چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱لعزر نُومے يو سړے ناجوړه وو. دَ هغۀ کور په بيت عيناه کښے وو کُوم چه دَ مريمے اَؤ دَ هغے دَ خور مرتا کلے وو. ۲دا هغه مريم وه چه په مالِک ئے عطر اچولى وُو اَؤ دَ هغۀ پښے ئے په خپلو ويښتو وُچے کړے وے اَؤ ورور ئے لعزر ناجوړه وو. ۳نو خويندو ئے عيسىٰ ته خبر ورواستولو چه مالِکه! تۀ په دے خبر يئے چه ستا خوږ آشنا بيمار پروت دے؟
۴کله چه عيسىٰ دا واؤريدل نو وئے وئيل، ”دا ناروغتيا دَ مرګ نۀ ده، دا خو دَ خُدائے دَ جلال څرګندولو دَ پاره ده چه دَ خُدائے دَ زوى لوئى پرے ښکاره شى.“ ۵عيسىٰ دَ مرتا، دَ هغے دَ خور اَؤ لعزر سره مينه لرله، ۶خو چه دَ هغۀ دَ بيمارئ ئے واؤريدل نو عيسىٰ دوه ورځے نور هم په هغه ځائے کښے ايسار شو چرته چه هغه وو. ۷دَ دے نه پس عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”ځئ چه يهوديه ته بيرته لاړ شُو.“
۸مُريدانو ورته ووئيل چه ”اُستاذه! څۀ زيات وخت نۀ دے شوے چه يهوديانو ستا سنګسار کول غوښتل، نو تۀ بيا هلته ځے څۀ؟“
۹عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولے دَ ورځے دولس ګينټے نۀ دى څۀ؟ هر څوک چه دَ ورځے ګرزى تيندک نۀ خورى ځکه چه هغه دَ دے دُنيا رڼا وينى. ۱۰خو که هغه دَ شپے ګرزى نو ټکرے خورى ځکه چه رڼا په کښے نِشته.“ ۱۱دَ دے وئيلو نه پس عيسىٰ ووئيل چه ”زمُونږ آشنا لعزر اُودۀ پروت دے خو زَۀ ورځم چه راويښ ئے کړم.“
۱۲مُريدانو ووئيل، ”مالِکه! که چرے هغه اُودۀ وى نو هغه به روغ شى.“
۱۳عيسىٰ دَ هغۀ دَ مرګ خبره کوله خو دَ هغوئ دا خيال وو چه ګنى دا دَ اُودۀ کيدو خبره کوى. ۱۴بيا عيسىٰ صفا ورته ووئيل، ”لعزر مړ دے. ۱۵دا ښه ده چه زَۀ هلته نۀ وم په دے چه تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چه هغۀ ته ورشُو.“
۱۶بيا توما چه برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مُريدانو ته ووئيل، ”راځئ چه مُونږ هم دَ هغۀ سره مړۀ شُو.“
۱۷هلته په رسيدو عيسىٰ خبر شو چه دَ لعزر دَ مرګ اَؤ په قبر کښے دَ کيښودو بيا څلور ورځے کيږى. ۱۸بيت عنياه دَ بيتُ المُقدس نه بس دوه ميله لرے وو. ۱۹اَؤ ډير يهوديان دَ مرتا اَؤ مريمے څخه دَ هغوئ دَ ورور غم رازئ ته راغلى وُو.
۲۰کله چه مرتا دَ عيسىٰ دَ راتلو نه خبره شوه نو هغه سمدستى دَ هغۀ مخے له ورغله اَؤ مريمه په کور کښے پاتے شوه. ۲۱مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه! که تۀ دلته وَئے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو. ۲۲اَؤ زَۀ اوس هم په دے پوهيږم چه که تۀ دَ خُدائے نه هر څۀ وغواړے نو خُدائے به ئے درکړى.“
۲۳عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ستا ورور به بيا ژوندے شى.“
۲۴مرتا هغۀ ته ووئيل، ”ما ته پته ده چه هغه به بيا ژوندے شى خو دَ قيامت په ورځ.“
۲۵عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندے وى ۲۶اَؤ که څوک چه ژوندے دے اَؤ په ما ايمان لرى هغه به هيڅ کله هم مړ نۀ شى. آيا ستاسو په دے ايمان دے څۀ؟“
۲۷هغے ووئيل، ”مالِکه! زما ايمان دے، هم تۀ مسيح يئے، دَ خُدائے زوئے څوک چه دُنيا ته راتلُونکے وو.“
۲۸دے وئيلو سره مرتا لاړه چه خپله خور مريم راوبولى اَؤ دَ هغے په څنګ کښے ودريده اَؤ په پټه سره ئے ورته ووئيل ”مالِک دلته دے اَؤ هغه تا غواړى.“ ۲۹کله چه مريم دا واؤريدل نو سمدستى پاڅيده اَؤ عيسىٰ له ورغله. ۳۰خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وو رسيدلے اَؤ لا په هغه ځائے وو په کُوم ځائے کښے چه مرتا هغه ليدلے وو. ۳۱کُوم يهوديان چه دَ مريم سره غم رازئ له راغلى وُو کله چه هغوئ هغه له کوره په روانيدو وليده نو په هغے پسے روان شول ځکه چه هغوئ دا ګڼل چه هغه قبر له روانه ده چه پرے وژاړى.
