کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
اته ویشتم زبور
د دښمنانو په خلاف د مرستې دپاره دعا
(د داود زبور)
۱ ای څښتنه، ای زما د ګټ په شان دفاع کوونکیه
زه فریاد کومه تا ته
په ما دې مه کڼوه خپل غوږونه
که ځواب راته رانه کړې
نو زه به شم د هغو خلکو په شان
چې وي روان د مرګ کندې ته
۲ کله چې تا ته کړم زاري زه د کومک دپاره
ستا د ډېر سپېڅلي ځای په لور چې کړم لاسونه پورته
نو قبوله مې زاري کړه
۳ ما مه شمېره په هغو بدکارانو کې
کوم چې کاندي بد کارونه
هغوی تل کاندي خبرې دوستانه
خو په زړونو کې یې تل وي نفرتونه
۴ څه چې دوی کړي د هغو سزا ورکړه
د هغو بدو کارونو چې کړي دي دوی
د خپلو ټولو عملونو سزا ورکړه ته هغوی ته
چې د کوم شي دوی لایق دي هغه ورکړه
۵ هغه کارونه چې څښتن کړي دي
او یا هغه څه چې جوړ کړي دي هغه
هغوی یې نه ساتي پروا
نو وبه نړوي او کړي ښکته به ګوزار هغه
بیا به هېڅکله نه کړي اباد هغه
۶ ثنا او صفت دې وي څښتن ته
چې یې واورېدې زارۍ زما
د رحم په خاطر
۷ دی څښتن زما قوت او زما سپر
زه د زړه نه توکل په هغه کړمه
هغه کوي راسره مرسته خوشحالیږي مې زړګی
زه یې د شکر په سندرو صفتونه کوم
۸ څښتن قوت ورکوي خپل ولس ته
هغه کلا ده د نجات د خپل غوره پاچا
۹ ته نجات ورکړه خپل قوم ته ای څښتنه
هغه چا ته برکت ورکړه چې ستا دي
ته شپونکی د هغوی اوسه
همېشه ورباندې پام کړه