د زبورونو کتاب

نهه څلوېښتم زبور

په شتمنۍ باندې د تکیه کولو کم‌عقلتوب

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)

۱ واورئ دا ټولو خلکو

د نړۍ ټولو اوسېدونکو غوږ شئ!

۲ ای غټانو او کوچنیانو

ای شتمنو هم خوارانو

۳ زه به کومه د حکمت خبرې

خلکو ته پوهه ورکوي د زړه بیان زما

۴ زه به خپل فکر اړومه متلونو لره

حلوم به معماګانې د رباب په اواز

۵ ولې به وېرېږم د خطر په وخت

کله چې زه شمه راګېر د شریرانو له خوا

۶ د داسې خلکو له خوا څوک چې کړي توکل په دولت

او وهي لافې د ډېر زیات ثروت

۷ هېڅوک نه شي کولای کړي ادا د چا د سر بیه

هېڅوک خدای ته کفاره د چا د ژوند نه شي سپارلی

۸ ځکه ډېره قیمتي ده د انسان د ژوندون بیه

څه چې څوک ادا کوي هغه هېڅکله کافي نه دي

۹ چې څوک وساتي له مرګه

چې ژوندی وي تل ترتله

۱۰ هرڅوک ویني چې هوښیار خلک هم مړه کیږي

همدارنګه ساده‌ګان او بې‌عقلان هم

بیا نورو ته پرېږدي هغوی خپل دولت

۱۱ تل ترتله د هغوی قبرونه دي د دوی کورونه

هلته اوسیږي به دوی ټولو نسلونو پورې

که څه هم دوی یو وخت په خپل نامه لرلې ځمکې

۱۲ د انسان شان او شوکت نه شي خلاصولی دی له مرګه

څاروي چې مري هغه به هم مړ کیږي

۱۳ دا دی د هغو سرنوشت چې توکل کړي په خپل ځان

او د هغو د پیروانو چې باور کړي په بیان د دوی

۱۴ هغوی به مړه شي لکه چې مري پسونه

مرګی به وي د دوی شپون

نېکان به کړي په دوی حکومت سبا ته

خپلو کورونو څخه لېرې په قبرونو کې به

خوسا شي زر د هغو خلکو مړي

۱۵ خو خدای به ما لره خلاصون راکوي

هغه به کش کړي ما د مرګ له پنجو

۱۶ ته مه ډارېږه که یو څوک شي شتمن

د کور د هغه چې جلال زیات شي

۱۷ کله چې مړ شي هغه نه شي وړی له ځانه سره

ده سره لاړ به نه شي قبر ته جلال د هغه

۱۸ که څه هم هغه په ژوند کې بختور ګڼي خپل ځان

صفت یې کیږي ځکه هر کار کې کامیاب وي هغه

۱۹ دی به په مرګ کې شي یوځای خپلو نیکونو سره

هغوی به هېڅکله رڼا نه ویني

۲۰ انسان لري شان او شوکت خو هغه نه پوهیږي

چې شي به مړ لکه څارویو په شان