۳۲نو مريم هغه ځائے له لاړه چرته چه عيسىٰ وو اَؤ کله چه ئے هغه وليدلو نو دَ هغۀ په پښو پريوته اَؤ وئے وئيل، ”اَئے مالِکه! که چرے تۀ دلته وَئے نو زما ورور به نۀ وو مړ شوے.“
۳۳کله چه عيسىٰ هغه په ژړا وليده اَؤ ورسره ئے هغه يهوديان ملګرى هم وليدل چه ژاړى نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو اَؤ ډير زهيرشو. ۳۴هغۀ تپوس وکړو چه ”هغه تاسو کُوم ځائے ښخ کړے دے؟“
هغوئ جواب ورکړو، ”مالِکه! راشه وئے ګوره.“
۳۵عيسىٰ په ژړا شو. ۳۶يهوديانو ووئيل چه ”دَ هغۀ به دَ دۀ سره څومره مينه وه.“ ۳۷خو په هغوئ کښے ځنو ووئيل چه ”آيا دے سړى چا چه دَ هغه ړُوند سړى سترګے بينا کړے وے دا نۀ شُو کولے چه لعزر ئے دَ مرګ نه بچ کړے وے؟“
۳۸عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، بيا هغه قبر له راغے. دا يو غار وو چه ګټه ورته اړمه کړے شوے وه. ۳۹عيسىٰ ووئيل، ”دا ګټه لرے کړئ.“
مرتا، دَ مړ سړى خور، هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! اوس خو به دَ هغۀ نه بوئى روان شوے وى. دَ هغۀ خو دلته څلور ورځے شوے دى.“
۴۰عيسىٰ ووئيل، ”آيا ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چه که چرے تاسو ايمان لرئ نو تاسو به دَ خُدائے جلال ووينئ؟“ ۴۱نو هغوئ ګټه لرے کړه. بيا عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”پلاره! زَۀ ستا شکر کوم چه تا زما واؤريدل. ۴۲ما ته دا دَ آګاهو نه معلُومه وه چه تۀ تل زما آؤرے خو ما دَ دے حاضرو خلقو دَ پاره سوال وکړو چه دَ دوئ دا باور وشى چه زَۀ تا را استولے يم.“ ۴۳بيا هغۀ په اُوچت آواز ووئيل، ”لعزر! راوزه!“ ۴۴نو مړ سړے بهر راووتو، دَ هغۀ لاس اَؤ پښے په کفن کښے تړلى شوى وُو اَؤ مخ ئے په ټُوکى کښے نغښتے وو. عيسىٰ ووئيل، ”دا راخلاص کړئ اَؤ پرے ئے ږدئ چه ځى.“
۴۵بيا ډير يهُوديان چه دَ مريمے ليدلو له راغلى وُو اَؤ هغه څۀ ئے وليدل چه عيسىٰ وکړل نو په هغۀ ئے ايمان راؤړو. ۴۶خو په هغوئ کښے ځنے فريسيانو له راغلل اَؤ هغه څۀ ئے ورته ووئيل چه هغۀ کړى وُو. ۴۷دَ دے نه پس مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو يوه جرګه راوبلله اَؤ وئے وئيل چه ”مُونږ ته څۀ کول په کار دى؟ ځکه چه دا سړے خو ډيرے مُعجزے ښکاره کوى. ۴۸که مُونږ چرے دغه شان دَئے آزاد پريږدُو نو ټول خلق به په دَۀ ايمان راؤړى، بيا به رُوميان راشى اَؤ زمُونږ دَ خُدائے کور اَؤ زمُونږ ټول قوم به ختم کړى.“
۴۹خو په دوئ کښے يو تن چه کيفا ئے نُوم وو اَؤ په دغه کال دَ ټولو نه مشر کاهن وو، هغۀ ووئيل، ”تاسو په هيڅ نۀ پوهيږئ، ۵۰اَؤ نه خيال کوئ چه دا ستاسو دَ پاره ډيره غوره ده چه دَ اُمت دَ پاره دِ يو سړے مړ کړے شى، نه چه ټول قام تباه اَؤ برباد شى.“ ۵۱دا هغۀ دَ خپله ځانه ونۀ وئيل، بلکه دَ ټولو نه دَ مشر کاهن په حيثيت چه هغه دَ هغه کال دَ پاره مُقرر وو. هغۀ دا پيشن ګوئى وکړه چه عيسىٰ به دَ قام دَ پاره مړ شى، ۵۲يواځے دَ قام دَ پاره نه، بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے خوارۀ وارۀ بچى يو ځائے ته راغونډ کړى.
۵۳دغه شان دَ هغه ورځے نه پس هغوئ دَ هغۀ دَ مرګ صلاح وکړه. ۵۴پس له دے عيسىٰ په يهوديه کښے په عامه ګڼه کښے نۀ راوتو اَؤ هغه علاقه ئے پريښوده اَؤ دَ صحرا دَ خوا اِفرايم نومے کلى ته لاړو اَؤ دَ خپلو مُريدانو سره ديره شو.
۵۵دَ يهوديانو دَ فسح اختر رانزدے وو اَؤ دَ کلو ډير خلق بيتُ المُقدس ته دَ خپل ځان پاکولو دَ پاره دَ اختر دَ شروع کيدو نه وړاندے لاړل. ۵۶هغوئ عيسىٰ ولټولو اَؤ کله چه هغوئ دَ خُدائے په کور کښے ودريدل نو دَ يو بل نه ئے تپوس وکړو، ”څۀ مو خيال دے؟ شايد چه هغه په اختر کښے شاميليدو له نۀ راځى څۀ؟“ ۵۷ځکه چه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چه کُوم سړى ته چه دا پته ولګى چه هغه کُوم ځائے دے، هغه دِ دوئ خبر کړى، دَ دے دَ پاره چه هغه ونيسى.