کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
درویشتم زبور
څښتن زما شپونکی دی
(د داود زبور)
۱ دی څښتن زما شپونکی
زه هېڅ شي ته محتاج نه یم
۲ راکوي ارام سرسبزه څړځایو کې
هم مې بوځي د ارامو اوبو خواته
۳ هغه ما ته راکوي تازه قوت
ما په سمه لاره بیایي
د خپل نېک نامه دپاره
۴ که په توره تیاره دره کې هم روان یم
له خطره به ونه کړمه زه وېره
ځکه ته راسره مل یې ای څښتنه
ستا کوتک او امسا دواړه
به زما په تسلۍ کاندي ساتنه
۵ ته زما د دښمنانو په حضور کې
ته ما ته غوړوې خپل دسترخوان
هرکلی زما کوې ته د درانه مېلمه په شان
ډکوې ته تر خولې پورې زما جام
۶ زه ډاډه یم چې ستا مینه او نېکي
به تر عمره راسره وي
ای څښتنه، ستا په کور کې به اوسېږم تل ترتله