د زبورونو کتاب

څلورشپیتم زبور

د بدکارانو د دسیسو څخه د ساتنې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ ای خدایه، واوره زما اواز

واوره شکایت زما

زه وېرېږم له خپلو دښمنانو

وساته ژوند زما

۲ د بدکارانو د دسیسو څخه مې وساته ته

هم د شریرانو د ډلو څخه

۳ تېرې کوي دوی خپلې ژبې لکه د تورو په شان

دوی په ترخو خبرو نښه ولي لکه د غشو په شان

۴ په کمینونو کې دوی ولي بې‌ګناه انسانان

بې له کوم ترسه ناڅاپه په هغوی باندې ګوزار کوي

۵ هغوی یو بل تشویقوي په خپلو بدو دسیسو باندې

دوی جوړوي داسې پلان

چې په کوم ځای کې دوی دامونه کېږدي

هغوی وایي چې څوک مونږ نه شي لیدلی

۶ جوړوي بد پلانونه او دوی وایي:

څومره ښه پلان مو دی جوړ کړی

څه مرموز دی د انسان زړه او دماغ

۷ خو خدای به وولي هغوی په خپلو غشو

او ناڅاپه به هغوی شي زخمیان

۸ خپلې خبرې به نابود کړي هغوی

هرڅوک چې ویني هغوی

کړي اشارې به په ملنډو ورته

۹ انسانان به ټول وېریږي

بیانوي به دوی د خدای کارونه

او کړي سوچونه په هغې

څه چې کړي دي خدای

۱۰ څښتن چې وکړل کوم کارونه

نېکان دې کاندي خوشحالي په هغو

پناه دې یوسي ده ته

ټول نېکان دې صفتونه کوي