د زبورونو کتاب

نهه ویشتم زبور

په توفان کې د څښتن اواز

(د داود زبور)

۱ د څښتن ستاینه وکړئ د اسمان مخلوقه

ووایئ چې څومره ډک دی د جلال نه د څښتن نوم

۲ د څښتن د جلالي نوم وکړئ ثنا او صفت

کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه

۳ په دریابونو اورېدلی شي اواز د څښتن

جلالي خدای کاندي خبرې لکه تندر

په ټولو دریابونو اورېدی شي اواز د هغه

۴ زورور دی د څښتن اواز

ډک دی له جلاله د څښتن اواز

۵ چې څښتن کاندي خبرې

نو اواز یې ماتوي د سبر ونې

حتی دا چې ماتوي هم د لبنان د سبر ونې

۶ لړزوي هغه ټول غرونه د لبنان

وهي څرنګه ټوپونه چې خوسی

خوځوي د حرمون غر داسې

لکه د ځوان وحشي غویي د ټوپونو په شان

۷ ځلېدونکې برېښنا جوړه

له اوازه د څښتن شي

۸ په لړزان راولي دښته اواز د څښتن

ده په لړزان د قادش دښته

۹ کږوي د څېړۍ ونې د څښتن اواز

او رژوي پاڼې د ونو څخه

نو د خدای په کور کې هر یو وهي چیغې:

وي دې جلال څښتن ته

۱۰ چلوي حکم څښتن سېلاب باندې

وي هغه پاچا به تر ابده پورې

۱۱ ورکوي څښتن ولس خپل ته قوت

ورکوي ورته د سولې برکت