمبار کړي

هم کوي په ما بریدونه

۱۴ لکه توی چې شي اوبه په ځمکه باندې

داسې لاړلو قوت مې له بدنه

ټول هډوکي مې بندونو نه جدا شول

زړه زما شولو د موم په شان

اوبه زما سینه کې

۱۵ زور مې ټول لکه د خټو د کودي په شانتې خلاص شو

په تالو پورې مې ژبه ده نښتې

زه دې پرېښودمه مرګ ته په ګردونو کې

۱۶ بدکاران خلک زما نه راچاپېر شول

لکه د سپیانو په شان راتاو شول رانه

پښې او لاسونه یې زما وداړل

۱۷ شم شمېرلی مې هډوکي د بدن ټول

دښمنان زما په ځیر ځیر راته ګوري

او خوشحالیږي په ما

۱۸ اچوي پچه دوی زما په جامو

او یې وېشي په خپل منځ کې

۱۹ خو ای څښتنه، لېرې کېږه مه له ما نه

ای زما ځواکه، بیړه کوه زما مرستې ته راشه

۲۰ زما ځان خلاص کړه د تورې د ګوزار نه

قیمتي ژوند زما وژغوره له سپیانو

۲۱ د زمرو د خولې مې خلاص کړه

هم مې خلاص کړه د وحشي غویو د ښکرو

۲۲ زه به اعلان کړمه ستا نوم خپلو خلکو ته

د دوی غونډه کې به وکړم ستا ثنا او صفت

۲۳ له څښتنه چې وېرېږئ، د هغه ثنا ووایئ!

ای د یعقوب اولادې، ټول کړئ عزت د هغه!

د اسراییلو ټولو خلکو، کړئ عبادت د هغه!

۲۴ نه دی غافل شوی غریبانو نه

او نه یې د نظره غورځولی د هغوی تکلیف

نه دی اړولی هغه خپل مخ له هغوی څخه

هم اورېدلي فریادونه د هغوی یې د کومک دي

۲۵ لویه غونډه کې به وکړمه صفت ستا د کارونو

په حضور د هغو خلکو چې کوي عبادت ستا

زه به ورکړمه نذرونه چې یې وعده کړې ما

۲۶ غریبان چې څومره غواړي دوی به وخوري

چې رجوع کوي څښتن ته د هغه ثنا به وایي

تل ترتله دې نېکمرغه وي هغوی!

۲۷ ټوله ځمکه به څښتن یادوي

هم به ټول ده ته راواوړي

ټول قومونه به څښتن ته په سجده شي

۲۸ ځکه دی څښتن پاچا

حکومت کړي په قومونو

۲۹ ټول مغرور خلک به ده ته سجده کاندي

ټول فاني خلک به ده ته په سجده شي

او هغوی چې ځان ژوندي ساتلی نه شي

۳۰ عبادت به د هغه کوي راتلونکي نسلونه

د څښتن په باب به وکاندي بل نسل ته بیان

۳۱ دا به وویل شي هغو ته چې لا نه دي پیدا شوي:

«څښتن ژغورلي یو مونږ!»