د زبورونو کتاب

څلورویشتم زبور

د جلال پاچا

(د داود زبور)

۱ چې په ځمکه کې هرڅه دي

هغه واړه د څښتن دي

چې په دنیا کې اوسي

هغه واړه د څښتن دي

۲ ځکه تهداب د ځمکې کېښود څښتن

هغه یې کلکه ودروله دریابونو باندې

هم یې قایمه ودروله په اوبو د ځمکې لاندې باندې

۳ څوک شي ختلی د څښتن غونډۍ ته؟

څوک ودرېدی شي د هغه پاک کور کې؟

۴ هغه څوک چې لاسونه یې په ګناه نه وي ککړ

او زړه یې پاک وي

چې د بتانو عبادت نه کوي

او په دروغو قسمونه نه خوري

۵ نو برکت به د څښتن نه واخلي

کړي د هغه ژغورونکی خدای به یې معصوم اعلان

۶ دا هغه خلک دي چې کړي رجوع خدای ته

څوک چې غواړي د یعقوب د خدای دیدار

۷ ای دروازو خلاصې شئ

شئ تاریخي دروازو تاسې بېرته

چې د جلال پاچا راننوځي

۸ څوک دی دا د جلال پاچا؟

هغه څښتن چې دی قوي او زورور

هغه څښتن چې دی تکړه په جنګ کې

۹ ای دروازو خلاصې شئ

شئ بېرته تاسې تاریخي دروازو

چې د جلال پاچا راننوځي

۱۰ څوک دی دا د جلال پاچا؟

دا مطلق قادر څښتن دی

دا دی پاچا د جلال