کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
پنځه څلوېښتم زبور
د شاهي واده سندره
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سوسن د ګل» په تال یوه د مینې سندره او د قورح د طایفې زبور)
۱ څنګه چې زه دغه سندره جوړومه د پاچا دپاره
راځي مې ذهن ته ښایسته او پارېدونکي الفاظ
د ښه لیکونکي د قلم په شان
ژبه زما شوله تیاره شعر ته
۲ ته د ټولو انسانانو نه ښایسته یې
ستا د خولې خبرې دي د مرغلرو په څېر
ځکه خدای تا ته درکړی برکت دی تل
۳ ای جنګیالیه، توره وتړه د ملا څخه دې
ته دې خپل شان او دبدبه وښایه
۴ خپلې لویۍ کې راښکاره شه چې بری ومومې
د حقیقت او عاجزۍ او عدالت نه د دفاع دپاره
پرېږده ځواکمن لاس دې چې وښایي
ستا لوی کارونه
۵ غشي ستا دي تېره
ننوځي ستا د دښمنانو په زړه
نابود قومونه دي ستا ترپښو لاندې
۶ تا ته چې خدای کوم پاچاهي درکړې
دوام به وکړي تر ابده پورې
او کړې به حکومت په خپلو خلکو باندې
د انصاف له مخې
۷ ته خوښوې عدالت او کرکه کوې له بدۍ
په دې خاطر خدای، یعنې ستا خدای
مسح کړی یې د خوشحالۍ په تېلو
او لوړ کړی یې خپلو دوستانو کې
۸ ستا د کالیو نه خوشبویي راځي
د مر کنډ، عود او دالچینۍ د عطرو
رباب وهونکي خوشحال ساتي تا داسې ماڼیو کې
چې سینګار شوي دي د فیل په غاښو
۹ ستا معززو ښځو کې دي د پاچاهانو لوڼې
دا ستا د تخت په ښي لاس
ده د اوفیر په سرو زرو خالصو
سینګار شوې ملکه ولاړه
۱۰ ای شاهزادګۍ په غور ونیسه غوږ زما بیان ته
ته دې خپل خلک او هېر کړه کور د پلار
۱۱ نو ستا په ښایست به شي پاچا شوقمن
هغه څښتن دی ستا، نو اطاعت یې کوه
۱۲ تا ته راوړي به سوغاتونه دا د صور خلک
ستا نه به غواړي پېرزوینه دولتمن خلک
۱۳ په ماڼۍ کې شاهزادګۍ څومره ښایسته ده
چې کالي یې دي جوړ شوي د سرو زرو له تارونو
۱۴ پاچا ته بیایي هغه په رنګارنګ لباس کې
پېغلې ملګرې یې ورپسې دي
هغوی به هم هغه ته راولي
۱۵ هغوی به راشي په خوښۍ او خوشحالۍ سره
شي به داخلې د پاچا ماڼۍ ته
۱۶ ای زما پاچا ته به زامن ولرې
چې پاچاهان شي ستا نیکونو په څېر
ټولې نړۍ باندې هغوی به حاکمان کړې ته
۱۷ زه مشهور به کړم ستا نوم ټولو نسلونو کې
قومونه وایي ستا ثنا به تر ابده پورې