کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د سلیمان ښکلي غزلونه
اووم فصل
عاشق
۱ ای د شهزاده لورې!
څومره ښکلې ښکاري پښې دې په څپلیو کې
ستا ګرد ورنونه دي جواهراتو په شان
چې وي جوړ کړي یو ماهر کسبګر
۲ ستا د نامه غوټۍ ده شرابو جام په شان
تل ډک دی د شرابو څخه
ستا خېټه ده لکه د غنمو د ډېرۍ په شان
چې څنډه یې ده د لاله ګلونو په شان
۳ ستا سینې دي لکه
د غرڅه غبرګونو بچیو په شان
۴ ستا غاړه ده لکه د عاج د منارې په شان
او ځلېدونکې دي ستا سترګې د حشبون د ډنډونو په شان
هغه ډنډونه چې نژدې دي دروازې ته د بیتربیم
پوزه دې جګه ده لکه برج د لبنان
چې دمشق ته مخامخ دی
۵ سر دې لوړ دی د کرمل د غره په شان
ستا ویښتان دي د شاهانه پردې په شان
پاچاهان هم دي اسیران ستا د ویښتو په تارونو کې
۶ ای زما محبوبې څومره ښکلې او په زړه پورې یې ته
څومره یې ډکه له خوشحالیو څخه
۷ قد دې دی لکه د خرما ونې په شان
ستا سینې دي لکه غونچې د مېوې
۸ ما ویل چې زه به خېژم د خرما ونې ته
او لاس به وهمه په مېوه د هغې
ستا سینې دې وي د انګورو د غونچو په شان
او خوشبویي دې د خولې وي لکه مڼو په شان
۹ دي ښکلول دې خوندور د ښو شرابو په شان
معشوقه
پرېږده جاري شي دا شراب زما د جانان خواته
چې وبهیږي په شونډو او غاښو د هغه
۱۰ زه د جانان یم
او هغه ما غواړي
۱۱ زما جانانه راځه چې لاړ شو د ښار نه بهر
او تېره کړو شپه د نکریزو د بوټو لاندې
۱۲ راځه چې پاڅېږو سهار وختي او لاړ شو انګورو باغ ته
چې وګورو غوټۍ نیولې دي تاکونو که نه
او ګلان نیولي دي تاکونو که نه
او چې انارو ګلان کړي که نه
هلته به وښایم تا ته زه خپله مینه
۱۳ ورکوي هلته مړهغونې بوټي خوشبویي خپله
او ټولې ښې مېوې دي زمونږ دروازې سره
ای زما جانانه ما ساتلي تا ته
زاړه او نوي خوندور شیان