کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ خدای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږ
د سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش
۲ مونږ به ونه وېرېږو، که ځمکه ولړزیږي
غرونه راپرېوځي د بحرونو تل ته
۳ که دریابونه وغړمبیږي، توفاني هم شي
او له دې زوره غرونه ولړزیږي
۴ داسې یو سیند دی چې د خدای ښار ته خوښي راولي
سپېڅلی کور چېرته چې دی خدای تعالی په کې
۵ خدای په دې ښار کې اوسي، هېڅکله دا وران به نه شي
هغه به یې کړي ساتنه د سباوون په وخت کې
۶ قومونه سخت دي په غوغا او پاچاهۍ لړزیږي
خدای کړي اواز لکه د تندر ویلي کیږي دنیا
۷ مطلق قادر څښتن دی مل راسره
د یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه
۸ راشئ کارونه د څښتن وګورئ
وګورئ څنګه هیبتناک کارونه وکړل په دنیا کې هغه
۹ ټوله دنیا کې بندوي جنګونه
لیندې له منځه وړي او نېزې ماتوي
سېځي سپرونه په سور اور باندې
۱۰ څښتن وویل: «جنګ بس کړئ
په دې پوه شئ چې زه خدای یم
ټولو قومونو څخه لوړ یمه زه
ټولې دنیا باندې زه لوړ یمه»
۱۱ مطلق قادر څښتن دی مل راسره
د یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه