چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن نوح ته وویل: «د خپلې ټولې کورنۍ سره کشتۍ ته ننوځه، ځکه چې په ټوله دنیا کې مې یوازېنی سړی ته ولیدلې چې نېک کارونه کوې. ۲ د ټولو پاکو حیواناتو څخه اووه، اووه جوړې نر او ښځه او د ناپاکو حیواناتو څخه یوه یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره واخله. ۳ او همدارنګه د هر ډول مرغانو څخه اووه جوړې نر او ښځه واخله، ترڅو د هغوی نسل د ځمکې په مخ باندې ژوندی پاتې شي. ۴ ځکه چې زه به له اووه ورځو وروسته په ځمکه باندې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې باران ووروم او ټول ژوندي مخلوقات چې ما جوړ کړي دي، هغه به له منځه یوسم.» ۵ نوح هغه ټول کارونه سرته ورسول چې څښتن ورته حکم کړی ؤ.
۶ نوح د شپږ سوه کالو په عمر ؤ چې په ځمکه باندې سېلاب راغی. ۷ نوح او د هغه زامن او ښځه او د زامنو ښځې یې د سېلاب څخه د ژغورلو په خاطر کشتۍ ته ننوتل. ۸-۹ لکه څنګه چې خدای نوح ته حکم کړی ؤ، د پاکو او ناپاکو حیواناتو څخه او د مرغانو او خزندو څخه یوه یوه جوړه نر او ښځه نوح ته راغلل او کشتۍ ته ورننوتل. ۱۰ نو اووه ورځې وروسته سېلاب راغی.
۱۱ نوح شپږ سوه کلن ؤ او د دوهمې میاشتې په اوولسمه ورځ د ځمکې لاندې ژورو ځایونو څخه اوبه راووتلې او د اسمان دروازې خلاصې شوې. ۱۲ څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې په ځمکه باندې باران واورېده. ۱۳ په هماغه ورځ نوح او د هغه زامن، سام، حام او یافت او د نوح ښځه او د هغه د زامنو درې ښځې کشتۍ ته ورننوتل. ۱۴ د هغوی سره د هر ډول کورني او وحشي حیواناتو، خزندو او د هر ډول مرغانو ۱۵ یعنې د ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه نوح ته راغله او کشتۍ ته ننوتل. ۱۶ لکه څنګه چې خدای حکم کړی ؤ، هغوی د هر ژوندي مخلوق څخه نر او ښځه ننوتل. نو څښتن هغوی پسې دروازه وتړله.
۱۷ باران څلوېښت ورځې واورېد او اوبه د ځمکې په مخ زیاتې شوې او کشتۍ یې پورته کړه او د ځمکې څخه اوچته شوه. ۱۸ اوبه ډېرې پورته شوې او کشتۍ د اوبو په مخ باندې روانه شوه. ۱۹ اوبه تر دې اندازې زیاتې شوې چې د اسمان لاندې ټول لوړ غرونه یې پټ کړل. ۲۰ اوبه د غرونو د څوکو څخه اووه متره اوچتې شوې. ۲۱ د ځمکې په مخ هر ژوندی موجود یعنې کورني او وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او انسانان ټول مړه شول. ۲۲ د ځمکې په مخ ټول ساه لرونکي مړه شول. ۲۳ څښتن د ځمکې په مخ ټول ژوندي مخلوقات، انسانان او حیوانات، خزندې او مرغان له منځه یووړل او یوازې نوح او هغوی چې په کشتۍ کې ورسره وو، پاتې شول. ۲۴ اوبه یوسلو پنځوس ورځې وروسته مخ په کمېدلو شوې.