فصل بعدی

د سلیمان ښکلي غزلونه

اتم فصل

۱ کاشکې ته وای زما ورور

چې مې مور ورته تی ورکړی وای

چې مې لیدلې ته بیرون له کور نه

ما ښکلولې به ته او چا به نه رټلم

۲ بیا به بېولې ما د خپلې مور کور ته

هلته به زما مور را زده کول ما ته

ما درکول به تا ته خوندور شراب

او خپلو انارو خوږ شربت

۳ د هغه چپ لاس دی زما د سر لاندې

او په ښي لاس هغه ما غېږ کې نیسي

۴ ای د اورشلیم پېغلو تاسو قسم وخورئ

تر هغې چې وخت سم نه وي مینه مه راويښوئ

شپږم غزل: د تلپاتې مینې څرګندول

د اورشلیم پېغلې

۵ دا ده څوک چې ده راروانه له بیابان

چې یې کړې ده تکیه په اوږې د خپل جانان؟

معشوقه

ما راویښ کړې ته مڼو د ونې لاندې

چېرته چې مور دې ډېر تکلیف سره زېږولې وې ته

چېرته چې ته هغې راوړې یې دې دنیا ته

۶ ولګوه زما مینه په خپل زړه باندې لکه د مهر په شان

په خپل لاس باندې لکه بازو‌بند په شان

ځکه چې مینه زوروره ده لکه د مرګ په شان

داسې قوي دی غیرت لکه د مرګ په شان

هغه سوځي لکه لمبو په شان

او سوځي لکه سخت اور په شان

۷ ډېرې اوبه د مینې اور مړ کولی نه شي

او نه یې وړلی شي سیندونه

که څوک وغواړي چې مینه واخلي

په خپلې ټولې شتمنۍ باندې

هغه به سپک شي په پوره توګه

د پېغلې ورونه

۸ مونږ کوچنۍ خور لرو

چې غټې شوې یې لا نه دي سینې

که څوک راشي او هغه وغواړي زمونږ نه

نو مونږ به څه کوو؟

۹ که هغه پېغله وي لکه دېوال په شان

نو مونږ به جوړ کړو ورته څلی د سپینو زرو

که هغه وي دروازه

نو هغه به بنده کړو د سبر په تختو باندې

معشوقه

۱۰ زه وم لکه دېوال په شان

خو اوس داسې غټې دي سینې مې

لکه د برجونو په شان

کله چې ګوري زما جانان ما ته

نو خوشحالیږي هغه زما په کتلو باندې

۱۱ په بعل‌هامون کې ؤ د سلیمان د انګورو باغ

بزګرانو ته یې ورکړی ؤ په اجاره باندې

ورکولې د مېوو بدل کې به هر یو

ورته زر ټوټې د سپینو زرو

۱۲ زما د انګورو باغ دی یوازې زما چې ورکوم یې چا ته

اړتیا نشته سلیمان ته چې ورکړي زر ټوټې د سپینو زرو

خو دوه سوه ټوټې دي هغه چا دپاره

څوک چې پام کوي تاکونو باندې

عاشق

۱۳ ای زما محبوبې ته چې اوسېږې باغ کې

دوستان زما په انتظار دي چې اواز دې واوري

خو یوازې زه غواړم چې اواز دې واورم

معشوقه

۱۴ زما جانانه زر په منډه راشه

د غرڅه او هوسۍ د بچي په شان

خوشبویه غرونو باندې

فصل بعدی