۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

درې دېرشم باب

د بنى اِسرائيلو د مِصر نه موآب ته سفر

۱ بنى اِسرائيلو د لښکرو په شکل کښې په دې مرحلو کښې سفر وکړو او د موسىٰ او هارون په مشرۍ کښې د مِصر نه لاړل. ۲ د مالِک خُدائ په حُکم باندې، موسىٰ به هر ځل د هغه ځائ نوم ليکلو چرته به چې هغوئ خېمې لګولې. ۳ د کال د وړومبۍ مياشتې په پينځلسمه ورځ اِسرائيليان د مِصر نه لاړل، دا د اول ځل د فسحې اختر پسې ورځ وه. هغوئ د رعمسيس ښار نه زړَور لاړل چې ټولو مِصريانو ورته کتل، ۴ چا چې خپل مشران زامن ښخول چې مالِک خُدائ وژلى وُو. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د معبودانو سره اِنصاف کړے وو. ۵ اِسرائيليان د رعمسيس ښار نه لاړل او په سُکات کښې يې خېمې ولګولې. ۶ بيا هغوئ په ايتام کښې خېمې ولګولې چې د صحرا په غاړه دے. ۷ د هغه ځائ نه هغوئ فى‌هخيروت ته واپس شول، چې د بعل‌صفون نمرخاتۀ په طرف دے او مجدال ته نزدې يې خېمې ولګولې. ۸ هغوئ د فى‌هخيروت نه لاړل، د سيند نه پورې وتل او د شور صحرا ته وردننه شول، د درېو ورځو مزل نه پس هغوئ په ماره کښې خېمې ولګولې. ۹ د هغې ځائ نه هغوئ ايليم ته لاړل، چرته چې هغوئ خېمې ولګولې، ځکه چې هلته د اوبو دولس چېنې وې او د کجورو اويا ونې وې. ۱۰ هغوئ د ايليم نه لاړل او بحرِقُلزم ته نزدې يې خېمې ولګولې. ۱۱ بيا هغوئ د بحرِقُلزم نه لاړل او د صين په بيابان کښې خېمې ولګولې. ۱۲ بيا هغوئ د صين بيابان نه لاړل او په دفقه کښې يې خېمې ولګولې، ۱۳ د دفقه نه الوش ته لاړل. ۱۴ هغوئ د الوش نه خېمې اوچتې کړې او په رفيديم کښې يې ولګولې، چرته چې د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې. ۱۵‏-۳۷ د رفيديم نه واخله تر د حُور غرۀ پورې هغوئ په دې ځايونو کښې خېمې ولګولې، د سينا په بيابان کښې، قبروت هتاوه، حصيروت، رتمه، رمون فارص، لِبناه، رِسه، قهيلاته، د شافر په غرۀ کښې، حراده، مقهيلوت، تاحت، تارح، متقه، حشمونه، موسيروت، بنى‌يعقان، حور‌الجدجاد، يُطباته، عبرونه، عصيون‌جابر، د صين صحرا (چې قادِس دے)، او د حُور غر، چې د ادوم په لاره دے. ۳۸‏-۳۹ د مالِک خُدائ په حُکم باندې، هارون اِمام د حُور غرۀ ته وختلو. د يو سل درويشتو کالو په عُمر کښې چې اِسرائيليان د مِصر نه راوتلى وُو د هغې په څلوېښتم کال د پينځمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغه مړ شو. ۴۰ په جنوبى کنعان کښې د عراد بادشاه خبر شو چې اِسرائيليان راروان دى. ۴۱‏-۴۹ د حُور غرۀ نه واخله تر د موآب مېدانونو پورې بنى اِسرائيلو په دې ځايونو کښې خېمې ولګولې، ضلمونه، فونون، اوبوت، د موآب په علاقه کښې عى عباريم، ديبون جاد، علمون دبلاتايم، د نبو غرۀ ته نزدې د عباريم غرونه او د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې، د بيت‌يسيموت او د کيکرو وادۍ په مينځ کښې.

د کنعان د فتح کولو دپاره د مالِک خُدائ حُکم

۵۰ د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۵۱ ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو د اُردن نه د کنعان مُلک ته واوړئ، ۵۲ تاسو د هغه مُلک ټول اوسېدونکى وشړئ. د هغوئ ټولې مجسمې او بُتان مات کړئ او د هغوئ ټولې علاقائى عبادتخانې ورانې کړئ. ۵۳ هغه مُلک قبضه کړئ او په هغې کښې اوسېږئ، ځکه چې زۀ هغه تاسو له درکوم. ۵۴ هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو او قومونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قبيلې له ډېره زمکه ورکړئ او وړې قبيلې له لږه زمکه ورکړئ. ۵۵ خو کۀ تاسو د هغه مُلک اوسېدونکى ونۀ شړل، نو هغوئ به ستاسو دپاره داسې وى لکه چې په سترګو کښې تېرۀ خسڼے او د لارې خنډ وى، چرته چې تاسو اوسېږئ نو هلته به هغوئ تاسو له تکليف درکوى. ۵۶ کۀ تاسو هغوئ ونۀ شړل، نو زۀ به تاسو تباه کړم، لکه څنګه چې ما د هغوئ د تباه کولو منصوبه جوړه کړې ده.“