چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
نهه ویشتم زبور
په توفان کې د څښتن اواز
(د داود زبور)
۱ د څښتن ستاینه وکړئ د اسمان مخلوقه
ووایئ چې څومره ډک دی د جلال نه د څښتن نوم
۲ د څښتن د جلالي نوم وکړئ ثنا او صفت
کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه
۳ په دریابونو اورېدلی شي اواز د څښتن
جلالي خدای کاندي خبرې لکه تندر
په ټولو دریابونو اورېدی شي اواز د هغه
۴ زورور دی د څښتن اواز
ډک دی له جلاله د څښتن اواز
۵ چې څښتن کاندي خبرې
نو اواز یې ماتوي د سبر ونې
حتی دا چې ماتوي هم د لبنان د سبر ونې
۶ لړزوي هغه ټول غرونه د لبنان
وهي څرنګه ټوپونه چې خوسی
خوځوي د حرمون غر داسې
لکه د ځوان وحشي غویي د ټوپونو په شان
۷ ځلېدونکې برېښنا جوړه
له اوازه د څښتن شي
۸ په لړزان راولي دښته اواز د څښتن
ده په لړزان د قادش دښته
۹ کږوي د څېړۍ ونې د څښتن اواز
او رژوي پاڼې د ونو څخه
نو د خدای په کور کې هر یو وهي چیغې:
وي دې جلال څښتن ته
۱۰ چلوي حکم څښتن سېلاب باندې
وي هغه پاچا به تر ابده پورې
۱۱ ورکوي څښتن ولس خپل ته قوت
ورکوي ورته د سولې برکت