کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
پنځه ویشتم زبور
د لارښوونې او ساتنې دپاره دعا
(د داود زبور)
۱ څښتنه ستا درګاه ته زه دعا کومه
۲ زما خدایه، توکل دی زما په تا
مه مې پرېږده چې شرمنده شمه زه
مه پرېږده چې دښمنان مې شي خوشحال راباندې
۳ چې په تا کوي توکل هغه به نه شي شرمنده
بېسببه چې خیانت کړي شي هغوی به شرمنده
۴ ای څښتنه، خپلې لارې دې راوښایه ته ما ته
طریقې د ژوند رازده کړه خپلې ما ته
۵ حقیقي لاره راوښایه ما پوه کړه
ځکه ته یې زما ژغورونکی خدای
تل په تا باندې توکل کړم
۶ در په یاد کړه ای څښتنه
هغه خپل رحم او تلپاتې مینه
چې دې کوله له ازله ځینې
۷ ګناهونه او سرکښۍ مې د ځوانۍ کړه هېرې
در په یاد مې کړه څښتنه په تلپاتې مینې خپلې
مهربان یې ای څښتنه
۸ څښتن نېک دی او صادق دی
ګناهکارو ته ورښایي سمه لاره
۹ عاجزانو ته ورښایي نېغه لاره
طریقه خپله وروښایي هغوی ته
۱۰ هغو خلکو ته به وکړي لارښوونه په وفا او تلپاتې مینه
چې ولاړ د ده په لوظ وي او مني د ده حکمونه
۱۱ د خپل نوم په خاطر دې ای څښتنه
ګناهونه زما معاف کړه ځکه زیات دي
۱۲ هغه څوک چې کوي وېره له څښتنه
هغه وبه ښایي هغه ته سمه لاره چې پرې لاړ شي
۱۳ دی همېش به وي سوکاله
اولاده به یې د ځمکې وارثان شي
۱۴ څښتن ملګری دی د هغو خلکو
څوک چې کړي وېره د هغه نه
دی به هغوی سره خپل لوظ کړي تایید
۱۵ سترګې په لاره یمه همېش څښتن ته
ځکه هغه مې خلاصوي د دښمن له دامه څخه
۱۶ زما خواته نظر وکړه ای څښتنه رحم وکړه په ما
ځکه چې زه یمه تنها او هم مظلوم یمه زه
۱۷ د زړه غمونه مې زیات شوي
ټولو سختیو نه نجات راکړه
۱۸ زما غمونو، تکلیفونو ته نظر وکړه ته
او ګناهونه راته وبخښه ټول
۱۹ ګوره څومره زیات دي دښمنان زما
ګوره څومره سخت کوي نفرت له ما
۲۰ ته مې وساته خلاصون راکړه ته ما ته
مه پرېږده چې شم شرمنده
له همدې وجې پناه راوړمه تا ته
۲۱ کړي نېکي او صداقت دې زما ساتنه
ځکه چې زه کوم توکل په تا
۲۲ ته کړه خلاص ای خدایه
اسراییل له خپلو ټولو تکلیفونو