کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
دوه ویشتم زبور
د تکلیف، فریاد او د ستاینې سندره
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سباوون د هوسۍ» په تال د داود زبور)
۱ زما خدایه، زما خدایه، تا زه ولې یم پریښی؟
شولې دومره لېرې ته ولې له ما نه؟
نه مې اورې ته زګېروي،
ولې نه راځې خلاصون له؟
۲ هره ورځ درته فریاد کړم زما خدایه
خو ځواب نه راکوې ته
هره شپه درته فریاد کړم
خو ما ونه موند ارام
۳ خو ته سپېڅلی یې او ناست یې پاچاهي کړې
قبلوې د اسراییلو ثناګانې
۴ په تا وکړلو توکل زمونږ نیکونو
چې توکل یې په تا وکړ تا خلاصون هغوی ته ورکړ
۵ هغوی تا ته فریاد وکړ او تا خلاص کړل له خطره
چې توکل یې په تا وکړ هغوی نه شولو مایوسه
۶ خو د خلکو په نظر کې زه چینجی یم انسان نه یم
خلک خاندي په ما پورې او په سپکه راته ګوري
۷ وهي ما باندې ملنډې چې هرڅوک وویني ما
راوباسي راته ژبې خوځوي راته سرونه
۸ دوی وایي: په څښتن دې تکیه وکړي
چې خلاصون ورکړي
ځکه څښتن ورسره مینه کوي
نو هغه دې وژغوري دوی
۹ همدا ته وې چې دې راوویستم
خوندي د مور له خېټې
زه ماشوم ومه د غېږې تا ساتنه کړه زما
۱۰ زه چې شومه راپیدا له هغې ورځې
تا په ما کولو پام
له کوم وخت نه چې پیدا شوم
همدا ته وې زما خدای
۱۱ لېرې کېږه مه له ما نه
دی کړاو رانژدې شوی
هېڅوک نشته دی د مرستې
۱۲ ډېر دښمنان رانه چاپېر دي د غویانو په څېر
دي په مثال د غویانو زورورو د باشان د سیمې
۱۳ زما دښمنان لکه زمریان دي
خولې یې خلاصې کړي غړمبار
هم کوي په ما بریدونه
۱۴ لکه توی چې شي اوبه په ځمکه باندې
داسې لاړلو قوت مې له بدنه
ټول هډوکي مې بندونو نه جدا شول
زړه زما شولو اوبه د موم په شان
زما سینه کې
۱۵ زور مې ټول لکه د خټو د کودي
په شانتې خلاص شو
په تالو پورې مې ژبه ده نښتې
په ګردونو کې دې پرېښودمه مرګ ته
۱۶ بدکاران خلک زما نه راچاپېر شول
لکه د سپیانو په شان رانه راتاو شول
پښې او لاسونه یې زما وداړل
۱۷ شم شمېرلی مې هډوکي د بدن ټول
دښمنان زما په ځیر ځیر راته ګوري
او خوشحالیږي په ما
۱۸ اچوي پچه دوی زما په جامو
او وېشي یې په خپل منځ کې
۱۹ خو ای څښتنه، لېرې کېږه مه له ما نه
ای زما ځواکه، کوه بیړه زما مرستې ته راشه
۲۰ زما ځان خلاص کړه د تورې د ګوزار نه
قیمتي ژوند زما وژغوره له سپیانو
۲۱ د زمرو د خولې مې خلاص کړه
هم مې خلاص کړه د وحشي غویو د ښکرو
۲۲ زه به اعلان کړم خپلو خلکو ته ستا نوم
د دوی غونډه کې به وکړم ستا ثنا او صفت
۲۳ له څښتنه چې وېرېږئ، ثنا ووایئ د هغه
ای د یعقوب اولادې، ټول کړئ عزت د هغه
د اسراییلو ټولو خلکو، کړئ عبادت د هغه
۲۴ هغه نه دی غافل شوی غریبانو څخه
او د هغوی تکلیف یې نه دی غورځولی له نظره
خپل مخ یې نه دی اړولی له هغوی نه
هم اورېدلي فریادونه د هغوی یې د کومک دپاره
۲۵ لویه غونډه کې به وکړمه صفت ستا د کارونو
په حضور د هغو خلکو چې کوي عبادت ستا
زه به ورکړمه نذرونه چې یې وعده کړې ما
۲۶ غریبان چې څومره غواړي دوی به وخوري
چې رجوع کوي څښتن ته د هغه ثنا به وایي:
تل ترتله دې نېکمرغه وي هغوی
۲۷ یادوي به ټوله ځمکه څښتن
هم به ټول ده ته راواوړي
ټول قومونه به څښتن ته په سجده شي
۲۸ ځکه دی څښتن پاچا
حکومت کړي په قومونو
۲۹ ټول مغرور خلک به ده ته سجده کاندي
ټول فاني خلک به ده ته په سجده شي
او هغوی چې ځان ژوندي ساتلی نه شي
۳۰ عبادت به د هغه کوي راتلونکي نسلونه
د څښتن په باب به وکاندي بل نسل ته بیان
۳۱ دا به وویل شي هغوی ته
چې لا نه دي پیدا شوي
څښتن ژغورلي یو مونږ