چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
دري شپېتم زبور
د خدای سره د اړیکو لېوالتیا
(د داود زبور، هغه مهال چې هغه د یهودا په دښته کې ؤ.)
۱ ای خدایه ته یې خدای زما
زه رجوع کومه تا ته خدایه
زه په خپل زړه کې ستا لېوال یمه
لکه د وچې او بېکاره للمې ځمکې په شان
زما روح تږی دی د ستا دپاره
۲ ما یې لیدلی په سپېڅلي ځای کې
د ستا قدرت او ستا جلال مې په ځیر ځیر کتلی
۳ ستا تلپاتې مینه ده بهتره له ژوندونه
نو زما شونډې به تا ستایي
۴ ترڅو ژوندی یم ستا ثنا به وایم
پورته کوم به خپل لاسونه په دعا کې
زه د ستا په نامه
۵ داسې به موړ شم لکه څوک چې په مېله کې
وکړي غوړ خوراک
په خوشحالۍ سره به وایم ستا ثنا او صفت
۶ کله زه پروت چې په بستر کې یمه تا یادوم
ټوله شپه ستا په اړه فکر کوم
۷ ځکه چې ته مې مددګار وې همېش
د سیوري لاندې د وزرونو د ستا
د خوشحالۍ سندرې وایمه زه
۸ ما تړلی دی خپل روح تا پورې
ستا ځواکمن لاس کوي ملاتړ زما
۹ خو څوک چې هڅه کړي چې ما ووژني
هغوی به لاړ شي د مړو دنیا ته
۱۰ په جنګ کې مړه به شي په تورو هغوی
شي به یې مړي د سورلنډیانو خوراک
۱۱ خو پاچا به خوشحالي کوي د خدای په خاطر
څوک چې قسم خوري د خدای په نامه
د هغه ثنا او صفت به کوي
خو د دروغجنو خولې به بندې شي