د زبورونو کتاب

دري شپېتم زبور

د خدای سره د اړیکو لېوالتیا

(د داود زبور، هغه مهال چې هغه د یهودا په دښته کې ؤ.)

۱ ای خدایه ته یې خدای زما

زه رجوع کومه تا ته خدایه

زه په خپل زړه کې ستا لېوال یمه

لکه د وچې او بېکاره للمې ځمکې په شان

زما روح تږی دی د ستا دپاره

۲ ما یې لیدلی په سپېڅلي ځای کې

د ستا قدرت او ستا جلال مې په ځیر ځیر کتلی

۳ ستا تلپاتې مینه ده بهتره له ژوندونه

نو زما شونډې به تا ستایي

۴ ترڅو ژوندی یم ستا ثنا به وایم

پورته کوم به خپل لاسونه په دعا کې

زه د ستا په نامه

۵ داسې به موړ شم لکه څوک چې په مېله کې

وکړي غوړ خوراک

په خوشحالۍ سره به وایم ستا ثنا او صفت

۶ کله زه پروت چې په بستر کې یمه تا یادوم

ټوله شپه ستا په اړه فکر کوم

۷ ځکه چې ته مې مددګار وې همېش

د سیوري لاندې د وزرونو د ستا

د خوشحالۍ سندرې وایمه زه

۸ ما تړلی دی خپل روح تا پورې

ستا ځواکمن لاس کوي ملاتړ زما

۹ خو څوک چې هڅه کړي چې ما ووژني

هغوی به لاړ شي د مړو دنیا ته

۱۰ په جنګ کې مړه به شي په تورو هغوی

شي به یې مړي د سورلنډیانو خوراک

۱۱ خو پاچا به خوشحالي کوي د خدای په خاطر

څوک چې قسم خوري د خدای په نامه

د هغه ثنا او صفت به کوي

خو د دروغجنو خولې به بندې شي