د زبورونو کتاب

اته څلوېښتم زبور

صهیون یعنې د خدای ښار

(یوه سندره کومه چې د قورح د طایفې زبور هم دی)

۱ څښتن خدای دی لوی

هغه لایق دی د ثنا ټولې په هغه ښار کې

چېرې اوسیږي چې په خپل سپېڅلي غر باندې

۲ لوړ او ښایسته دی صهیون

د هغه لوی پاچا ښار کوم چې خوشحالي راوړي نړۍ ټولې ته

دی د هغه لوړ غر په څېر کوم چې شمال کې پروت دی

۳ خلکو ته وښودله خدای چې خوندیتوب دی د هغه سره

دا خوندیتوب په پناه ځای د ښار کې

۴ سره راټول شول پاچاهان

چې د صهیون په غره حمله وکاندي

۵ خو چې یې ولیده هغه، نو دوی حیرانه شول

او له وېرې وتښتېدل

۶ داسې درد او داسې وېره په دوی راغله

لکه چې ښځو باندې راشي د زېږون په وخت کې

۷ داسې نابود دې کړل هغوی

لکه شرقي باد چې کشتۍ د ترشیش ماتې کړلې

۸ هغو کارو په هکله مونږ وو اورېدلي

کوم چې کړي دي خدای

هغه مو اوس ولیدل

دا د مطلق قادر څښتن ښار کې د خپل خدای ښار کې

هغه به خوندي وساتي تل ترتله دغه ښار

۹ خدایه، د ستا د کور په منځ کې

مونږ کوو فکر ستا د مینې په هکله د تلپاتې مینې

۱۰ نوم دې خپور شوی دی په ټول جهان کې

ځکه خلک هرځای کې ثنا وایي ستا

ته په انصاف سره حکومت کوې

۱۱ د صهیون خلک دې خوشحالي کوي!

وي دې خوښي د یهودا کلیو کې

ځکه ته سم قضاوتونه کوې

۱۲ ای د خدای قومه، د صهیون په شاوخوا وګرځئ

تاسو حساب کړئ د هغه برجونه

۱۳ په دېوالونو یې په غور سره نظر واچوئ

او امتحان یې کړئ جنګي کلاوې

راتلونکي نسل ته بیا تاسو دا ویلی شئ

۱۴ چې دغه خدای دی تل ترتله زمونږ خدای

رهنمایي به زمونږ ټول عمر وکړي